Spinghar Momand Curative Hospital سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • Spinghar Momand Curative Hospital سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون

Spinghar Momand  Curative Hospital  سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون 24 ساعته خدمتونه.
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه!

د زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې خدمتونه!سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) د مجرب...
13/09/2026

د زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې خدمتونه!

سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) د مجربو داخلي او بهرنیو متخصصینو پر مټ، د زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې لاندې تخصصي او معیاري خدمات وړاندې کوي:

• الکترو کارډیوګرافي (ECG)
• ایکو کارډیو ګرافي (Echocardiography)
• انجیو ګرافي (Angiography)
• انجیوپلاستي او سټنټ ایښودنه (PTCA & Stenting)
• زړه ته د موقتي بټرۍ نصب (Temporary Pacemaker)
• زړه ته د دایمي بټرۍ نصب (Permanent Pacemaker)
• د قلبي حملې (Heart Attack) او نورو بېړنیو قلبي حالاتو درملنه
• د زړه د مزمنو ناروغیو تخصصي او منظمه درملنه

د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه!

ډېری ناروغۍ په لومړيو پړاوونو کې هېڅ څرګندې نښې نه لري، خو د وينې بشپړه معاينه (Complete Blood Check-up) کولی شي د ځینو ...
09/09/2026

ډېری ناروغۍ په لومړيو پړاوونو کې هېڅ څرګندې نښې نه لري، خو د وينې بشپړه معاينه (Complete Blood Check-up) کولی شي د ځینو ناروغیو په وخت تشخيص کې مرسته وکړي.
سپارښتنه:
هر شپږ مياشتې وروسته د وينې بشپړه معاینه ترسره کړئ، ترڅو خپله روغتيا وڅارئ.

اغا محمد درويش د لابراتوار څانګې مسؤل
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه

د اپلاسټیک انیمیا په اړه علمي سمینار وړاندې شوسه شنبه، ۱۴۰۵/۶/۱۷سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د طب...
08/09/2026

د اپلاسټیک انیمیا په اړه علمي سمینار وړاندې شو

سه شنبه، ۱۴۰۵/۶/۱۷
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د طبي ټکنالوژۍ پوهنځي محصلینو هر یو محمد آصف صمیم، عبدالرحیم او نازک ولي د اپلاسټیک انیمیا (Aplastic Anemia) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې کړ.

یادو محصلانو دا سمینار د ژوري هیئت غړو په شتون کې وړاندې کړ، چې پر مهال یې د موضوع پېژندنه، لاملونه، نښې او علایم، لابراتواري تشخیص، تفریقي تشخیص او د درملنې لارې چارې تشریح کړې او د CBC، Peripheral Blood Smear، Bone Marrow Aspiration/Biopsy او د درملنې په برخه کې یې د حمایوي درملنې، وینې انتقال او Bone Marrow Transplant په اړه هم مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

د ژوري هیئت غړو هر یو استاد آغام محمد دروېش او ټکنالوجېست اکرام الله صادق یاد سمینار مثبت ارزیابي کړ او وړاندې کوونکو محصلانو د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه

قوي مؤمن د کمزوري مؤمن په پرتله الله ته غوره او ډیر محبوب دی.(صحیح مسلم 2664)د نشراتو مدیریت
08/09/2026

قوي مؤمن د کمزوري مؤمن په پرتله الله ته غوره او ډیر محبوب دی.
(صحیح مسلم 2664)

د نشراتو مدیریت

د (CRP) پېژندنه او تشخیصیه میتودونو په اړه علمي سمینار وړاندې شویکشنبه، ۱۴۰۵/۶/۱۵سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او ت...
06/09/2026

د (CRP) پېژندنه او تشخیصیه میتودونو په اړه علمي سمینار وړاندې شو

یکشنبه، ۱۴۰۵/۶/۱۵
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون د طبي ټکنالوژۍ پوهنځي محصلینو هر یو احسان الله، فرمان الله او عرفان الله د CRP تر عنوان لاندې علمي سمینار د ژوري هیئت غړو په شتون کې وړاندې کړ.

د CRP پېژندنه، دنده، د تولید میکانیزم، د CRP او ESR ترمنځ توپیرونه، د CRP ټسټ اساس، د اړتیا وړ وسایل او مواد، د وینې د نمونې چمتو کول، د CRP ټېسټ د اجراء کولو توصیفي او مقداري میتودونه او د CRP او hs-CRP نورمال حدونه، هغه موضوعات دي چې د سمینار په جریان کې په هر اړخیز ډول تشریح شول.

همدارنګه د Latex Agglutination پر بنسټ د CRP ټسټ د ترسره کولو اصول، د ناروغ د سیروم او کنټرولونو کارول، د ټېسټ د پایلو ارزونه او د Agglutination له لارې د مثبتې او منفي پایلې تشخیص، د CRP او ESR ترمنځ توپیرونه، د التهاب او انتان په صورت کې د CRP د کچې بدلون او د CRP د تولید میکانیزم په اړه مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.

د ژوري هئیت غړو هر یو استاد آغا محمد دروېش او زبیر احمد حبیب زي یاد سمینار ګټور وباله او له نورو ستاژرانو یې وغوښتل چې د خپلو علمي او مسلکي وړتیاوو د لا پیاوړتیا لپاره په ورته موضوعاتو سمینارونه برابر او وړاندې کړي.

د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه

د RVG اکسرې په اړه یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندې شوسه شنبه، ۱۴۰۵/۶/۱۰سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غ...
01/09/2026

د RVG اکسرې په اړه یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندې شو

سه شنبه، ۱۴۰۵/۶/۱۰
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) د غاښونو څانګې مشر، استاد عبدالرحمن جواد د یادې څانګې طبي پرسونل او ستاژرانو ته د RVG (Radio VisioGraphy) اکسرې په اړه یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندې کړ.

ښاغلي جواد د RVG پېژندنه، ډولونه، اساسي اجزا، د استعمال موارد، د اکسرې اخیستلو عملي مراحل او په (RCT) کې د هغې رول تشریح کړ، همدارنګه د Infection Control، Image Quality او د RVG د کارونې پر مهال د عامو تېروتنو او د هغو د مخنیوي په اړه یې ګډونوالو ته مهم او تازه معلومارت ورکړل او هم یې د هغوی پوښتنې ځواب کړې.

د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه

د ګمارنې خبرتیا!سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) د خپلو طبي او تخصصي خدمتونو د ...
30/08/2026

د ګمارنې خبرتیا!
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) د خپلو طبي او تخصصي خدمتونو د لا پیاوړتیا او د ناروغانو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دوه تنه متخصصین په لاندې بستونو کې په دندو ګماري:
۱. د داخله ناروغیو متخصص – یو بست
۲. د جراحي متخصص – یو بست

د کاندیدانو شرایط:
• د اړوندې څانګې تخصصي سند درلودل،
• لږ تر لږه ۳ کلنه کاري تجربه لرل،
• د افغانستان تابعیت درلودل،
• په ملي ژبو سربېره له انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل،
• د مسلکي دندو د ترسره کولو وړتیا او ژمنتیا ولري.
په شرایطو برابر نوماندان کولای شي خپل خلص سوانح (CV)، د سنبله میاشتې تر ١٢مې نېټې پورې د لاندې برېښنالیکونو له لارې سپین غر پوهنتون کار کوونکو چارو آمریت ته را واستوي او یا یې په حضوري ډول لاس په لاس وسپاري.
[email protected]
[email protected]

د نشراتو مدیریت

﴿وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا﴾(المائدة: ۳۲)ژباړه: او څوک چې د یوه انسان ژوند وژغوري، داسې ده...
30/08/2026

﴿وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا﴾
(المائدة: ۳۲)
ژباړه: او څوک چې د یوه انسان ژوند وژغوري، داسې ده لکه د ټولو خلکو ژوند یې چې ژغورلی وي.

د اندوسکوپي له لارې د مرۍ څخه د ستنې وېستلو بریالی پروسیجر ترسره شوشنبه، ۱۴۰۵/۶/۷سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او ت...
29/08/2026

د اندوسکوپي له لارې د مرۍ څخه د ستنې وېستلو بریالی پروسیجر ترسره شو

شنبه، ۱۴۰۵/۶/۷
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون کې د یوه ۱۸ کلن ناروغ چې ستنه یې د تنفسي لارې او د مرۍ (Esophagus) د پورتنۍ او منځنۍ برخې په ساحه کې نښتې وه، د لازمو معایناتو وروسته د اندوسکوپي بریالي پروسیجر په وسیله و اېستل شوه.

دا پروسیجر د هضمي او پرمختللو پروسیجرونو د اندوسکوپي او کولونوسکوپي برخې اړوند دوکتور وحیدالله نبي‌ زاده له لوري په بریالیتوب او له کوم اختلاط پرته ترسره شو، چې اوس مهال د ناروغ روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د نشراتو مدیریت
روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه

Address

Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Spinghar Momand Curative Hospital سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Spinghar Momand Curative Hospital سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون:

Shortcuts

Share