SAFI Health clinic

SAFI Health clinic CARE & CURE

  Feet Syndromeد پښو د تلو سوځیدل یا *Burning Feet Syndrome چې په طبي سیندونو کې ورته د ګریرسبن-ګوپالن سنډروم یا Grierso...
17/07/2026

Feet Syndrome
د پښو د تلو سوځیدل یا *Burning Feet Syndrome چې په طبي سیندونو کې ورته د ګریرسبن-ګوپالن سنډروم یا Grierson-Gopalan Syndrome* هم ویل کیږي یو داسې کلینیکي سنډروم دی چې ناروغ پکې په پښو کې د شدید تودوخې او سوځیدنې احساس کوي. دا حالت اکثرا په هغو کسانو کې چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو څخه پورته وي ډیر لیدل کیږي او ډیری وخت د شپې لخوا شدت پیدا کوي.

۱. د پښو د تلو سوځیدل څه ډول یو حالت دی؟
دا کومه ځانګړې ناروغي نه ده، بلکې یو کلینیکي نښه Symptom ده چې د نیوروپاتي (د اعصابو د تخریب یا التهاب) ښکارندویي کوي. ناروغان اکثرا د لاندې نښو شکایت کوي:
د پښو په تلو کې د اور په څیر د سوځیدو احساس چې کله ناکله تر پنډیو Calves پورې هم رسیږي.
خارښت، مېږی مېږی کیدل Paresthesia او د بې حسۍ احساس.
د لمس په وړاندې د حِس زیاتوالی Hyperesthesia.
د شپې لخوا د درد او سوځیدو سختیدل، چې د ناروغ خوب ګډوډوي.
۲. مهم علتونه Etiology
د پښو د تلو د سوځیدو علتونه په څو عمده کټګوریو ویشل کیږي:
الف: نیوروپاتیک علتونه Neuropathic Causes
1. شکرې ناروغي Diabetic Neuropathy:
دا تر ټولو عام علت دی. په وینه کې د قند دوامداره لوړوالی د وړو رګونو او اعصابو د زیانمنیدو لامل ګرځي.
2. الکولي نیوروپاتي Alcoholic Neuropathy:
د الکولو ډیر کارول په مستقیم ډول اعصابو ته زیان رسوي او د بېلا بېلو ویټامینونو د جذب مخه نیسي.
3. د ویټامینونو کمښت (Nutritional Deficiencies):
په ځانګړي ډول د ویټامینB12,B6 ,B1Thiamine او د فولیک اسید کمښت.
4. د پښتورګو یا جگر عدم کفایه Uremic Neuropathy:
په بدن کې د یوریا او نورو توکسیکو موادو راټولیدل اعصاب تخریبوي.
5. د تایرایډ غدې سستي Hypothyroidism:د هورمونونو کمښت د مایعاتو د راټولیدو او پر اعصابو د فشار راوړلو لامل کیږي.
ب: میخانیکي او محلي علتونه Mechanical Causes
1. د تارسل ټنل سنډروم Tarsal Tunnel Syndrome: د پښې په بند Ankle کې د ټیبیال عصب Tibial Nerve تر فشار لاندې راتلل.
2.نامناسب بوټان او فزیکي فشار:
د سختو، تنګو یا داسې بوټانو کارول چې پر اعصابو فشار راوړي.
ج: نور سیستماتیک علتونه
د کیموتراپي Chemotherapy د درملو جانبي عوارض.
عفوني ناروغۍ لکه HIV، د ګیلو بارې سنډروم Guillain-Barré Syndrome او واسکولایټس Vasculitis.
اریتروملالجیا Erythromelalgia – یو نادر عصبي-وعایي حالت دی.
۳. د تشخیص لارې چارې Diagnostic Approach
د سم تشخیص لپاره باید لاندې کلینیکي او پاراکلینیکي پړاوونه ترسره شي:
بشپړ تاریخچه او فزیکي معاینه Anamnesis & Physical Exam: د درد د څرنګوالي، د خوب د کیفیت، د رژیم، او د شکرې یا الکولو د تاریخچې پوښتنه. د پښو د حس، رفلکسونو او د شریانونو د ضربان Pulses چک کول.
لابراتواري معاینات Laboratory Tests:
د وینې د شکر معاینه او HbA1c د شکرې د تشخیص لپاره.
* په وینه کې د Vitamin B12 او فولیک اسید کچه.
د پښتورګو معاینات (BUN, Creatinine).
د تایرایډ غدې هورمونونه TSH, Free T4.
د وینې بشپړ معاینه (CBC) او د ځیګر ټسټونه.
الیکتروفزیولوژیکي معاینات Electrophysiological Studies
د عصب د انتقال سرعت معاینه NCV - Nerve Conduction Velocity او د عضلاتو ګراف (EMG). دا معاینات د لویو عصبي ریښو زیان مشخصوي که څه هم په Small Fiber Neuropathy کې ممکن دا نارمل وي.
د پوستکي بایوپسي Skin Biopsy:د پوستکي د وړو اعصابو د تراکم Intraepidermal Nerve Fiber Density د معلومولو لپاره.
۴. درملنه او مدیریت Treatment & Management
درملنه په دوو برخو ویشل کیږي: اساسي د علت له منځه وړل او نښه ایزه سیمپتوماتیک.
الف: د اساسي علت درملنه Etiological Treatment
په شکرې ناروغانو کې د وینې د قند دقیق کنټرول.
د ویټامینونو د کمښت په صورت کې دVitamin B-Complex په ځانګړي ډول B12 تزریقي یا فمي توصیه کول.
د الکولو د کارولو په بشپړ ډول بندول.
د تایرایډ د کم کارۍ لپاره د لایوتایروکسین Levothyroxine تجویز.
ب: د درد او سوځیدو نښه ایزه درملنه Pharmacotherapy
د عادي مسکنونو (لکه NSAIDs) کارول پدې حالت کې ډیر اغیزمن نه دي. پرځای یې لاندې درمل توصیه کیږي:
1.نټي کنولسنټ یا د تشنج ضد درمل (Anticonvulsants):
ګاباپینټین Gabapentin د ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ ملي ګرامه پورې د شپې لخوا پیل کیږي او د اړتیا په صورت کې په تدریجي ډول لوړیږي.
پریګابالین Pregabalinد ۷۵ ملي ګرامه څخه پیل کیږي.
2. د خپګان ضد درمل (Antidepressants):*
ټرای سایکلیک الکولیډونه لکه امي ټریپټیلین Amitriptyline – د ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي ګرامه پورې د خوب پر مهال.
د سیروټونین او نورایپینفرین بیابیا جذبونکي (SNRIs) لکه ډولوکسیټین Duloxetine.
3.موضعي درملنې Topical Treatments:
د کیپسیسین کريم Capsaicin cream.
د لیدوکایین پیچونه Lidocaine patches.
ج: غیر دارویي او ملاتړي سپارښتنې (Non-Pharmacological)
د خوب څخه وړاندې د پښو ایښودل په سړو اوبو کې (هیڅکله باید یخ یا ډیرې یخې اوبه ونه کارول شي، ځکه د اعصابو د زیان د ډیریدو لامل کیږي).
د پښو لوړ ساتل د خوب پر مهال.
د ارامه، ارګونومیک او پنبې څخه جوړو شویو جرابو او بوټانو کارول.
د پښو نرم مالش (ماساژ) چې د وینې جریان ښه کوي.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when SAFI Health clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share