Be the Doctor

Website

Be the Doctor موږ په ګډه کار کوو، تر څو یوه معیاري او معاصره طبي ټولنه جوړه کړو. 💙
(2)

د درنو درسونو او بې‌خوبۍ شپېو څخه نیولې، د کاري ستونزو او د ټولنې د وضعیت تر ننګونو پورې، ډېر محصلین او ډاکټران د طب د ر...
22/10/2026

د درنو درسونو او بې‌خوبۍ شپېو څخه نیولې، د کاري ستونزو او د ټولنې د وضعیت تر ننګونو پورې، ډېر محصلین او ډاکټران د طب د رشتې له سختیو شکایت کوي.

خو له دې ټولو ننګونو سره سره، یوه جالبه پوښتنه! 🩺

🤔 که وخت بېرته تېر ته وګرځي او یو ځل بیا د رشتې د انتخاب فرصت درکړل شي، ایا بیا هم طب انتخابوئ؟

❤️ په رښتیا، له طبابت سره څومره مینه لرئ؟

راځئ، په کمنټونو کې په رښتینولۍ خپل نظرونه شریک کړئ! 👇👇👇💐

د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي ریس او استاد پوهندوی ډاکټر "محمد کامل صابرزوی" یو له هغو بااستعداده شخصیتونو څخه دی، چې خ...
20/10/2026

د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي ریس او استاد پوهندوی ډاکټر "محمد کامل صابرزوی" یو له هغو بااستعداده شخصیتونو څخه دی، چې خپله مقدسه دنده یې ډیره په رښتینوالۍ او په ښه ډول مخته وړي ده.❤

ډاکټر صاحب کامل د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځی په خورا مهارت اداره کړی؛ چې بیلګې یې موږ تاسو لیدلی شو، د هیواد په کچه په طبي ازموینو کې د طب پوهنځي محصلین ډاکټران په لوړو مقامونو کې راتلل او ټولنې ته په ښه ډول وړاندې کیږي.
شیخ زاید پوهنتون ویاړ لري چې دا ډول لایقه استادان له ځانه سره لري. د دې قدرمن استاد لپاره د لا ډېرو بریاوو، ورځ تر بلې د لا زیات ځلېدو او تلپاتې سرلوړۍ هیله کوو، تر څو راتلونکي کې محصلینو ډاکټرانو او خپل هیواد ته خدمت وکړي.🤲🏻

د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي د بیوشیمي دیپارتمنت استاد ډاکټر احمد خواجه، یو بااستعداده او ځیرک استاد دی.❤ نوموړی استاد...
17/10/2026

د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي د بیوشیمي دیپارتمنت استاد ډاکټر احمد خواجه، یو بااستعداده او ځیرک استاد دی.❤
نوموړی استاد ډاکټر "احمد خواجه" د هغو استادانو له ډلې دی چې تل یې د محصلینو ډاکټرانو سره ډیر زیار او هڅه کړي ده؛ شیخ زاید پوهنتون ویاړ لري چې دا ډول لایقه استادان له ځانه سره لري. د دې قدرمن استاد لپاره د لا ډېرو بریاوو، ورځ تر بلې د لا زیات ځلېدو او تلپاتې سرلوړۍ هیله کوو، تر څو راتلونکي کې محصلینو ډاکټرانو او خپل هیواد ته خدمت وکړي.🤲🏻

کومه تدریسي طریقه ستاسو لپاره غوره ده؟د طب د زده‌کړې په نړۍ کې هر استاد د علمي مفاهیمو د لېږدولو ځانګړی سبک لري؛ خو تر ټ...
16/10/2026

کومه تدریسي طریقه ستاسو لپاره غوره ده؟

د طب د زده‌کړې په نړۍ کې هر استاد د علمي مفاهیمو د لېږدولو ځانګړی سبک لري؛ خو تر ټولو مهمه خبره د مطالبو ژوره پوهه او اغېزمنه زده‌کړه ده.

اول: Dr Ninja Nerd - د انځورونو له لارې تشریحات، ګام په ګام توضیحات او د پېچلو موضوعاتو مفهومي درک.

دویم: Dr. Najeeb - تفصیلي لکچرونه، ژور تشریحات او د طبي علومو د اساسي موضوعاتو روښانه بیان.

اوس ستاسو وار دی!

که اړ شئ چې یوازې یو استاد انتخاب کړئ، کوم یو به انتخاب کړئ؟

1️⃣ Dr. Ninja Nerd
2️⃣ Dr. Najeeb

خپل نظرونه په کمنټونو کې راسره شریک کړئ! 👇

د ازموینې لومړۍ لوړه نمره د بلخ پوهنتوندویمه لوړه نمره د خوست شیخ زاید پوهنتوندرېیمه لوړه نمره د کابل پوهنتون ترلاسه کړې...
14/10/2026

د ازموینې لومړۍ لوړه نمره د بلخ پوهنتون
دویمه لوړه نمره د خوست شیخ زاید پوهنتون
درېیمه لوړه نمره د کابل پوهنتون ترلاسه کړې ده.

که څه هم د اگزیت ازموینه کې د کامیابو کسانو د نمرو لوړوالی یا ټیټوالی کومه ځانګړې امتیازي ګټه نه لري.

ټولو هغو ډاکټر صاحبانو ته دې مبارک وي چې بریالي شوي دي، او هغو ډاکټر صاحبانو ته دې په راتلونکي کې د بریا ښه چانس چې ونه توانېدل کامیاب شي.
Be the Doctor

د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي فارغ ډاکټر ظهورالله سنګین؛ د 342 لوړو نمرو په واسطه وکولی شول چې د اګزیت امتخان په بریالیتو...
13/10/2026

د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي فارغ ډاکټر ظهورالله سنګین؛ د 342 لوړو نمرو په واسطه وکولی شول چې د اګزیت امتخان په بریالیتوب سره پاس کړي.
ده ته او د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي استادانو ته د ډیر مبارک وي.❤

ډاکټر صاحب رضا شاه رضایي د طب معالجوي د اگزیت ازموینې کې د ۳۴۸٫۷۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ. ❤️د نوموړي ...
13/10/2026

ډاکټر صاحب رضا شاه رضایي د طب معالجوي د اگزیت ازموینې کې د ۳۴۸٫۷۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ. ❤️

د نوموړي دا ستره لاسته‌راوړنه، ده ته، درنې کورنۍ او د بلخ پوهنتون درانه استادانو او ټولو محصلینو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.❤️

لا زیاتې بریاوې او روښانه راتلونکی یې غواړم!

13/10/2026

د اګزیت امتخان پایلې هم اعلان شوې؛
تر اوسه مو د طب معالجوي د اگزیت په ازموینه کې تر ټولو لوړه نمره څو لیدلې ده؟

د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي د هستولوژي دیپارتمنت استاد پروفیسور ډاکټر "شاهین شاه نوري" یو بااخلاقه، مهربان او وړ انسا...
12/10/2026

د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي د هستولوژي دیپارتمنت استاد پروفیسور ډاکټر "شاهین شاه نوري" یو بااخلاقه، مهربان او وړ انسان چې شتون یې د زده‌کوونکو او همکارانو لپاره ارزښتناک او الهام‌ بښونکی دی. ځینې استادان یوازې درس نه ورکوي؛ بلکې لارښوونه کوي، هیله پیدا کوي او د خپلو زده‌کوونکو د شخصیت یوه برخه ګرځي.❤
استاد شاهین شاه نوري هم د هغو استادانو له جملې څخه دی چې تل یې هڅه کړي چې زده کونکي تشویق او رهنما کړي. ❤
مخترم استاد خپله د تخصص دوره په علي آباد تدریسي روغتون کې هم مخته وړي؛ د دې قدرمن استاد لپاره د لا ډېرو بریاوو، ورځ تر بلې د لا زیات ځلېدو او تلپاتې سرلوړۍ هیله کوو، تر څو راتلونکي کې محصلینو ډاکټرانو او خپل هیواد ته خدمت وکړي.🤲🏻

08/10/2026

د احمد شاه ابدالي طبي پوهنتون د دوهم ټولګي محصلین ډاکټران 🍁❤
Be the Doctor

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Be the Doctor posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share