26/05/2026
د النور طبي پوهنتون ادارې له لوري د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت، د نړۍ ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول دروند، باعزته او مجاهد افغان ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو.
الله تعالی دې دا مبارکې او سپېڅلې ورځې زموږ د هېواد او ولس لپاره د سولې، اتفاق، سوکالۍ، رحمت او برکت سبب وګرځوي، او د امت مسلمه ترمنځ دې د ورورولۍ، مینې او یووالي فضا لا پیاوړې کړي.
لوی اختر یوازې د خوشحالۍ ورځ نه، بلکې د قربانۍ، ایثار، انسانیت، بښنې او خدمت ستر پیغام هم له ځان سره لري. هیله ده چې د دې مبارکو ورځو په برکت زموږ په ټولنه کې د علم، اخلاقو، خدمت او متقابل احترام روحیه نوره هم وده وکړي، او ځوان نسل د پوهې، مسلک او انسانیت له لارې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
النور طبي پوهنتون د معیاري، عصري او عملي لوړو زده کړو ترڅنګ، د خپل ولس خدمت، د علم ترویج، او د سالمې او پرمختللې ټولنې جوړول خپل اساسي مسئولیت ګڼي، او هڅه کوي چې د علم، کیفیت او مسلک له لارې هېواد ته با استعداده او ژمن کدرونه وروزي.
یو ځل بیا د لوی اختر مبارکي ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول افغان ولس ته وړاندې کوو.
الله تعالی دې زموږ عبادتونه، قربانۍ او نېکې هیلې قبولې کړي، وطن مو آباد، ولس مو سوکاله او اختر مو له خوښیو، امن او برکتونو ډک وي.