21/02/2026
#پنټوپرازول .
پنټوپرازول ( Pantoprazl)د پروټون پمپ مخنیوی کونکې درمل دي چې په معده کې د تولید شوي اسیدونو اندازه کموي. ددي سر بيره پنټوپرازول په لویانو او ماشومانو کې چې لږ تر لږه 5 کلن وي د Erosive Esophagitis
د درملنې لپاره هم کارول کیږي.Esophagitis یو ډول دی چې د Esophageal زیان لري. Esophagitis د Esophagus خارښ یا پړسوب دی او دا هغه ټیوب دی چې د ستوني څخه معدې ته تیریږي.
پنټوپرازول معمولا تر 8 اونیو پورې په یو وخت کې ورکول کیږي پداسې حال کې چې ستاسو د اسوفاگس درملنه کیږي.
پنټوپرازول د Zollinger-Elison syndrome او نورو شرایطو د درملنې لپاره هم کارول کیږي او دحمل په B کټګورۍ کې شامل دي
پنټوپرازول په 10mg ,20mg ,40mg تابلیت او کپسول او 40mg زرقي ویال سره مارکيټ ته وړاندې شوي .
* دعمل ميکانيزم -Mode of action
د پنټوپرازول د عمل میکانیزم دا دی چې د معدې داسید په تولید کې په وروستي مرحله مخنیوی کوي .
The mechanism of action of pantoprazole is to inhibit the final step in gastric acid production.*- استطباب : Indication
د معدي او وړو کولمو زخم، بد هضمي، د معدي سوزش، د معدي پړسوب، خولې ته د معدي محتوي راتلل یا GERD ، زولینجر الیسون سیندروم، H-pylori او د معدي التهاب د تداوی لپاره استعمالیږي.
* - مضاد استطباب Contraindication
د ځګر شدید اختلالات، فرط حساسیت، ماشومان او شیدي ورکونکې میندي.
* - جانبې عوارض Said effect
سردردی ،جلدي خارښت، دبندونو دردونه،عضلي دردونه، ګنګسیت، خوبجنتوب او د ځګر دانزایمونو زیاتوالی.
* - دوز
کاهلان فمی 20-40 mg نیم ساعت مخکې له خوړو.
او زرقي د ورځې یو ویال اویا هم د معالج داکتر یا فارمسیست د هدایت مطابق.
* - متقابل دوایې اغیزي :
فنوتوئین، دیازیپم، وارفارین، دایجوکسین، ایتراکونازول او د وینې دعلقه کیدو ضد درمل
شير يي کړئ