29/07/2026
د ځاځي لوی بازار د ډالیزې لاټرۍ په اړه وضاحت
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو هېوادوالو او درنو مشتریانو!
د ځاځي لوی بازار ډالیزه لاټري یوازې د دوکاندارانو او بازار د تشویق په موخه جوړه شوې ده.
په دې پروګرام کې له مشتریانو څخه د لاټرۍ لپاره هېڅ ډول اضافي پیسې نه اخیستل کېږي او نه هم د لاټرۍ د ګډون لپاره کوم جلا فیس شته. هر څوک چې د بازار له دوکاندارانو څخه عادي سودا واخلي، د ډالیزې لاټرۍ په پچه کې د ګډون حق لري.
دا ډالۍ د بازار او دوکاندارانو له لوري د خپلو مشتریانو د درناوي او تشویق لپاره ورکول کېږي، نه د قمار او یا د خلکو د پیسو د راټولولو په موخه.
که د لاټرۍ لپاره له خلکو څخه جلا پیسې نه اخیستل کېږي او ډالۍ د بازار له خوا ورکول کېږي، نو د ګڼو معاصرو اسلامي علماوو د نظر له مخې دا د تشویقي ډالیو له ډولونو څخه ده او د جواز وړ ګڼل شوې ده.
الله تعالی دې زموږ ټولې معاملې حلالې، پاکې او د خیر سبب وګرځوي.
په درنښت
د ځاځي لوی بازار اداره