سعيد افغان د واده کارتونو ستر پلورنځى Saeed Afghan wedding cards

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • سعيد افغان د واده کارتونو ستر پلورنځى Saeed Afghan wedding cards

سعيد افغان د واده کارتونو ستر پلورنځى Saeed Afghan wedding cards Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from سعيد افغان د واده کارتونو ستر پلورنځى Saeed Afghan wedding cards, د مخابراتو څلور لاري ګلفروشانو راسته جلال آباد/افغانستان, Jalalabad.

15/08/2024

که ته هڅه کوې چې ټول خلک خوشاله وساتې او هیڅوک درڅخه خوابدي نه شي.
دا ستا هغه ستړې او ناکامه هڅه ده چې په ټول ژوند یې شاید پوره نه کړې.

14/07/2022

د لقمان حکیم نصیحتونه

۱:- لږي خبري کوه.
۲:- د دوستانو احترام کوه.
۳:- د نن کار سبا ته مه پرېږده.
۴:- په هېڅ کار کې عجله مه کوه.
۵:- په لاره تللو کې درميانه اوسېږه.
۶:- مصرف دي له پيداوار نه کم ساته.
۷:- ويل شوي خبره بار بار مه تکراروه.
۸:- له مور او پلار سره نيک چلند کوه.
۹:- لمونځ هغه قسم چې ښايې اداء کړه.
۱۰:- له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.
۱۱:- د مور او پلار وجود غنميت وشمېره.
۱۲:- ښوونکې د مور او پلار په څير وگڼه.
۱۳:- د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.
۱۴:- له خپلوانو سره خپلوي مه پري کوه.
۱۵:- د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.
۱۶:- له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.
۱۷:- د نورو نيک کار په خپل ځانه مه تپه.
۱۸:- ادب او عاجزي هېڅ کله هم مه هيروه.
۱۹:- هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.
۲۰:- د زنانه يې خوي او لباس نه ډډه وکړه.
۲۱:- په ټولو کارونو کې ميانه حاله و اوسه.
۲۲:- د نورو کومک او ياري ته مه منتظرېږه.
۲۳:- په کاروبار او نيک کار کې جدي اوسه.
۲۴:- تيره شوي دعوه او دشمني مه تازه کوه.
۲۵:- اولاد ته دي اسلام او دينداري ور وښايه.
۲۶:- د نورو نصيحتونه او مشوري مه هيروه.
۲۷:- په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه.
۲۸:- خپل رازونه دي فقط له ځانه سره وساته.
۲۹:- له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
۳۰:- د ځلميتوب ورځي دي ، غنيمت وشمېره.
۳۱:- د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه.
۳۲:- له نيکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه.
۳۳:- د خبرو په وخت کې د نورو خبري مه پري کوه.
۳۴:- هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.
۳۵:-محتاجان له خپل مال او دارايي نه مه محروموه.
۳۶:- عمر د عبادت او بنده گي لپاره غنيمت وشمېره.
۳۷:- د خلکو په اصلاح کې يوه زره سستي هم مه کوه.
۳۸:- د ښځي او اولاد د بي ځايه غوښتنو پيروي مه کوه.
۳۹:- له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته.
۴۰:- پوه شه چې هېڅ شي له الله جل جلاله نه پټ نه دي.
۴۱:- هغه څه چې الله جل جلاله درکړي ، پري خوښ اوسه.
۴۲:- هر څومره چې کولای شي ، ميلمه سره مهربانه اوسه.
۴۳:- په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه.
۴۴:- هېڅوک او يا هېڅ شي له الله جل جلاله سره مه شريکوه.
۴۵:- له بدکارو نه هېڅ وخت د نيکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.
۴۶:- په نورو باندې مه په غصه کېږه او ورسره په نرمۍ خبري کوه.
۴۷:- له الله جل جلاله سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلېږه.
۴۸:- په هغه څه چې نورو ته يي نصيحت کوي خپله پري زر عمل کوه.
۴۹:- هغه دوست ته دوست ووايه چې په سختۍ کې در په کار شوي وي.
۵۰:- عمر او روزي په حساب او کتاب ده ، نو له هېڅ چانه مه ډارېږه او مه تري طمع کوه.
کاپي

04/02/2021

تشویق او هڅونه په هرانسان کې د ښه کار کولو اراده پیاوړي کوي، خو موږ برعکس نیوکې زیاتې او تشویق کم کو
کاپي.

څنګه ژوند وکړو!؟ماشوم بايد څنګه وروزل شي؟عمومآ په افغاني ټولنه کې ډېرى ماشومان څه ډول يې چې حقوق دي ورته نه رسېږي.يو علت...
04/02/2021

څنګه ژوند وکړو!؟

ماشوم بايد څنګه وروزل شي؟
عمومآ په افغاني ټولنه کې ډېرى ماشومان څه ډول يې چې حقوق دي ورته نه رسېږي.يو علت يې زما په نظر د فقر د ګراف لوړتيا ده.هر ماشوم په اسلامي ټولنه کې د حلالې نفقې تر څنګ په پلار او مور د يو ښکلي نوم او ښې روزنې حق لري.لقمان حکيم وايي:بچى موړ پټ ساته خو په ادب يې ساته.زموږ خو معمول دا دى، چې کوچني کله تازه، تازه په خبرو راشي، د کنځلو فرهنګ سره اشنا کوو.ډېرو کورنيو کې به تاسې ليدلي وي، کوچني ته وايي، کاکا ته کنځلې وکه! ماما ته کنځلې وکه! هغه معصومه ژبه چې د مينې کلمو زده کولو ته اړتيا لري په لوى لاس يې د ژبې چوکاټ خرابوي.هر ماشوم د الله ج په مور او پلار يوه لورينه وي.هر څوک چې د نعمت شکر سم ادا نه کړي هغه نعمت به د لاسه ورکوي.زموږ په ټولنه کې يو بل کرغېړن دود دا هم دى، چې يو پلار په کوچني باندې د دوکان څخه نشي توکي راوړي، مګر دې ته فکر نه کوي، چې سبا همدغه کوچنى ستر شي، همدغه تا کوچنيتوب کې روحيه ورکړې وه چې نشي توکې ډېر ښه شى دى، ځکه تا ورباندې دوکان نه راوړل نو په کومو سترګو به پلار زوى ته ووايي چې نشي توکې مه کاروه.کوچنى د تنکۍ لښتې په مثال دى، که هر لوري ته وغواړئ کږېږي.په اوه کلنه کې ورباندې د لمانځه حکم وکړئ په لمانځه يې روږدى کړئ جومات ته يې ولېږئ د زړورتيا کېسې ورته وکړئ.حجره کې يې د مېلمانو سره کېنوئ، ورځنى ادب وزده کړئ.د الله ج حکمونو ته يې ځير کړئ، هر کله چې د الله ج حکمونه يې وپېژندل د مور او پلار حقوق پېژني.هر کوچنى د دوه ښوونکو تر نظارت لاندې ستر کېږي، که چېرته يې د ښوونکو روزنه درسته وي، کوچنى به سالم روزل شوى وي.

اوښکه امېل

25/12/2020

خیر دی که غمونه دي خو تېر به شي په وخت سره
صبر شه زړګیه په تیاره پسې رڼا راځي

25/12/2020

خـپل صـداقت راته بـلا بـلا دردونه راکـړل.
بس دی نور لرې ځم یوازې زنده ګي کومه.

05/12/2020

ولې یو نارینه ته څلور ښځې روا دی او یوی ښځی ته څلور میړونه ندی روا؟
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
جواب : په اسلام کی یو سړی ته څلور ښځی الله ج ځکه روا کړی دی چه.....
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۱- که یو سړی څلور ښځی وکړی نو هغوی کولی شی چه په یو ځل څلور اولادونه وزیږوی خو که یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو په یو ځل څلور اولادونه نشی راوړلی
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۲- که یو سړی څلور ښځی وکړی او له هری ښځی نه یی اولاد وشی نو دلته د هر ماشوم د پلار نسب هم معلوم شو چه فلانی سړی د فلانی ماشوم پلار دی او د هر یوو ماشوم د مور نسب هم معلوم شو چه فلانی ماشوم له فلانۍ مور څخه زیږیدلی دی،
او که باالعکس یوه ښځه څلور میړونه وکړی او اولاد یی پیدا شی نو دلته د دی ماشوم د مور نسب خو معلوم شو چه د فلانی ماشوم مور فلانۍ ده خو د پلار نسب یی معلوم نه شو ځکه چه د دی ماشوم څلور پلاران شول نو دلته د پلار د نسب خلطیت او ګډوډی راغله چه اوس د دی ماشوم پلار په دی څلورو سړیو کی کوم یو ده؟
داسی خو هم نشی کیدلی چه د یو ماشوم دی څلور پلاران وی؟
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۳- یو سړی ته ځکه څلور ښځی روادی چه نسبت سړیو ته د ښځو تعداد په نړی کی زیات دی هغه ځکه چه سړی د ښځو په نسبت تلفات زیات لری لکه په جنګونو ټکرونو او نورو حادثاتو کی سړی تلفات لری او ښځی دومره تلفات نلری نو اوس که یو سړی یوه ښځه وکړی او یا یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو د ښځو زیاته برخه به بی میړونو پاتی شی او زنا ته به لاره هواره شی
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۴- د نارینه په بدن کې تر اتیا شاوخوا کلونو پورې د نسل وړتیا وې.
او د ښځې په بدن کې تر پنځوسو، پنځه پنځوس شاوخوا کلونو د نسل وړتيا وې. نو د نسل ډېرولو لپاره دې ته اړتیا لیدل کېږي، چې نارینه نورو ښځو سره هم نکاح وکړي، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر سره سم اولادونه ډېر کړي.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۵- سړی ته ځکه څلور ښځی روا دی چه نارینه په طبعی ډول سره ترښځې طاقتوردی، نوځکه ئې جنسی رجحان هم نسبت ښځې ته اضافه دی، چی دایومنلی حقیقت دی،
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۶– د هر انسان مرستيال ته اړتیا وې، ځکه انسان یو کمزوری بنده دی. نو ښه مرستيالان یې اولادونه دي.
نو غواړي ډېر اولادونه ولري، ترڅو په ټولنيز ژوند کې ورسره مرسته وکړي، نو که له دې سره سره یوه ښځه ولري، نو د هغې له نورو ډېرو ستونزو سره سره به یې مېړه ډېر اولاد راوړلو ته اړوي، نو که بله ښځه روا نشې ښځه به له ستم سره مخ شې.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۷– د انسان نفس د کوروالي غوښتنه کوې، نو که بلې ښځې سره نکاح روا نشې، کېدی شې په داسې وخت کې له خپلې ښځې سره په کوروالي اخته شي، چې الله ج په هغه وخت کې ورڅخه منعه کړي، لکه د میاشتنۍ ښځينه ناروغي (حیض) یا نفاس په وخت کې.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
۸– که یو سړی څلور ښځی وکړی نو د څلورو ښځو پالنه او ساتنه کولی شی خو که یوه ښځه څلور میړونه وکړی نو دا ښځه د څلورو میړونو ساتنه او پالنه نشی کولی
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
همدارنګه د نړیوالې نفوس شميرنې ادارې دا جوته کړې، چې په هغو ملتونو او تګلارو کې، چې یوازې یوه ښځه نارینه ته روا بولي د بې پلاره اولادونو سلنه ډېره لوړه ده: لکه
فرنسا: 30 سلنه
میونخ:40 سلنه
نمسا: 50 سلنه
بروکسل: 60 سلنه
بی پلاره اولادونه لری چه هیڅ نسب یی معلوم نه وی چه دا اوس د چازوی ده دکوم قوم ده.
نو دلته سړی ته معلومات وشی چه زمونږ شریعت څومره ښکلی او باعزته قانون لری
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
لکه څرنګه چی مخکی ورته اشاره وشوه، د یو سړی په نکاح کی د زیاتو ښځو د شتون موضوع ډیر پخوانی رواج و، اسلام یوازی دغه رواج تعدیل کړ او هغه ته یی قانونی بڼه ورکړه چی په لاندی توګه به تشریح شی:
اسلام د زیاتو ښځو سره د نکاح شمیر تر څلورو پوری را محدود کړ: د نساء په سورت کی الله ج دی موضوع ته داسی اشاره کوی
( فانکحوا ماطاب لکم من النسا مثنی و ثلاث و رباع فان خفتم الا تعدلو فواحدة او ما ملکت ایمانکم ذالک ادنی الا تعولو)
ژباړه : کومی ښځی چی ستاسو خوښیږی د هغو د دوو، دوو، دریو، دریو او څلورو څلورو سره نکاح وکړی، خو که له تاسو سره اندیښنه وی چی له هغوی سره به عدالت ونشی کړای; نو یوه ښځه وکړی یا له هغو وینځو نه ازدواجی کار واخلی چی تاسو ته په لاس درغلی دی ( د هغو مالکان یاست ) پدی توګه به د بی عدالتی نه په ښه شان ژغورل کیدای شی.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
همدارنګه په نبوی احادیثو کی هم ددی موضوع تائید شویدی، لکه په یوه حدیث شریف کی چی راغلی دی:
( ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال لرجل من ثقیف اسلم و عنده عشر نسوة حین اسلم الثقفی امسک منهن اربع و فارق سائروهن )
ژباړه : رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) غیلان الثقفی ( رضی الله تعالی عنه ) ته چی د اسلام راوړلو د مخه یی د جاهلیت پر محال لس ښځی په نکاح کړی وی، وویل چی څلور تری پریږده او پاتی نوری بیلی کړه.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) په ژوند کی له هغه څخه وروسته تر نن ورځی پوری هیچا له څلورو څخه زیاتی ښځی ندی په نکاح کړی نو په دغه کار باندی عملی اجماع شوی ده.
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
د اسلام دغه قانون یوازی د اباحت په حد کی دی، فرض یا واجب ندی:
⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛⚛
اسلامی قانون تر یو ځانګړی وخت او مکان پوری اړه نلری، د قیامت تر ورځی چی څومره انسانان ژوند تر سره کوی، د ټولو لپاره د تطبیق وړ یو نظام دی، نو اسلامی شریعت دغه دروازه په کامله توګه د انسانانو پر مخ ونه تړله، بلکه د جواز په حد کی یی اجازه ورکړه چی د اړتیا پر وخت له دغه قانون څخه ګټه پورته شی.......!

08/11/2020

ډاکټر ذاکر نایک وایي:
هغه دین چې ما د اضافي اوبو استعمالولو څخه منع کوي، نو څنګه ممکنه ده چې د یو چا وینه په ناحقه تویه کړم؟

Address

د مخابراتو څلور لاري ګلفروشانو راسته جلال آباد/افغانستان
Jalalabad
2601

Telephone

+93799207871

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سعيد افغان د واده کارتونو ستر پلورنځى Saeed Afghan wedding cards posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share