شفاء عظیم روغتون - Shifa Azim Hospital

شفاء عظیم روغتون - Shifa Azim Hospital Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from شفاء عظیم روغتون - Shifa Azim Hospital, Medical and health, jalal abad, Jalalabad.

شفاء عظیم روغتون 🏥
باوري درملنه، سالمه ټولنه
معیاري او عصري روغتیايي خدمتونه د مجربو ډاکټرانو تر څارنې لاندې
📍 پته: مرستون څلور لارې، درېیمه ناحیه، جلال آباد، افغانستان

سپین غر زون د دویم ځل لپاره د لېسټ اې سیالیو اتلولي وګټلهد افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کورني کرکټ اړوند د زونونو په کچ...
04/06/2026

سپین غر زون د دویم ځل لپاره د لېسټ اې سیالیو اتلولي وګټله
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کورني کرکټ اړوند د زونونو په کچه د نهم پړاو لېسټ اې (یو ورځنیو) سیالیو اتلولي د سپین غر زون لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
سپین غر زون لوبډلې د دغو سیالیو په زړه راښکونکې پایلوبه کې د امو زون لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې د دویم ځل لپاره د لېسټ اې سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړ.
شفاء عظیم روغتون د سپین غر زون لوبډلې، د افغانستان کرکټ بورډ او ټولو دکرکټ مینه‌والو ته د دې سترې بریا مبارکي وړاندې کوي. شفاء عظیم روغتون د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د سپورټ، ځوانانو او ملي لاسته راوړنو ملاتړ خپل مسؤلیت ګڼي او تل به د هېواد د پرمختګ او بریاوو ترڅنګ ولاړ وي.

ایا تاسو پوهېږئ اندوسکوپي څه شی ده؟اندوسکوپي (Endoscopy) یوه طبي معاینه ده چې په وسیله یې ډاکټر د هاضمې جهاز (مری، معده ...
04/06/2026

ایا تاسو پوهېږئ اندوسکوپي څه شی ده؟
اندوسکوپي (Endoscopy) یوه طبي معاینه ده چې په وسیله یې ډاکټر د هاضمې جهاز (مری، معده او د کوچنیو کولمو لومړنۍ برخه) په مستقیم ډول ګوري.
اندوسکوپ یو نرم او انعطاف منونکی نل (تیوب) دی چې په سر کې یې کوچنۍ کامره نصب شوې وي. دا د خولې له لارې مری، معدې او کوچنیو کولمو ته داخلیږي او د هاضمې ناروغیو په دقیق تشخیص او ځینو مواردو کې په درملنه کې مرسته کوي.
که تاسو او یا ستاسو په کورنی او چم ګاونډ کې داسې ناروغان شتون ولري نو شفا عظیم روغتون تاسې لپاره یو معلوم ادرس دی.
ډاکټر جمال الدین منیر د انډسکوپي متخصص
د رنځورو وطنوالو په خدمت کی دی.
د مراجعې وخت:
هره جمعه، له سهار ۸:۳۰ بجو څخه تر ماښام ۵:۰۰ بجو پوری
اړیکه:
0782222005 / 0702050835

پته: مرستون څلور لاری، د غلام محمد څلورلاری په لور غزیدلی سرک، درېیمه ناحیه، جلال‌آباد افغانستان.

د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو ستره پایلوبه سبا ترسره کېږيشفاء عظیم روغتون، د ورزش او ورزشکاران...
03/06/2026

د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو ستره پایلوبه سبا ترسره کېږي

شفاء عظیم روغتون، د ورزش او ورزشکارانو د روغتیا د ملاتړ په موخه، ددی جام لېسټ اې (یو ورځنیو) سیالیو په دې ستر ټورنمنټ کې د روغتیايي همکار په توګه برخه لري.

ټاکل شوې ده چې د دې سیالیو ستره پایلوبه سبا د پنجشنبې په ورځ د سپین غر زون او امو زون لوبډلو ترمنځ د سهار په ۹:۰۰ بجو د ننګرهار ولایت په Ghazi Amanullah Khan Cricket Stadium کې ترسره شي.

شفاء عظیم روغتون د لوبغاړو، تخنیکي چارواکو او د لوبې د ګډونوالو لپاره د اړینو روغتیايي خدمتونو او بېړنیو طبي اسانتیاوو د وړاندې کولو بشپړ چمتووالی لري.

د کرکټ له ټولو مینه والو څخه هیله کېږي چې لوبغالي ته په راتګ سره د دې په زړه پورې پایلوبې ننداره وکړي او د خپلې خوښې لوبډلې ملاتړ وکړي.

شفاء عظیم روغتون د ورزشکارانو د روغتیا باوري او ډاډمن مرکز.

کارمندنى خبرتيا
02/06/2026

کارمندنى خبرتيا

د زونونو په کچه اي انډ جام لېسټ اې - یو ورځنۍ سوپر کولا سیالۍ  څلورمه لوبه کې د بست زون او  مس عینک زون يو څو  انځورونه.
21/05/2026

د زونونو په کچه اي انډ جام لېسټ اې - یو ورځنۍ سوپر کولا سیالۍ

څلورمه لوبه کې د بست زون او مس عینک زون يو څو انځورونه.

دمبارکۍ پیغامشفاء عظیم روغتون نوښګتر او بنسټګر  او د روغتون پرسونل  د خصوصي روغتونونو  د اتحادیې مشرتابه عصبي جراحۍ تکړه...
21/05/2026

دمبارکۍ پیغام
شفاء عظیم روغتون نوښګتر او بنسټګر او د روغتون پرسونل د خصوصي روغتونونو د اتحادیې مشرتابه عصبي جراحۍ تکړه او پیاوړی متخصص ډاکټر احمد عبید مجددي د ټاکنی په پار ، نوموړي ته د مبارکی مراتب وړاندی کوي.
احمد عبید مجددي تہ د ټاکنې هرکلی کوي او نوموړي ته یې د اتحادیې په چارو کې د بریا او لاسته راوړنو هیله څرګنده وي.
هیله ده چې د نوموړي په مشرۍ به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د ډاکټرانو ترمنځ د همغږۍ او د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.

20/05/2026

حسن عیسی‌خېل؛ د بند‌امیر د بریا اصلي اتل او ګېم چینجر!
د e& لیسټ اې ۲۰۲۶ په روانو سیالیو کې، د بند‌امیر ځوان او تکړه اوپنر حسن عیسی‌خېل یو ځل بیا خپله وړتیا ثابته کړه.
نوموړي د سپین‌غر په وړاندې په پرونۍ حساسه لوبه کې خورا مسؤلانه لوبه وکړه او په ۱۰۹ توپونو د ۷۱ مهمو منډو په جوړولو سره یې د خپلې لوبډلې په بریا کې تر ټولو مهم رول ولوباوه. د حسن دغه سخته او زړوره توپوهنه د لوبې اصلي ګېم چینجر (برخلیک ټاکونکې) وه.
د هېواد د دغه ځوان ستوري د لا زیاتو ځلېدو په هیله!

د اتلانو روغتیا، زموږ  لومړیتوب دی!په ننګرهار کې د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د پېل سره سم، شفاء عظیم روغتون په هره برخه ک...
18/05/2026

د اتلانو روغتیا، زموږ لومړیتوب دی!
په ننګرهار کې د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د پېل سره سم، شفاء عظیم روغتون په هره برخه کې د هېواد د ملي کرکټ او اتلو ملي لوبغاړو کلک ملاتړ کوي.
شفاء عظیم روغتون د عصري طبي ټیکنالوژۍ او تکړه متخصصینو په لرلو سره، د هېواد د ویاړلو ملي لوبغاړو د فزیکي ځواک، سلامتیا او روغتیا په ساتنه کې تل مخکښ دی او په هر ګام کې ورسره ولاړ دی.
د هېواد د اتلو ورزشکارانو روغتیا، زمونږ د پیاوړی تخصصی خدماتو له لومړیتوبونو څخه دی.
پته: مرستون څلور لاری، د غلام محمد څلورلاري په لور غزیدلی سرک، درېیمه ناحیه، جلال‌آباد – افغانستان.
اړیکه:
0782222005 / 0702050835
برېښنالیک:
[email protected]

د دندې خبرتیاشفاء عظیم روغتون د خدماتو د پراختیا او هیوادوالو ته د غوره روغتیایي اسانتیاوو برابرولو په موخه، په لاندې بر...
10/05/2026

د دندې خبرتیا
شفاء عظیم روغتون د خدماتو د پراختیا او هیوادوالو ته د غوره روغتیایي اسانتیاوو برابرولو په موخه، په لاندې برخو کې په شرایطو برابر دوه تنه متخصصین په دنده ګماري:
بستونه: د داخله ناروغیو متخصصین (Internal Medicine Specialists)
تعداد: ۲ بسته
اړین شرایط:
۱. د تخصص سند لرل (داخله برخه کې).
۲. په اړونده برخه کې لږ تر لږه ۲ کاله کاري تجربه.
۳. له ناروغانو سره ښه چلند او مسلکي اخلاق.
دغوښتنلیک وروستۍ نېټه:
۱۴۰۵/۰۲/۳۰
ایمیل:
[email protected]
د اړیکو شمېره / واټساپ:
0782222005
ادرس:دچهارهی مرستون اوچهارهي غلام محمد ترمینځ شفاء عظیم روغتون، جلال اباد

شفاء عظیم روغتون د وړتیا، صداقت او مسلکیتوب ارزښتونو ته ژمن دی

Address

Jalal Abad
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شفاء عظیم روغتون - Shifa Azim Hospital posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share