15/04/2026
Carpal Tunnel Syndrome
کارپل تونل سنډروم
کارپل تونل سڼدروم کوم حالت دی: په دي تکلیف کې د لاس د مړوند په برخه کي Carpal Tunnel چي د عصب په ګډون یو شمیر ساختمانونه هلته موقعیت لري تنګیږي او په منځني عصب یا Median Nerve د فشار سبب کیږی. او د لاس د ګوتو هغه برخي چي د همدي عصب په واسطه تعصبیږي شدید درد پیدا کوي.
اسباب: اصلي سبب یی معلوم ندی، اما ځيني فکتورونه پکې دخیل ښودل شوي، لکه:
* چاغوالی
* ښځینه جنسیت، ځکه چي دوي کوچني کارپل تونلونه لري،
* د هډوکو ستونزې( Arthritis, RA, OA)
* ډیر تایپ کول یا موبایل کارول
* هورموني تغیرات( امیندواري، جاغور ناروغي، مینوپاز او اکرومیګالي)
* ارثیت
* د شکرناروغی
نښي نښاني: دغه ناروغان په لاس کې د شدید درد،بی حسی، بډۍ کیدلو او نارامی څخه شکایت کوي چې دغه احساس د عصب په امتداد په غټه ګوته ,شهادت او منځنۍ ګوته کی زیات وي او دغه درد مټ ,څنګلی او اوږې پورې هم انتشار کوي.
درد دشپی لخوا زیات شدید وي چې ناروغ له خوبه ویښوي او سهار وختي لا پسي شدید شي، ناروغ د درد د ارامولو په خاطر لاس ته ټکان ورکوي، لاس ځوړند نیسي، ګوتې ټولوي او خلاصوي، د ورځې له خوا دا درد د موټر چلولو، کتاب لوستلو، ماشین کولو،جامې وینځلو، وړه لمدولو، سر ږمنځولو او نور ورځني کارونو په وخت کې تشدیدیږي. ددي تکلیف ډیر دوام د غټي ګوتي د عضلاتو د کمزورتیا او وچیدو باعث او د شیانو لکه د مبایل، قلم، کاچوغه.. له لاسه د غورځیدو سبب کیږي. خو تر ټولو مهمه نښه یی داده چي چي وړه ګوته (Little finger) معمولا اغیزمنه نه وي.
تشخیص: تشخیص یي د ناروغ څخه د تاریخچې اخیستلو ,فزیکې معاینې,NCS, WFT ، ENG ویني معاینات, MRI او التراسوند په واسطه کیږی.
درملنه: کارپل تونل سنډروم په شروع کي د یو شمیر احتیاطي کړنو او درملو په واسطه تداوي کیږي، مګر که تکلیف پرمختللي وي اودوایي درملني سره سره تکلیف له منځه نه وي تللی نو بیا د سترو یید په واسطه بلاک کول او که بیا هم مشکل حل نشي نو باید جراحي درملنه یی وشي.
د اړتیا په صورت کی په لاندي آدرس په تماس شي
کاري وخت: ماسپښین 3 څخه د ماښام 8 بجي(شنبه تر پنجشنبه)
د معاینه خانه آدرس: د دریم او څلورم مکروریان ترمنځ سړک، شینوزاده روغتون، دوهم منزل
تلیفون شمیره: 0793094095
0700661727