Nangarhar Regional Specialization Hospital ننګرهار سيمه ايز تخصصي روغتون

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • Nangarhar Regional Specialization Hospital ننګرهار سيمه ايز تخصصي روغتون

Nangarhar Regional Specialization Hospital ننګرهار سيمه ايز تخصصي روغتون وَ اِذَ مَرِضْتُ فَهُوَ یَشْفِیْن.

د ننګرهار عامې روغتیا رئيس د یوې لویې غونډې په ترڅ کې وستایل شو.چهارشنبه ۱۴۰۵/۰۷/۲۹د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ال...
21/10/2026

د ننګرهار عامې روغتیا رئيس د یوې لویې غونډې په ترڅ کې وستایل شو.
چهارشنبه ۱۴۰۵/۰۷/۲۹

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین الله شریف د حوزوي روغتون د پرسونل له لورې د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې چې پکې د عامې روغتیا ریاست کارکوونکو، د ولایت مقام، یونیسیف، روغتیا نړیوال سازمان او یو شمیر ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و، د تیرو څو کلونو خدمتونو ستاینه وکړه.

غونډه کې د حوزوي روغتون رئيس ډاکټر منصور ښاغلي د یاد روغتون په اړه معلومات ورکړل ویې ویل: ننګرهار حوزوي تخصصي روغتون ۱۶ وارډونه، ۶۲۳ بسترونه او ۹۰۵ تشکیل لري، چې ۲۴ ساعته خدمات پکې وړاندې کیږي، چې په اوسط ډول په میاشت کې ۹۵۰۰ ناروغان بستریږي، ۱۶۲۹ عادي او ۴۳۱ عملیاتي ولادتونه، ۷۵۶۰ ناروغانو ته تلویزوني معاینات، ۱۳۷۱ لوی عملیاتونه او شاوخوا ۹۰۰ د ترافیکي پيښو ټپيان ورته راوړل کیږي او دلته ورته ښه رسیدنه کیږي، نوموړي دغه راز د جدي مراقبت څانګې د لسو څخه شلو ته د ارتقا، د عملیات خونې اساسي رغونه، د کارکوونکو د معاشونو لوړول، د سرطان روغتون ایحاد او نورو پرمختګونه یادونه وکړه چې د عامې روغتیا د رئیس په هڅو ترسره شويدي.

غونډه کې د ولایت مقام کارپوه مولوي سمیع الله سمون هم وینا وکړه د عامې روغتیا ریاست د وروستیو پرمختګونو او روغتیاپالانو ستاینه یې وکړه چې په کمو امکاناتو یې لویې لاسته راوړنې درلودلي او ناروغانو ته یې غوره خدمات وړاندې کړیدي، هغه د ولایت مقام د همکارۍ او په چارو کې د ملاتړ ډاډ هم ورکړ.

په غونډه کې نورو ویناوالو د کار او ټولنیزو چارو رئیس، د امنیه قومندانۍ استازي، د یونیسیف مسول ابراهیم خلیل کونټي، د سرطان روغتون امر داکټر میرویس شاهین، د کوچنیانو وارډ مشر ډاکټر واحدالله حبیبي هم خبرې وکړې د عامې روغتیا د رئیس هڅې او کوششونو یې بې سارې وبلل او د نوموړي ستاینه یې وکړه.
د عامې روغتیا رئیس ښاغلي شریف د روغتیا پالانو مننه وکړه چې دده هڅې یې وستایلې، ویې ویل ټولې لاسته راوړنې یې د خپل ټیم او روغتیاپالانو په مرسته ترسره کړي او ولس ته د غوره او با کیفیته روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره به خپلې هڅې لا کړندۍ کړي.

د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون د سرپرستارانو او IPC میاشتنی مجلس ترسره شویکشنبه، ۱۴۰۵/۰۷/۲۶د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغ...
18/10/2026

د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون د سرپرستارانو او IPC میاشتنی مجلس ترسره شو
یکشنبه، ۱۴۰۵/۰۷/۲۶
د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون د سرپرستارانو او IPC (د انتاناتو مخنیوي او کنټرول) میاشتنی مجلس د روغتون د رئیس، متخصص ډاکټر منصور، په مشرۍ ترسره شو.
په یاد مجلس کې د روغتون سرطبیب ډاکټر محمد اصیل شیرزاد، د نرسنګ مدیر ډاکټر اجمل شیرزاد، دانتان دمخینوی مسوؤل ډاکتر محمد فرید صافي، د څانګو امرینو او سرپرستارانو ګډون کړی و.
په مجلس کې د طبي وسایلو پر سمه کارونه او ساتنه، له ناروغانو او پایوازانو سره د روغتیايي پرسونل د ښه چلند، پر وخت حاضري، د نوکریوالۍ د منظم ترسره کولو او د روغتون د وارډونو د پاکوالي پر مراعتولو ټینګار وشو.

د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون ټرېنر متخصص د عصبي جراحۍ نړیوال معتبر کتاب «ګرین برګ» پښتو ته وژباړه او چاپ کړسه شنبه ۱۴...
13/10/2026

د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون ټرېنر متخصص د عصبي جراحۍ نړیوال معتبر کتاب «ګرین برګ» پښتو ته وژباړه او چاپ کړ
سه شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱

د ننګرهار سیمه اییز تخصصي روغتون د جراحی عصب څانګي ټرینر رنځوریار ډاکټر حامد شیر شینواري د «ګرین برګ عصبي جراحي» کتاب پښتو ته وژباړه او چاپ یی ګړی نوموړی خپل چاپ شوی کتاب یوه نسخه دروغتون رئیس متخصص ډاکټر منصور ښاغلی ته په خپل کاری دفتر کی ډالی کړه دروغتون رئیس ښاغلي شینورای ته دیاد کتاب د پښتو ژباړې او چاپ له امله مبارکي وویله او دغه علمي هڅه یې د طبي زده کړو او مسلکي ودې لپاره ارزښتناکه وبلله.
د ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون ریاست د خپلو ډاکټرانو علمي، څېړنیزو او تألیفي فعالیتونو ملاتړ کوي او باور لري چې په ملي ژبو د معتبرو طبي سرچینو ژباړه د ځوانو ډاکټرانو، ټرېنيانو او محصلینو لپاره د علم د لا اسانه لاسرسي مهم ګام دی.

د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون د وینې بانک سره د ۲۵۰ پاکټه وینې مرسته وشوه۱۴۰۵/۷/۱۳چهارشنبه  د ننګرهار د عامې روغتیا رئ...
07/10/2026

د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون د وینې بانک سره د ۲۵۰ پاکټه وینې مرسته وشوه
۱۴۰۵/۷/۱۳چهارشنبه
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف په هڅو د عامې روغتیا وزارت د مرکزي وینې بانک له لوري د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون د وینې بانک سره د۲۰۰ پاکټه pack RBC وینې مرسته وشوه.
یاده مرسته دروغتون دوینی بانک امر ډاکتر نورزاد خان همت او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کي په رسمي ډول تسلیم شوه.
د دې مرستې موخه دروغتون د وینې بانک د اړتیاوو پوره کول او د بېړنیو، جراحي او بستر ناروغانو لپاره پر وخت د وینې برابرول دی

د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون ته د 38زره ډالرو په ارزښت لباس ورکړل شو.چهارشنبه ۱۴۰۵/۰۷/۱۵یونیسیف د ننګرهار سیمه ییز تخ...
07/10/2026

د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون ته د 38زره ډالرو په ارزښت لباس ورکړل شو.
چهارشنبه ۱۴۰۵/۰۷/۱۵

یونیسیف د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون ته30زره جوړې د روغتون رسمي لباس چې قیمت یې 38زره 318 ډالر کیږي ورکړل.

دغه مرسته د عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین الله شریف او ختیځ کې د روغتیا برخې کارکوونکي ډاکټر مصطفی کاظم په حضور کې د روغتون مسولینو ته وسپارل شوه.

د عامې روغتیا رئیس روغتیایي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې ټول باید د روغتون ځانګړی لباس پر تن ولري تر څو مسلکیتوب اصل عملي او همدارنګه حفظ الصحه هم مراعت شي.

د WORLD مؤسسې ولایتي مسؤول او د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون رئیس د شپنۍ نوکریوالۍ له چارو څخه لیدنه وکړهدوشنبه۱۳/۷/۱۴۰...
06/10/2026

د WORLD مؤسسې ولایتي مسؤول او د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون رئیس د شپنۍ نوکریوالۍ له چارو څخه لیدنه وکړه

دوشنبه۱۳/۷/۱۴۰۵

تېره شپه ناوخته د WORLD مؤسسې ولایتي مسؤول ډاکټر عزیزالرحمن صافي د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون رئیس متخصص ډاکټر منصور ښاغلي د فارمیسي مسؤول ډاکټر عزیزالله رودوال اداري معاون زهیر احمد عثماني او عمومي نوکریوال په ملتیا د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون له رواني او داخله او اطفالو څانګو څخه د شپنۍ نوکریوالۍ د چارو د څارنې په موخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د ناروغانو وضعیت له نږدې وڅېړل شو د نوکریوالانو د حاضرۍ لېستونه وکتل شول چې ټول نوکریوالان پر خپلو دندو حاضر وه همدارنګه د ناروغانو دوسیې راجستر کتابونه او اړوند اسناد هم وڅېړل شول

د روغتیایي پرسونل له وړاندې شوو خدمتونو څخه ستاینه وشوه او د موجوده ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

یاده لیدنه د روغتیایي خدمتونو د کیفیت د لا ښه والي، د پرسونل د حاضرۍ د څارنې او ناروغانو ته د پر وخت او معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ترسره شوه.

دننګرهار عامې روغتیا رئیس د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون خدمات وڅارلیکشنبه۱۴۰۵/۰۷/۱۲د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس الحاج ...
04/10/2026

دننګرهار عامې روغتیا رئیس د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي روغتون خدمات وڅارل

یکشنبه۱۴۰۵/۰۷/۱۲

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین‌الله شریف چی پر مهال یی روغتون رئیس متخصص ډاکتر منصور ښاغلي د اکمال تخصص آمر ډاکتر عبدالهادي عربزي چوپان هم موجود وه د روغتون د مختلفو څانګو له شفانو او ټرېنر استادانو سره ناستې ترسره کړې.

په دې ناستو کې د روغتون د بېلابېلو څانګو مسؤلینو خپلې ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې، چې د عامې روغتیا رئیس یې د حل په موخه د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي شریف د روغتون د مسؤلینو په ملتیا د بېلابېلو څانګو له وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو څخه له نږدې څارنه وکړه، د خدماتو بهیر یې وارزاوه، موجودې ستونزې او نیمګړتیاوې یې مشخصې کړې او اړوندو مسؤلینو ته یې د ستونزو د حل او د خدماتو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

ننګرهار کې ترافیکې پیښې 15 تنو ته مرګ ژوبله اړولې.پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۰۹د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون ته د بټي کوټ ولسوالۍ ...
01/10/2026

ننګرهار کې ترافیکې پیښې 15 تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۰۹

د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون ته د بټي کوټ ولسوالۍ څلورم فارم ساحه کې د یوې ترافیکې پیښې څخه ۱۳ تنه ټپیان او ۲ جسدونه راوړل شوي دي.

ټپیان روغتون کې تر درملنې لاندې دي او ټول امکانات ورته برابر شوي دي.
یاد موټر د غز لویې ونې سره ټکر شوی و.

د کابل جلال اباد په لویه لاره ترافیکې پيښې څخه 23 تنه ټپیان حوزوي روغتون ته راوړل شوي.د ننګرهار عامې روغتیا رئیس الحاج م...
28/09/2026

د کابل جلال اباد په لویه لاره ترافیکې پيښې څخه 23 تنه ټپیان حوزوي روغتون ته راوړل شوي.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین الله شریف چې د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر منصور ښاغلی او نور مسولین هم ورسره و، د روغتون په عاجله خونه کې د ټپیانو د وضعیت پوښتنه وکړه.
نوموړي روغتیاپالانو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو عاجله درملنه وکړي، لازمې اسانتیاوې او امکانات ورته برابره کړي.
د یادو ټپیانو له جملې د 2 تنو وضعیت وخیم دی.

د دندې اعلاند بست عنوان: د داخلې متخصصتعداد: ۲تنهد دندې ځای: د ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون
23/09/2026

د دندې اعلان
د بست عنوان: د داخلې متخصص
تعداد: ۲تنه
د دندې ځای: د ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون

Address

3rd Phase, Marastoon Square, Nangarhar
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nangarhar Regional Specialization Hospital ننګرهار سيمه ايز تخصصي روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share