Dr.Obaid.Baweri

Dr.Obaid.Baweri په انسانيت مين انسان يم
تل کوشش وکړى چى خلکوته خير ورسوى

د لوی اختر مبارکي پیغام:ګرانه/ګرانه وروره او خورې،د لوی اختر د رارسېدو له امله تاسو او ستاسو ټولې کورنۍ ته د زړه له کومې...
26/05/2026

د لوی اختر مبارکي پیغام:
ګرانه/ګرانه وروره او خورې،
د لوی اختر د رارسېدو له امله تاسو او ستاسو ټولې کورنۍ ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم.
الله تعالی دې ستاسو عبادتونه، قربانۍ او دعاګانې قبول کړي، او ستاسو ژوند له خوشحالۍ، روغتیا او برکت څخه ډک کړي.
هیله لرم چې دا مبارکه ورځ ستاسو د ژوند لپاره د سولې، ورورولۍ او مینې پیغام راوړونکې وي.
اختر مو بختور، خوشحاله او له خندا ډک شه.
عیدکم مبارک! 🌙🐐

د لوی اختر د قربانۍ اسلامي طریقهنیت یوازې د الله لپارهروغ او بې‌عیبه حیوان انتخابولچاقو تېره ساتلحیوان ته تکلیف نه ورکول...
25/05/2026

د لوی اختر د قربانۍ اسلامي طریقه
نیت یوازې د الله لپاره
روغ او بې‌عیبه حیوان انتخابول
چاقو تېره ساتل
حیوان ته تکلیف نه ورکول
د ذبحې پر وخت ویل: بسم الله، الله اکبر
د غاړې له مناسب ځایه: د ساه نلۍ
د خوراک نلۍ
او دوه رګونه پرې کول
وینه ښه ایستل
غوښه له غریبانو او خپلوانو سره شریکول
اسلام د رحم، پاکۍ او تقوا دین دی.
الله تعالی فرمایي: الله ته نه د قربانۍ غوښه رسېږي او نه وینه، بلکې ستاسو تقوا رسېږي.

هغه میلیارد چې غوماشي ساتي!مشهور میلیاردر   یوه داسې پروژه په مخ وړي چې له مخې یې غوماشي ساتل کیږي .او هره اونۍ له 30 تر...
25/05/2026

هغه میلیارد چې غوماشي ساتي!
مشهور میلیاردر یوه داسې پروژه په مخ وړي چې له مخې یې غوماشي ساتل کیږي .
او هره اونۍ له 30 تر 40 میلیونو غوماشي ازادې فضا ته پرېښودل کیږي .
پدې پروژه کې غوماشي په دوه ډوله ساتل کیږي لومړی داسې بکتریا ورکول کیږي چې زهر یې ختمیږي او کله چې دغه میاشي ازادې فضا ته پرېښودل شي نو د ډېنګي ، ملاریا او ځینې نور هغه خطرناک غوماشي وژني چې سخت وایروسونه لېږدوي .
دویم د ځینو میاشو په جین کې بدلون راولي کله چې په ازاده فضا کې خوشې شي او له وحشي ښځینه میاشو سره جوړه شي نو اولادونه یې مخکې له دې چې بلوغ ته ورسیږي مري .
بس د نړۍ خلک په عجیبو پروژو لګیا دي ، تاسو ته باید ووایم چې د مرکزي او جنوبي امریکا ځنګلونه ډېر خطرناک میاشي هم لري .

د یو څو روپو لپاره د خپل ځان او د خپلو اولادونو ژوند له خطر سره مه مخ کوئ!دا ډېره دردناکه ده چې لا هم ځینې کورنۍ د ماشوم...
06/05/2026

د یو څو روپو لپاره د خپل ځان او د خپلو اولادونو ژوند له خطر سره مه مخ کوئ!
دا ډېره دردناکه ده چې لا هم ځینې کورنۍ د ماشومانو د سنت لپاره بې‌تجربه کسانو ته مراجعه کوي، یوازې ځکه چې ارزانه تمامېږي. سنت یو ساده کار نه دی، دا یو طبي پروسیجر دی چې مهارت، تجربه او پاک چاپېریال ته اړتیا لري.
اوس داسې پېښې مخې ته راځي چې ماشوم د یو ناپوه او بې‌تجربه کس له لاسه سخت زیان ویني، حتی داسې حالت ته رسېږي چې د هغه د بدن حساس غړي خراب شي. دا نه یوازې د ماشوم پر ژوند بد اغېز کوي، بلکې ټول عمر لپاره یې جسمي او رواني ستونزې جوړوي.
د کورنۍ مشرانو ته دا پیغام دی: مسؤلیت یوازې د پیسو سپما نه ده، بلکې د خپلو اولادونو ساتنه او سالمه راتلونکې تضمینول دي. که تاسې نن د څو روپو لپاره بې‌پروايي کوئ، سبا به یې درملنه څو چنده زیاته لګښت او درد ولري.

د عامې روغتیا وزارت وروستۍ پرېکړه چې د تخصص ازموینې ټول ګډونوال دې دوه کاله په ولسوالیو کې دنده ترسره کړي، که څه هم په ظ...
19/04/2026

د عامې روغتیا وزارت وروستۍ پرېکړه چې د تخصص ازموینې ټول ګډونوال دې دوه کاله په ولسوالیو کې دنده ترسره کړي، که څه هم په ظاهره د لیرې پرتو سیمو د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره یو مثبت ګام ښکاري، خو له بلې خوا یې ځینې مهمې ستونزې هم له پامه غورځولي دي.
لومړی، د یو ډاکټر د زده‌کړې اوږده او سخته لاره باید په نظر کې ونیول شي. یو زده‌کوونکی شاوخوا دولس کاله مکتب، اوه کاله طب پوهنځی، او بیا د ستاژ دوره تېروي. له دې ټولو وروسته، که بیا هم د تخصص لپاره روښانه او عادلانه فرصتونه محدود وي، نو دا ډول مکلفیتونه د هغوی پر رواني، اقتصادي او مسلکي وضعیت منفي اغېز کولی شي.
دوهم، که دا دوه کلنه دنده د مناسب معاش او امتیازاتو پرته وي، نو دا به د ډاکټرانو لپاره لا زیاته ستونزه رامنځته کړي. یو ډاکټر نه یوازې د ځان، بلکې د خپلې کورنۍ مسوولیت هم لري، او بې معاشه یا کم معاشه کار کول د اوږدې مودې لپاره د زغم وړ نه دي.
درېیم، د تخصص ازموینې محدود بستونه خپله یوه جدي ستونزه ده. کله چې زرګونه کسان ازموینه ورکوي او یوازې یو کوچنی شمېر بریالي کېږي، نو پاتې کسان د نامعلوم راتلونکي سره مخ کېږي. که پر دې سربېره هغوی اړ شي چې اجباري دندې ترسره کړي، نو دا به د ناهیلۍ کچه نوره هم لوړه کړي.
په پای کې، که څه هم د ولسوالیو لپاره د ډاکټرانو شتون ډېر مهم دی، خو دا هدف باید د داسې پالیسۍ له لارې ترلاسه شي چې د ډاکټرانو حقونه، هڅونه او راتلونکی هم خوندي کړي. غوره به دا وي چې دا ډول پروګرامونه د تشویقي امتیازاتو، عادلانه معاش، او د تخصص په برخه کې د روښانه فرصتونو سره مل وي، تر څو هم ولس ته خدمت وشي او هم د ډاکټرانو حقونه خوندي پاتې شي.

16/04/2026

د ماشومانو دښمن څوک دي؟

یوه ماشومه چې په ستوني کې یې هډوکی بند شوی و.د یوې کوچنۍ نجلۍ ناروغۍ د کندهار ټول طبي سیستم تر پوښتنې لاندې راوستی دی.دا...
12/04/2026

یوه ماشومه چې په ستوني کې یې هډوکی بند شوی و.
د یوې کوچنۍ نجلۍ ناروغۍ د کندهار ټول طبي سیستم تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
دا ستونزه یوازې په کندهار کې نه ده، بلکې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې هم شته. موږ داسې شفاخانې نه لرو چې دا ډول او ورته نورې ستونزې پکې حل شي. دولت او سوداګر باید په دې برخه کې ډېر کار وکړي.
دولت باید د تخصصي بستونو شمېر زیات کړي. موږ په هره ولسوالۍ کې شفاخانې او وسایل لرو، خو متخصصین نه لرو. یو منظم سیستم دې جوړ شي، څو دا ستونزه په اساسي ډول حل شي.

خبرداری، يادونه او ډاډګېرنه! که چېرې خدای مکړه په ګاونډ کې راډیو اکټیف اضطراري حالت را منځته شي، نو لومړی؛ خو وړانګې تر ...
07/04/2026

خبرداری، يادونه او ډاډګېرنه!

که چېرې خدای مکړه په ګاونډ کې راډیو اکټیف اضطراري حالت را منځته شي، نو لومړی؛ خو وړانګې تر دېرش کيلومتره شاو خوا چاپيريال ډېر اغېزمن کوي، خو تر ۳۰۰ کيلومتره پورې هم تلای شي، که باد، وريځ او باران وي ضررناکې وړانګې تر ۳۰۰ کيلو متره ور هاخوا هم تلای شي.

پداسې حالت کې هڅه وکړئ، په لومړيو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې په کور او يا هم ځمکتلونو (تهکاويو) کې پاتې شئ. که چېرې وريځ وي، باد او باران وشي، او تاسې دباندې ياست، نو کورته په رسېدو کالي بدل کړئ، ځانونه ومينځئ او هغه کالي بيا مه کاروئ.

د کورونو او موتړ کړکۍ بندې وساتئ، ايرکنډېشنونونه او د هوا تصفيې وسايل مړه کړئ. کړکيو ته نږدې مه کېنئ، تر اتلس کاله ټيټ ماشومان، اميدواره مېرمنې او ناروغان ډېرې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. که مو سر ګرځېدو، خوا مو را ګرځېده، بېحاله وئ؛ نو حتمن ځان ډاکټر ته ورسوئ. د ايران ټولې اټومي بټۍ له افغانستان څخه لرې دي، خو بيا هم احتياط ډېر پکار دی، په تېره بيا له ايران سره پر پوله ولايتونو وګړي دي، دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

- لطفاً دا خبره شريکه کړئ، کېدای شي، يوه وطنوال ته مو خير پکې ورسېږي، خدای دې هيڅ وطنوال نه خوږوي. آمين 🤲🏻

19/03/2026

د کوچني اختر مبارکي!
الله تعالی دې دا مبارکه ورځ درته له خوښیو، مینې او برکتونو ډکه کړي.
هیله ده چې ستاسو ژوند تل د خوشحالۍ، روغتیا او سوکالۍ نه ډک وي.
اختر مو مبارک شه!
ډاکټر عبید باور

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Obaid.Baweri posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Dr.Obaid.Baweri:

Share