29/10/2024
البرت آینسټاین په تخته د خپلو زده کوونکو مخې ته دا فرموله ولیکله:
۹ × ۱ = ۹
۹ × ۲ = ۱۸
۹ × ۳ = ۲۷
۹ × ۴ = ۳۶
۹ × ۵ = ۴۵
۹ × ۶ = ۵۴
۹ × ۷ = ۶۳
۹ × ۸ = ۷۲
۹ × ۹ = ۸۱
۹ × ۱۰ = ۹۱
پدې سره ناڅاپه په ټولګي کې ګډوډي رامنځته شوه ځکه چې آینسټاین غلط ځواب ورکړ!!
سم ځواب ۹ × ۱۰ = ۹۰ دی.
ټول زده کوونکي یې په خندا شول.
آینسټاین د ټولو څخه وغوښتل چې خاموش شي او ویې ویل: "که څه هم ما نهه مسلې سمې حل کړې، هیڅوک مې ونه لیدل چې زما ستاینه وکړي!! مګر کله چې ما یوه تېروتنه وکړه، نو ټولو خندا پیل کړه. دا کړنه دا مانا لري چې که یو کس بریالی هم وي، ټولنه به د هغه تر ټولو کوچنۍ تېروتنې ته پام وکړي او دا به یې د خوشحالي لامل شي!
نو تاسي هیڅکله مه پرېږدئ چې انتقاد ستاسو هیلي له منځه یوسي، یوازینی کس چې هیڅکله تېروتنه نه کوي هغه دی چې هیڅ شی نه کوي."