07/02/2026
د معدې د زخم او د کوچنیو کولمو د لومړۍ برخې اثنا عشر(Dedenum)د زخم چې دواړو ته د پيپتیک قرحاتو(P.U.D)اصطلاح کارول کېږي، تر منځ یې دا فرقونه موجود دي.
۱: د معدې زخم لامل اکثراً د درد او التهاب ضد درمل وي او ورپسی مزمن د اچ پایلوری انتان ، خو د اثناعشر زخم لامل اکثرا د ایچ پایلوري انتان وي.
۲: د معدې زخم کې درد د غذا خوړلو سره زیاتیږي، خو د اثناعشر زخم کې درد د غذا خوړلو سره زیاتیږي او نیمه شپه کې د لوږې له وجې ناروغ له خوبه راپورته کېږي او غذا خوړولو ته یې اشتها راځي، تر څو درد یې ښه شي.
۳: د معدې زخم ناروغان که څه هم غذا کمه خوري، ممکن وزن کم کړي، برعکس د اثنا عشر ناروغان چون زر زر غذا خوري ممکن وزن یې زیات شي.
۴: د معدی په زخم کی اشتها کمه وي، خو د اثناعشر په زخم کې اشتها ښه او حتا زیاته وي.
د قطعي تشخیص لپاره د هاضمي سېستم د پورتنۍ برخې اندسکوپي باید وشي، که د معدې په زخم کې (malignant) شواهد موجود وي، باید نمونه یې د هستوپتالوژیک مطالعاتو لپاره واخیستل شي.
درنښت
Copy