Urologist Dr. Abdul Aziz Alqurani

Urologist Dr. Abdul Aziz Alqurani Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Urologist Dr. Abdul Aziz Alqurani, Kabul.
(4)

ترینر متخصص یورولوژی( ګرده، مثانه، پروستات، امراض جنسی و بی اولادی)

استاد پروګرام تخصص وزارت صحت عامه

MD (NMF) | MS Urology (KEMU) | MRCS (UK) | GMC Registered (UK).

0093788687919

ادرس: رفاه میدیکل کمپلکس، لب جر ، سرک ميدان هوايي، کابل، افغانستان

31/07/2026
24/07/2026

متخصص صاحب نصرت الله صافی د بغلان لپاره د اطفالو بخش کې يو نعمت دی
Nasratullah Safi

23/07/2026

ځینو دوستانو پوښتنه کړې وه چې د دې ناروغ لپاره ایا یوازې عملیات کافي وو، که نورو درملنو ته هم اړتیا شته؟

لکه څنګه چې موږ په دې ویډیو کې یادونه کړې وه، وروستۍ پرېکړه به د هستوپتالوژۍ (Histopathology) د راپور له ترلاسه کېدو وروسته کوو.

د راپور له مخې:

✅د سرطان ډول Clear Cell Renal Cell Carcinoma (ccRCC)
✅ سرطان یوازې په پښتورګي پورې محدود دی.
✅ د سرطان درجه WHO/ISUP Grade 1 ده، چې د ټیټې درجې سرطان ګڼل کېږي.
✅ د عملیاتو ټولې څنډې (Surgical Margins) پاکې دي.
✅ د رګونو دننه د سرطان د خپرېدو (Lymphovascular Invasion)، Tumor Necrosis او Sarcomatoid بدلون هېڅ نښه نده موندل شوې.

د EAU او AUA نړیوالو لارښودونو له مخې، د داسې ناروغانو لپاره چې سرطان یې په بشپړ ډول لرې شوی وي او د لوړ خطر ځانګړتیاوې ونه لري، کیموتراپي يا نورې کومې تداوي ته اړتیا نشته. یوازې منظم تعقیب (Follow-up) سپارښتنه کېږي.

د تعقیب پلان:
🔹 په ټاکلو وختونو کې د متخصص ډاکټر معاینه.
🔹 د پاتې پښتورګي د فعالیت ارزونه (Creatinine/eGFR).
🔹 د لارښودونو له مخې په مناسب وختونو کې CT Scan او نورې اړینې معاینې.

خوشبختانه، د داسې ناروغانو د بشپړې روغتیا او ښه کېدو چانس ډېر لوړ وي، خو منظم تعقیب د درملنې مهمه برخه ده.

یادونه: هر ناروغ ځانګړی وي. د درملنې او تعقیب پرېکړه باید تل د راډیولوژي او هستوپتالوژي د راپورونو، د ناروغ د کلینیکي حالت او د نړیوالو لارښودونو پر بنسټ وشي.










#پښتورګي
#سرطان



#یورولوژي

22/07/2026

د ماشومانو د پورته پاتې شوې خصیې (Undescended Te**is) جراحي عمليات (Orchidopexy):

الحمدلله، پرون مو د یوه ګلالي دوه کلن ماشوم د دواړو خصیو د راکوزولو عملیات (Bilateral Orchidopexy) په بریالیتوب سره ترسره کړ.

ډېری مور او پلار فکر کوي چې که د ماشوم خصیه په کڅوړه (Sc***um) کې نه وي، نو د وخت په تېرېدو به خپله راکوزه شي. خو دا تل سمه خبره نه ده.

*د نړیوالو طبي لارښودونو له مخې:

🔹 که د ماشوم یوه یا دواړه خصیې تر ۶ میاشتو عمر وروسته هم نه وي راکوزې شوې، باید د یورولوژۍ متخصص ته مراجعه وشي.

🔹 د خصیې د راکوزولو عملیات (Orchidopexy) غوره ده چې د ۶–۱۲ میاشتو عمر ترمنځ ترسره شي، او په هر صورت باید د ۱۸ میاشتو له عمر مخکې بشپړ شي.

پر وخت درملنه مهمې ګټې لري:

✅ د راتلونکي اولاد دارۍ (Fertility) په ساتنه کې مرسته کوي.
✅ د خصیې د سرطان خطر کموي.
✅ د خصیې د تاوېدو (Testicular Torsion) خطر راکموي.
✅ د خصیې طبیعي وده او فعالیت خوندي ساتي.

یادونه: هر ماشوم چې د پورته پاتې شوو خصیو ستونزه ولري، لازمه نه ده چې ځانګړې نښې ولري. له همدې امله د ماشوم منظم طبي معاینه ډېره مهمه ده.

#ماشومان

شفاخانه رفاه به یک تن واکسیناتور مجرب از طبقه اناث که دارای تجربه کاری کافی در بخش مربوطه باشد تحت شرایط ذیل ضرورت دارد:...
22/07/2026

شفاخانه رفاه به یک تن واکسیناتور مجرب از طبقه اناث که دارای تجربه کاری کافی در بخش مربوطه باشد تحت شرایط ذیل ضرورت دارد:

شرایط پذیرش :
- فارغ التحصیل از رشته قابلگی یا نرسنگ باشد.
- دارای سند کورس سه‌ماهه واکسیناسیون (EPI/Vaccination Course) باشد.

- آشنایی کامل با اصول تطبیق واکسین، حفظ زنجیره سرد (Cold Chain)، نگهداری واکسین‌ها و مدیریت تجهیزات واکسیناسیون را داشته باشد.

داوطلبان میتوانند CV یا خلص سوانح خویش را به رفاه میدیکل کمپلکس واقع چهارراهی اسپ ها (لب جر) سرک میدان هوایی، آورده و یا در ایمیل آدرس ([email protected]) بفرستند.
تاریخ ختم بست : 26 ماه جولای سال 2026
آدرس : چهارراهی اسپ ها (لب جر) سرک میدان هوایی، کابل-افغانستان
شماره های تماس : 0707810781 - 0765001002 - 0202402208

16/04/2026

د برياليو جراحيو له لړيو څخه!

څه موده وړاندې مو د يو ناروغ لپاره د يورېترا يا د ادرارو د لارې د مکمل تنګوالي (Blind urethral stricture) د درملنې په موخه ليزري (انډوسکوپيک) عمليات په برياليتوب سره ترسره کړ. الحمدلله، د عملياتو وروسته د ناروغ د ادرارو جريان د پام وړ ښه شوی او اوس د پخوا په پرتله ډېر راحت احساسوي. د عملياتو پايله او د ادرارو د لارې حالت په ويډيو کې هم ليدلای شئ.
دا ډول حالتونه دقيق تشخيص او تجربه لرونکې درملنه غواړي، چې په سمه طريقه سره ډېرې ښې پايلې ورکوي.

🔹 لنډ طبي پوهاوی:
* د يورېترا تنګوالی څه شی دی؟
دا هغه حالت دی چې پکې د ادرارو لاره د زخم يا فایبروز له امله تنګه شي او د ادرارو تېرېدنه ستونزمنه کړي.
* ولې رامنځته کېږي؟
اکثره د ټپونو، مکرر کاتېتر، ميکروبونو يا پخوانيو جراحيو له امله رامنځته کېږي.
* نښې يې څه دي؟
د ادرارو کمزورى جريان، ځنډ، قطره قطره راتلل، او کله ناکله بشپړ بندېدل.
* څنګه تشخيص کېږي؟
د ناروغ دقيقه تاريخچه، فزيکي معاينه، RGU (رنګه اکسری) او د کمرې پواسطه ارزونه تشخيص کې مهم رول لري.
* درملنه يې څنګه ده؟
د حالت له شدت سره سم، ليزري يا انډوسکوپيک عمليات (IOU)، dilatation يا urethroplasty ترسره کېږي، او منظم تعقيب ډېر مهم دی.
زموږ هڅه دا ده چې د عصري او معياري طريقو په کارولو سره ناروغانو ته غوره درملنه وړاندې کړو او د هغوی د ژوند کيفيت ښه کړو.
#يورېترا #تنګوالی #سيستوسکوپي #جراحي #يورولوژي #روغتيا #پوهاوی #افغانستان

🔵 د پښتورګي (ګردې) سیسټ  ډېر خلک د الټراساؤنډ نه وروسته اندېښمن وي چې دګردې “سیسټ” خو به خطرناک نه وي؟حقیقت دا دی چې ځين...
09/04/2026

🔵 د پښتورګي (ګردې) سیسټ

ډېر خلک د الټراساؤنډ نه وروسته اندېښمن وي چې دګردې “سیسټ” خو به خطرناک نه وي؟
حقیقت دا دی چې ځينې سیسټونه عادي وي او ځينې بيا تعقيب يا تداوي ته اړتيا لري.

سیسټ څه شی دی؟
سیسټ د اوبو ډک کوچنی کڅوړه ده چې په پښتورګي کې جوړېږي. ډېری خلک یې لري او اکثره هېڅ نښې نه لري.

ډولونه یې

• ساده سیسټ → اکثرا عادي او بې خطره
• پېچلی سیسټ → لږ زیات ارزونې ته اړتیا لري

که نښې پیدا شي:
• د اړخ یا شا درد
• د نس درد
• په متیازو کې وینه
• کله کله ميکروب

کله جدي کېږي؟

ډاکټران د CT scan له مخې د Bosniak درجه بندي کاروي:
• ساده ډولونه → هېڅ خاصه درملنه نه غواړي
• منځني → منظم تعقیب (Follow-up)
• مشکوک → ممکن جراحي ته اړتیا وي

درملنه څنګه ده؟

• اکثره → هېڅ درملنه ته اړتیا نه لري
• که دردناک یا لوی سیسټ وي →
👉 د الټراساؤنډ په مرسته اوبه ایستل (Ultrasound-guided aspiration)
• که شک موجود وي → جراحي (لاپاروسکوپي یا نورې
(طریقې)

پولی سیسټیک پښتورګي (Polycystic Kidney Disease - PKD):
دا د عادي سیسټ نه فرق لري.
• دا یو ارثی (خانداني) مرض دی
• په دواړو پښتورګو کې ډېر سیسټونه جوړېږي
• کولی شي د وخت په تېرېدو سره د پښتورګو فعالیت کم کړي
د PKD نښې:
• لوړ د وینې فشار
• د شا درد
• د پښتورګو کمزوري کېدل

➡️ دا ناروغي جدي ده او منظم تعقیب او درملنې ته اړتیا لري.

مهمه مشوره:

✔️ مه وارخطا کېږئ
✔️ د یورولوژي متخصص سره مشوره وکړئ
✔️ یوازې د مسلکي ډاکټر په مشوره پرېکړه وکړئ
💡 په وخت تشخیص او سمه لارښوونه ستاسو د پښتورګو ساتنه کوي.
#پښتورګي #سیسټ #روغتیا #یورولوژي

Address

Kabul
1007

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Urologist Dr. Abdul Aziz Alqurani posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share