30/07/2026
موضوع: فشار یا Stress
ډاکټر بشر منګل
سټرېس هغه طبیعي فزیکي او رواني غبرګون دی، چې بدن یې د ستونزو، فشارونو یا خطر په وړاندې ښيي.
دا د انسان د بقا یو مهم سیستم دی،خو که اوږدمهاله شي، ستونزې رامنځته کوي.
سټرېس څه ډول رامنځته کېږي؟
کله چې تاسو له یو ګواښ، وېرې یا فشار سره مخ شئ، ستاسو بدن یو سیستم فعالوي. چې ورته Fight or Flight Response وایي.
په دې وخت کې:
هورمونونه لکه Cortisol او Adrenaline لوړېږي, د زړه ضربان زیاتېږي, تنفس چټک کېږي او عضلات ټینګ کېږي.
هو!
دا لنډمهاله حالت ګټور دی، خو که دوام وکړي، بدن ستړی کوي.
د سټرېس ډولونه:
حاد سټرېس (Acute Stress):
لنډمهاله وي، لکه امتحان، انټرویو یا ناڅاپي ستونزه.
مزمن سټرېس (Chronic Stress):
اوږدمهاله وي، لکه مالي ستونزې، کورنۍ شخړې یا دوامداره اندېښنې.
د سټرېس نښې:
رواني نښې:
زیات فکر (Overthinking)، اضطراب (Anxiety)، خپګان (Depression)، او د تمرکز کمزوري کیدل.
فزیکي نښې:
سر درد، د زړه تېزه درزا، د خوب ګډوډي (Insomnia)، او ستړیا یا کمزوري کیدل.
د چلند نښې:
ژر غوسه کېدل، یوازې پاتې کېدل، او زیات یا کم خوراک کول
سټرېس پر بدن څه اغېزې کوي؟
که سټرېس اوږدمهاله شي:
د زړه ناروغۍ (Heart Disease) خطر زیاتوي، د معافیت سیستم (Immune System) کمزوری کوي، هورموني ګډوډي رامنځته کوي.
او د دماغ فعالیت (Brain Function) خرابوي.
ان تر دې چې کیدای شي د حافظې او پرېکړې ځواک کم کړي.
د ژوند طرز او د سټرېس مدیریت:
1. فزیکي لارې:
منظم ورزش وکړئ، څو، څو ځله ژوره ساه واخلئ او ښه خوب وکړئ.
2. رواني لارې:
مثبت فکر وکړئ، د ذهن هممهاله پام وکړئ او احساسات مو څرګند کړئ!
3. ټولنیزې لارې:
له کورنۍ او دوستانو سره خبرې وکړئ، او ملاتړ ترې وغواړئ.
4. د ژوند د طرز بدلون:
کافین کم کړئ، منظم ورځنی پلان ولرئ، سکرین ټایم ته ډېر وخت مه ورکوئ. د موبایل یا کمپیوټر له لارې Social Media او نور اړونده ذهن ګواښونکي تصویرونه، غږیز او ویډیویي کلیپونه مه ګورئ!
کله چې لاندې حالتونه ولرئ؛ نو ډاکټر ته ورشئ:
دوامداره اضطراب یا خپګان ولرئ، د خوب شدید مشکل ولرئ، او یا دا چې د فشار له وجې مو ژوند، دنده او کار اغېزمن شي.
نو ممکن اړتیا وي چې:
رواني مشوره، یا درمل لکه SSRIs یا نور درمل د ډاکټر تر نظر لاندې وکاروئ!
یادونه:
سټرېس د ژوند یوه برخه ده، خو کنټرول یې ستاسو په لاس کې دی.
که تاسو خپل ذهن او بدن ته پام وکړئ، سټرېس کولی شي ستاسو ځواک شي؛ نه ستاسو کمزوري!
هو!
هر هغه څوک تر ټولو ډېر ځواکمن دی؛ چې د ژوند له سختو، سختو توپانونو سره بار، بار ډغرې ووهي؛ خو بیا هم مات او ناهیلی نشي!
یادونه:
دا پاڼه درسره Follow 👉 کړئ، ځکه دلته به هغه حقیقتونه واورئ، چې ډېری خلک یې نه وایي!