30/04/2026
🛌 د ملا ډیسک جدي ونیسئ!
د ملا ډیسک هغه وخت رامنځته کېږي چې د مهرهګانو ترمنځ نرم بالښتونه (ډیسکونه) زیانمن شي یا له خپل ځایه ووځي او پر عصب فشار راوړي.
🔹 نښې:
✔ د ملا درد
✔ پښو ته خپرېدونکی تېز درد
✔ د پښو بېحسي یا خارښت (گزگز)
✔ د پښو کمزوري
✔ د ناستې، کږېدو یا دروند شي پورته کولو پر مهال درد
🔹 د خطر عوامل:
❌ درانه شیان په ناسم ډول پورته کول
❌ اوږده ناسته
❌ چاغښت او کمتحرکي
❌ اوږده موټر چلونه
❌ د ملا او ګېډې د عضلو کمزوري