13/06/2026
د جون ۱۳مه، د البینیزم (Albinism) د پوهاوي نړیواله ورځ!
البینیزم (Albinism) څه شی دی؟
Albinism البینیزم یوه ارثي (جنیټیکي) ناروغي ده چې په کې د بدن د رنګ جوړونکي مادې (Melanin) تولید کم یا نه وي. د همدې له امله د پوستکي، ویښتانو او سترګو رنګ ډیر روښانه وي.
د البینیزم لاملونه
د مور او پلار څخه د جینونو له لارې انتقالیږي.
عموماً هغه وخت رامنځته کیږي چې ماشوم د دواړو والدینو څخه غیرنورمال جین ترلاسه کړي.
ساري ناروغي نه ده او له یوه کس څخه بل ته نه انتقالیږي.
ډولونه
Oculocutaneous Albinism (OCA) – پوستکی، ویښتان او سترګې اغېزمنوي.
Ocular Albinism (OA) – زیاتره یوازې سترګې اغېزمنوي.
نښې او علایم
سپین یا ډیر روښانه ویښتان.
سپین یا ډیر روښانه پوستکی.
د سترګو رنګ روښانه (آبي، خړ یا نسواري).
د لمر وړانګو ته حساسیت.
د لید کمزوري.
د سترګو غیرارادي حرکت (Nystagmus).
کږه کتنه (Strabismus).
تشخیص
فزیکي معاینه.
د سترګو معاینه.
جنیټیک ازموینې.
ستونزې
د لمر سوځیدنه.
د پوستکي د سرطان خطر زیاتوالی.
د لید ستونزې او کمزوری بینايي.
درملنه
البینیزم بشپړه درملنه نه لري، خو لاندې تدابیر مرسته کوي:
د لمر ضد کریم (SPF ≥ 30) استعمال.
خولۍ، عینکې او محافظتي جامې اغوستل.
د سترګو مناسبې عینکې.
د سترګو منظم معاینات.
د پوستکي منظم معاینات.
آیا د البینیزم ناروغان عادي ژوند کولی شي؟
هو، د مناسبې ساتنې او طبي څارنې سره د البینیزم لرونکي کسان کولی شي عادي او سالم ژوند، زده کړې او کار ولري.
د مخنیوي لار
د ناروغۍ مخنیوی ممکن نه دی، ځکه ارثي ناروغي ده؛ خو د کورنۍ د سابقې په صورت کې د جنیټیک مشورې اخیستل ګټور وي..
Med Info By Dr Sajjad