25/05/2026
🕌 د لوی اختر تکبیرونه – د تشريق تکبيرونه
د لوی اختر تکبیرونه د الله تعالی د عظمت ذکر دی او په دې مبارکو ورځو کې یې ویل ډېر فضیلت لري.
✨ الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله، و الله اکبر، الله اکبر، ولله الحمد
📅 وخت یې:
د عرفې د ورځې د سهار له لمانځه څخه شروع کېږي
تر د ذوالحجې تر 13مې د مازدیګر پورې دوام کوي (د اختر د څلورمې ورځې تر مازديګر پورې)
🙏 کله ویل کېږي؟
له هر فرض لمانځه وروسته درې ځله
او په نورو وختونو کې هم د ذکر په توګه ویل کېدای شي
👨 نارینه:
په لوړ آواز یې وايي
په جومات، بازار، کور او لارو کې
👩 ښځې:
په ټیټ آواز یې وايي
په کور کې یا د ځان لپاره
📌 یادونه: دا د الله د عظمت ذکر دی او د صحابه کرامو له زمانې څخه جاري عمل دی، نو په دې مبارکو ورځو کې یې مه پرېږدئ.
🕌 الله دې زموږ عبادتونه قبول کړي.