Scientific Medical Institute/ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ

Scientific Medical Institute/ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ ساینسي د روغتيايي علومو انستیتیوت.
د هیواد په سطحه لومړی راجستر شوی انسټیټوټ.
ستاسو باور، زمونږ کامیابي.

د کادري پرسونل او استادانو د جذب خبرتیاساینسي د طبي علومو انسټیټوټ د راروان خزاني سمستر لپاره د خپل علمي او تدریسي بهیر ...
31/08/2026

د کادري پرسونل او استادانو د جذب خبرتیا

ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ د راروان خزاني سمستر لپاره د خپل علمي او تدریسي بهیر د لا پیاوړتیا په موخه، د لاندې مسلکي برخو له فارغانو څخه د کادري پرسونل او استادانو د ګمارنې په موخه غوښتنلیکونه مني.
🎓 د اړتیا وړ مسلکي برخې:
🔹 د طب پوهنځي څخه فارغ ډاکتر صاحبان
🔹 فارماسستان
🔹 د نرسنګ فارغان
🔹 د غاښونو د پروتیز فارغان
🔹 د طبي تکنالوژي فارغان
🔹 د دارالمعلمین فارغان؛ په ځانګړي ډول د کیمیا، بیولوژي، ریاضي، فزیک او ساینس برخو څخه
🔹 د کمپیوټر ساینس فارغان؛

د استخدام شرایط:
1. د افغانستان تابعیت ولري؛
2. په اړونده مسلکي برخه کې یې تحصیل کړی وي؛ او د خپلې تحصیلي رشتې فراغت سند (ډیپلوم) ولري؛
3. لږ تر لږه دوه کاله تدریسي او کاري تجربه ولري؛
4. د تدریس وړتیا، مسلکي مهارت او لازم علمي ظرفیت ولري؛
5. د انسټیټوټ له علمي، اداري او مسلکي اصولو سره ژمنتیا ولري؛
6. د وخت پابندي، ښه اخلاق او د مسؤولیت احساس ولري.

غوښتنلیکونه د روان ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې منل کیږي .

د تحریري ازموینې نیټه : د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې د میاشتې په ۱۷مه ،

د تقریري ازموینې ( انټرویو ) نیټه : د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې د میاشتې په ۲۰مه ،

ادرس: ننګرهار ولایت، جلال‌آباد ښار، دوهمه ناحیه، د میاعمر لېسې شاته، ( د رحیم غمزده کوڅه )

📞 د اړیکې شمېرې:
0730374882 | 0786656929 | 0770925626

📱 WhatsApp:
0730374882 | 0786656929

که پورته شرایط مو پوره وي او غواړئ زمونږ له تدریسي بهیر سره یوځای شئ، نو خپل اسناد او غوښتنلیک د انسټیټوټ ادارې ( ریسپشن ) ته وسپارۍ.

ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ
شل کلنه تدریسي او اداري تجربه، علم ،کیفیت او مسلکي روزنه

ساینسي د طبي علومو انسټیټيوټ د ۴۸مې تحصیلي دورې د کانکور ازموینه ترسره شوه :الحمدلله رب العالمین!ساینسي د طبي علومو انسټ...
31/08/2026

ساینسي د طبي علومو انسټیټيوټ د ۴۸مې تحصیلي دورې د کانکور ازموینه ترسره شوه :

الحمدلله رب العالمین!

ساینسي د طبي علومو انسټیټیوټ د ۴۸مې تحصیلي دورې د ورودي کانکور ازموینه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې په ۸مه، د یکشنبې په ورځ، سهار ۹:۰۰ بجې په منظم، شفاف او علمي چاپېریال کې ترسره شوه.

په دې ازموینه کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه سلګونو تنو د دولسمو ټولګیو فارغانو ګډون کړی و، چې د روغتیايي علومو په بېلابېلو مسلکي څانګو کې د خپلې تحصیلي راتلونکې د پیل لپاره یې ازموینه ورکړه.

د محترمو هیئتونو حضور :
د ازموینې د لا زیات شفافیت، اعتبار او علمي نظم په موخه، د :
🔹 خصوصي روغتیايي علومو د انسټیټيوټونو عمومي ریاست محترم استازي ښاغلي سهراب شفايي
🔹 د ننګرهار د IHS محترم استازي ډاکتر صاحب عبدالرحمان صافي
په حضور کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د رئیس او مؤسس وینا :
د ساینسي د طبي علومو انسټیټيوټ مؤسس او رئیس، ډاکتر شیرمحمد مومند، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د انسټیټيوټ د شلو کلونو علمي او مسلکي فعالیت، د روغتیايي کادرونو د روزنې، نظري او عملي زده‌کړو، مجهزو سکیل‌لبونو، لابراتوارونو او په دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د عملي زده‌کړو او ستاژونو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې علم، مسلکي مهارت، اخلاق، نظم او مسؤولیت د یوه بریالي روغتیايي کادر اساسي ځانګړنې وبللې او ټینګار یې وکړ چې مسلک باید د انسان د خدمت امانت وګڼل شي.

د کانکور د ازموینې بهیر :
د انسټیټیوټ د محصلانو چارو د مدیر څارنوال احسان الله ( رسولي ) او د انسټيټوټ استاد ډاکتر خوشحال نیاز له لوري ګډونوالو ته د ازموینې تخنیکي او اداري اړخونه تشریح شول او وروسته د کانکور ګډونوالو ته د ازموینې کارتونه، د پوښتنو او ځوابونو پاڼې ووېشل شوې.

ازموینه د انسټيټيوټ د مؤسس او رئیس، محترمو هیئتونو، استادانو او اداري مسؤولینو په حضور کې، په شفاف، منظم، علمي او فرهنګي چاپېریال کې ترسره شوه.
په پای کې د کانکور ازموینه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

ټولو هغو ګرانو ځوانانو ته چې د خپل مسلکي راتلونکي د جوړولو لپاره یې ساینسي انتخاب کړی، د بریا هیله کوو.

ساینسي د طبي علومو انسټیټيوټ؛ شل کاله علم، تجربه، کیفیت او اعتماد
ساینسي د طبي علومو انسټیټيوټ؛ علم، مهارت، اخلاق او خدمت

📢 وروستی فرصت! د ۱۴۰۵ کال خزاني کانکور🎓 ساینسي د طبي علومو انسټیټوټکه غواړئ خپل مسلکي راتلونکی د علم، مهارت او باوري مسل...
29/08/2026

📢 وروستی فرصت! د ۱۴۰۵ کال خزاني کانکور
🎓 ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ
که غواړئ خپل مسلکي راتلونکی د علم، مهارت او باوري مسلکي روزنې له یوه مخکښ بنسټ سره پیل کړئ؛ نو همدا نن او سبا، د کانکور تر ازموینې مخکې، د ثبت‌نام وروستی فرصت لرئ!
⏳ فرصت محدود دی!
🎁 ځانګړی تحصیلي تخفیف:
د راروان سمستر لپاره د نوي محصلینو په ملاتړ، د لومړي سمستر څلور تدریسي میاشتې په بشپړ ډول وړیا دي.
📝 د کانکور ازموینه:
📅 ۸ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
📌 یکشنبه
⏰ سهار ۸:۰۰ بجې
📚 د ثبت‌نام څانګې:
🔹 عالي نرسنګ
🔹 طبي تکنالوژي
🔹 فارمسي
🔹 د غاښونو پروتیز
نن او سبا ثبت‌نام وکړئ؛ د دې ځانګړي تحصیلي امتیاز څخه ګټه واخلئ او د خپل مسلکي راتلونکي لومړی ګام له ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ سره واخلئ!
ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ
شل کاله علم، تجربه، کیفیت او اعتماد

📢 وروستی فرصت! د ۱۴۰۵ کال خزاني کانکور🎓 ساینسي د طبي علومو انسټیټوټکه غواړئ خپل مسلکي راتلونکی د علم، مهارت او باوري مسل...
29/08/2026

📢 وروستی فرصت! د ۱۴۰۵ کال خزاني کانکور
🎓 ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ
که غواړئ خپل مسلکي راتلونکی د علم، مهارت او باوري مسلکي روزنې له یوه مخکښ بنسټ سره پیل کړئ؛ نو همدا نن او سبا، د کانکور تر ازموینې مخکې، د ثبت‌نام وروستی فرصت لرئ!
⏳ فرصت محدود دی!
🎁 ځانګړی تحصیلي تخفیف:
د راروان سمستر لپاره د نوي محصلینو په ملاتړ، د لومړي سمستر څلور تدریسي میاشتې په بشپړ ډول وړیا دي.
📝 د کانکور ازموینه:
📅 ۸ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
📌 یکشنبه
⏰ سهار ۸:۰۰ بجې
📚 د ثبت‌نام څانګې:
🔹 عالي نرسنګ
🔹 طبي تکنالوژي
🔹 فارمسي
🔹 د غاښونو پروتیز
نن او سبا ثبت‌نام وکړئ؛ د دې ځانګړي تحصیلي امتیاز څخه ګټه واخلئ او د خپل مسلکي راتلونکي لومړی ګام له ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ سره واخلئ!
ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ
شل کاله علم، تجربه، کیفیت او اعتماد

دوه ورځې تر کانکور ازموینې.
28/08/2026

دوه ورځې تر کانکور ازموینې.

28/08/2026
درې ورځې تر کانکور ازموینېنوم لیکنه جریان لري!
27/08/2026

درې ورځې تر کانکور ازموینې
نوم لیکنه جریان لري!

Address

جلال اباد ښار، دوهمه ناحیه،میاعمر لیسې شاته کوڅه ساینسي د طبي علومو انسټیتوټ
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 07:00 - 16:00
Tuesday 07:00 - 16:00
Wednesday 07:00 - 16:00
Thursday 07:00 - 16:00
Saturday 07:00 - 16:00
Sunday 07:00 - 16:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Scientific Medical Institute/ساینسي د طبي علومو انسټیټوټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share