نوى سيد جمال الدین افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • نوى سيد جمال الدین افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ

نوى سيد جمال الدین افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ Medical Institute | Medical College | Institute of Health Sciences

برحاله محصلینو د پام وړ! د نوى سید جمال‌الدین افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ ټولو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د ...
05/09/2026

برحاله محصلینو د پام وړ!

د نوى سید جمال‌الدین افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ ټولو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د خزانې سمستر درسي بهیر د سنبلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، یعنې سبا پیلېږي.

له ټولو محصلینو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې د خپلو درسي ټولګیو د منظم پیل لپاره پر ټاکلي وخت انسټیټیوټ ته حاضر شي او په درسي بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

درسې وختونه :
اوله دوره ( سهارنۍ) 8:00 بجې
دوهمه دوره ( غرمنۍ) 11:00 بجى
دريمه دوره ( ماسپښينۍ) 2:00 بجې

نن د نوى سيد جمال الدین افغان روغتیايي علومو انسټيټيوټ په انګړ کې د سلګونو تنو زده‌کوونکو څخه د کانکور ازموینه په منظم ا...
27/08/2026

نن د نوى سيد جمال الدین افغان روغتیايي علومو انسټيټيوټ په انګړ کې د سلګونو تنو زده‌کوونکو څخه د کانکور ازموینه په منظم او شفاف ډول واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خصوصي انسټيټيوټونو عمومي ریاست د پلاوي، د ننګرهار روغتیايي علومو انسټيټيوټ د پلاوي او د نوى سيد جمال الدین افغان روغتیايي علومو انسټيټيوټ د ازموینو کمېسیون د غړو په ګډه څارنه او همکارۍ ترسره شوه.

27/08/2026
27/08/2026

نوى سيدجمال الدين د روغتيايي علومو انسټيټيوټ دکانکور ازموينې ژوندى بهير

د ټولنې او وطن خدمت؛ زموږ ګډ مسؤولیت دا ټولنه پر موږ حق لري، او دا ګران وطن پر هر وګړي حق لري. د وطن خدمت یوازې په خبرو ...
26/08/2026

د ټولنې او وطن خدمت؛ زموږ ګډ مسؤولیت

دا ټولنه پر موږ حق لري، او دا ګران وطن پر هر وګړي حق لري. د وطن خدمت یوازې په خبرو نه؛ بلکې په اخلاص، مسوولیت، وخت او عمل ثابتېږي.

د نوي سید جمال‌الدین افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ اداري او مسلکي پرسونل هم هڅه کوي چې د خپل مسوولیت په چوکاټ کې د محصلانو ، ټولنې او هېواد د روښانه راتلونکي لپاره خپله دنده په صداقت ترسره کړي.

د شپې ۱۱:۰٢ دقیقې دي، خو د خدمت احساس لا هم ژوندی دی!
کله چې هدف د علم، تعلیم او خدمت وي؛ نو ستړیا معنا نه لري.

مهمه خبرتیا! نوى سید جمال‌الدین افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټکانکور ازموینهټولو هغو قدرمنو زده‌کوونکو ته چې غواړي د روغ...
26/08/2026

مهمه خبرتیا!

نوى سید جمال‌الدین افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ

کانکور ازموینه

ټولو هغو قدرمنو زده‌کوونکو ته چې غواړي د روغتیايي علومو په برخه کې مسلکي زده‌کړې پیل کړي، خبر ورکول کېږي چې سبا پنجشنبه د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.

وخت: سهار ۹:۰۰ بجې
ځای: شینواري لویه ولسوالۍ، مارکو بازار، جر غاړه اټوما پایې تر څنګ ، د شینواري نیمه لوړو زده‌کړو انسټیټیوټ تر څنګ.

📞 د معلوماتو او نوم‌لیکنې لپاره:
0730187727
0796920919

25/08/2026

د نوي سید جمال الدین افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ فارغ اسسټنټ ډاکټر حامد مومند!

دوهمه برخه په دې درنه غونډه کې هغو تکړه او هڅاند محصلينو ته، چې د خپلو زحمتونو، کوښښونو او علمي وړتياوو په پايله کې يې د...
24/08/2026

دوهمه برخه

په دې درنه غونډه کې هغو تکړه او هڅاند محصلينو ته، چې د خپلو زحمتونو، کوښښونو او علمي وړتياوو په پايله کې يې د ايګزيټ ازموينه په برياليتوب سره بشپړه کړې او د ممتازو محصلينو په کتار کې راغلي، ستاينليکونه او ارزښتناکې ډالۍ ووېشل شوې.

د وياړ او ستاينې له رنګونو ډکه ورځ! نن د نوى سيد جمال الدین افغان روغتیايي علومو انسټيټيوټ د ايګزيټ ازموينې د برياليو او...
24/08/2026

د وياړ او ستاينې له رنګونو ډکه ورځ!

نن د نوى سيد جمال الدین افغان روغتیايي علومو انسټيټيوټ د ايګزيټ ازموينې د برياليو او ممتازو محصلينو په وياړ ځانګړې ستاينغونډه جوړه شوه.

په دې درنه غونډه کې هغو تکړه او هڅاند محصلينو ته، چې د خپلو زحمتونو، کوښښونو او علمي وړتياوو په پايله کې يې د ايګزيټ ازموينه په برياليتوب سره بشپړه کړې او د ممتازو محصلينو په کتار کې راغلي، ستاينليکونه او ارزښتناکې ډالۍ ووېشل شوې.

دا غونډه يوازې د ستاينې مراسم نه وو؛ بلکې د هغو ځوانانو د زحمتونو د درناوي ښکلی انعکاس و، چې د علم، مسلک او روښانه راتلونکي لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

د ټولو برياليو او ممتازو محصلينو دې دا ستره لاسته راوړنه مبارک وي!

Address

Dist, Shinwar, Marko Bazaar, Behind Marko Jami Masjid
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 07:00 - 17:00
Tuesday 07:00 - 17:00
Wednesday 07:00 - 17:00
Thursday 07:00 - 17:00
Saturday 07:00 - 17:00
Sunday 07:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نوى سيد جمال الدین افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share