01/07/2025
ایچ پیلوري H. Pylori نوی څیړنی ښۍ
دا بکتریا معمولا د معدې دننه ژوند کوي او کولای شي د معدې زخمونه، التهاب (میکروبي کیدل) او آن د معدې د سرطان سبب شي.
زموږ بدن ته څنګه داخلیږي؟
د انسان بدن ته د داخلېدو لارې:
1. د خولې له لارې (oral route):
✅ دا تر ټولو عامه لاره ده.
د ناپاکو خوړو خوړل
د ناپاکو اوبو څښل
له یو کس نه بل ته انتقال د خولې له لارې
➤ لکه: د لوښیو، ګیلاس یا کاچوغو شریکه کارول
2. د مواد غایطه څخه د خولی له لاري (fecal-oral route):
کله چې یو کس تشناب ته ولاړ شي، لاسونه سم ونه مینځي، بیا خوړو ته لاس ووهي.
3. چټل ځایونه یا سطحې (contaminated surfaces):
که چیرې یو څوک له H. pylori اخته شوی وي، نو هغه کولی شي چې دا بکتریا د خپلو لاسونو له لارې نورو ته انتقال کړي، که نور خلک هماغه سطح یا شی لمس کړي، او بیا خوله ته لاس یوسي.
دا یوه مهمه لاره ده چې بکتریا د یو شخص نه بل ته انتقالیږي.
🛡️ د مخنیوي لارې:
د خوړو مخکې او تشناب وروسته لاس مینځل
د پاکو اوبو استعمال
سم پخه شوې خواړه خوړل
له ناروغو خلکو سره د لوښو نه شریکول