29/08/2026
خپلسري درملنه یا (Self Medication)
ډېر زیات خطرونه لري او له بده مرغه په افغانستان کې زیاته عامه ده.
هیله ده تاسې پخپله، د کورنۍ غړي او یا خپل/خپلوان مو د خپلسري درملنې له خطرونو اول خبر او بیا په کلکه ور څخه ډډه وکړئ.
د خپلسري درملنې یو څو خطرونه:
۱: ځان ته د ناروغۍ غلط تشخیص ایښودل؛ د غلط تشخیص په صورت کې غلطه درملنه صورت نیسي. هم مادي تاوان دی او هم ناروغ د درملنې سره نتیجه نه ورکوي.
۲: په خپل سر د درملو کارول، راتلونکې سهي درملنه او سلا/مشورې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي. که د ناروغۍ په سر کې ناروغ د یو قلم درملو سره ښه کیږي، په خپلسر د درملو کارولو وروسته همغه ناروغي ښایي درې/څلور قلمه درملو ته اړتیا ولري.
۳: خپلسري درمل په بدن کې منفي عکس العملونه را ولاړولی شي؛ چې حتی کیدای شي د یو انسان پر مرګ تمام شي.
۴: خپلسري درملنه د یوې ناروغۍ حالت بدتر خواته بیایي.
۵: ځینې درمل په خپل منځ کې سره متضاد دي، که یو ځای وخوړل شي؛ معیوبیت، مړینه او شدید جانبي عوارض رامنځته کوي.
۶: خپلسري درمل؛ د معتادۍ او ناوړه کاروونې خطر لري.
ډېر زیات مثالونه شته؛ خو دلته یې نه لیکم ـــ لیکل یې یو نقل دی.
۷: په خپلسري درملنه کې د درملو ډوز تعین نه وي؛ د اکثریت ناروغیو د درملنې لپاره د درملو معین ډوز او وخت معلوم دی ـــ پرته له معلوم ډوز او وخت؛ اثر نه کوي.
۸: او په پای کې خپلسري درمل کارول؛ د ځینو شدیدو ناروغیو اعراض/علایم پټوي.
مثلاً: د چا چې په خیټه درد شي، هغوی دې د درد درمل خوري ځکه په خیټه کې د زیاتو ناروغیو درد حس کیږي ـــ که د درد درمل وخوړل شي، معالج ډاکټر ته د ناروغۍ تشخیص سختیږي ـــ ښایي ځینې مرګوني ناروغۍ پکې د درد د درملو له امله د معالج ډاکټر څخه پټې شي.
ــــ خپلسري درملنه یو ډول د خپل صحت خیال ساتل دي، واړه زخمونه او واړې ناروغۍ په خپله تداوي کول پر صحي سیستم د بوج کموالی دی؛ خو برسیره پر دې، ناروغانو لره پکار دي چې د خپل ځان علاج پخپله ونکړي ـــ معالج ډاکټر سره مشوره اړینه ده تر څو د پورته خطراتو مخنیوی شوی وي.
#ستاسې د ښې روغتیا په هیل