22/05/2026
څه شی دی؟
Ursodeoxycholic Acid (UDCA / Ursodiol)
پېژندنه
یو درمل دی چې د ځیګر او صفرا (Bile) د ناروغیو لپاره استعمالېږي. دا دوا د صفرا جریان ښه کوي او ځینې د Cholesterol صفراوي تیږې ورو ورو حل کولی شي.
د دوا کورنۍ
دا دوا د لاندې ډلې پورې اړه لري:
Bile Acid Derivatives
د عمل میکانیزم (Mechanism of Action)
دا دوا په لاندې ډول عمل کوي:
د صفرا جریان زیاتوي.
د ځیګر حجرې له زیان څخه ساتي.
په صفرا کې د Cholesterol اندازه کموي.
د Cholesterol صفراوي تیږې ورو ورو حل کوي.
د صفرا زهرجن مواد کموي.
استعمالونه (Indications)
دا دوا په لاندې حالاتو کې استعمالېږي:
د Cholesterol صفراوي تیږې
د صفرا بندښت ناروغۍ
Primary Biliary Cholangitis
د ځیګر ځینې مزمنې ناروغۍ
د Fatty Liver ځینې حالتونه
د صفرا جریان کمښت (Cholestasis)
د حمل پر مهال د صفرا خارښت
(Intrahepatic Cholestasis of Pregnancy)
د استعمال طریقه (Dosage & Administration)
اکثره د خوراک وروسته ورکول کېږي.
دوز یې د ناروغ وزن او ناروغۍ پورې اړه لري.
معمولا: 8–15 mg/kg/day
باید یوازې د ډاکټر په مشوره استعمال شي.
جانبي عوارض (Side Effects)
عام عوارض
نس ناستی
زړه بدوالی
د نس درد
ګاز یا پړسوب
سر درد
کم خو مهم عوارض
د ځیګر انزایمونو بدلون
حساسیت
شدید اسهال
د پوستکي خارښت
منع استعمال (Contraindications)
په لاندې حالاتو کې باید احتیاط یا استعمال ونه شي:
د صفرا بشپړ بندښت
شدید د ځیګر خرابوالی
د صفرا مثانې شدید التهاب
د دوا حساسیت
Calcified Gallstones
(سختې کلکې شوې تیږې)
احتیاطونه (Precautions)
د ځیګر ټسټونه باید وخت پر وخت وکتل شي.
د امیندوارۍ پر مهال دې یوازې د ډاکټر په سلا استعمال شي.
د اوږدې مودې استعمال باید تر طبي څارنې لاندې وي.
مهم Drug Interactions
دا دوا له لاندې درملو سره احتیاط غواړي:
Aluminum لرونکي Antacids
Cholestyramine
Colestipol
Estrogen او ځینې Oral Contraceptives
مهم ټسټونه د څارنې لپاره
Liver Function Tests (ALT, AST, Bilirubin)
Ultrasound د صفرا تیږو د ارزونې لپاره
Dr Hazrat Umar