Mirwais Dental Clinic - ميرويس د غاښونو کلينيک

Mirwais Dental Clinic - ميرويس د غاښونو کلينيک Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mirwais Dental Clinic - ميرويس د غاښونو کلينيک, Medical and health, د قره باغ بازار، قره باغ، غزنى ميرويس د غاښونو کلينيک, Qarabaghi.

21/01/2023

سلامونه دوستانو الله. ج. دې وکړي چي روغ با یاست

22/08/2022

امينو ګليکوسايډ Aminoglycosides
امينو ګليکوسايډ يوقوي باکتریا وژونکي انټيبیوټیکونه دي چې د باکتریایی حجرو په خارجي غشا کې د فشرونو په رامینځته کولو سره عمل کوي. دوی په ځانګړي ډول د ایروبیک ، ګرام - منفي باکتریا پروړاندې فعال دي او د ځینې ګرام مثبت ارګانیزمونو پروړاندې همغږي عمل کوي. Gentamicin هغه امينوګليکوسايډ دي چې ترټولو عام کارول کیږي مګر امیکاسین ( Amekacin)ممکن د مقاومت لرونکي ارګانیزمونو په وړاندې اغیزمن وي . امينو ګليکوسايډ د معدې او د ادرار د لارې د جدي انتاناتو، او همدارنګه د باکتریمیا او Endocarditis په درملنه کې کارول کیږي. امينو ګليکوسايډ دپروفیلیکسس لپاره هم کارول کیږي، په ځانګړې توګه د Endocarditis په وړاندې. مقاومت نادر دی مګر په فریکونسۍ کې ډیریږي .
يا په لنډول ويلي شو چې امينو ګليکوسايډ د قوي انټيبیوټیکونو یوه ډله ده چې په عمده ډول د ځینې انتاناتو درملنې لپاره کارول کیږي چې د ایروبیک ، ګرام منفي باکتریا لخوا رامینځته کیږي. نو ويلي شو چې امينو ګليکوسايډ معدې، ادرار لار ، پوټکي . نرم نسج، هډوکو. رحم، وینې، د سترګو. غوږونو، سږو او زړه د شدید انتاناتو په درملنه کې کارول کیږي .
what is the side effects of aminoglycoside
دامينو ګليکو سايډ بدي اغيزي .
د امینوګلیکوسایډونو جدي هراړخیزې اغیزې عبارت دي له
- : نیفروټوکسیت (د درملو د زهرجنو اغیزوله امله د پښتورګو فعالیت خرابيدل )
:- اوټوټوکسیت: ممکن د اوریدو لامل شي.
نوري عامي هر اړخیزې اغیزې يي په لاندې ډول دي:
۱ - په غوږونو کې ګونګوسي او شوماشور
۲ - په ناروغ چکر راتلل
۳- د عضلاتو کمزوری او نخاع.
۴- د سر درد.
۵ - التهاب او کانګې

دامينو ګلايکوسايډ دعمل ميانيزم .Mode of action.
مونږ دلته بيلا بيل نظريات راخلو .

1= امينو ګلايکوسايډونه د ریبوزوم په s 30. ساحه کې د پروټین د جوړښت څخه مخنیوی کوي.

2= امينو ګلايکوسايډونه په باکتريا يي حجرو کې د سب يونيټ ۳۰ s ريبوسومل ( Subunit 30 s Ribosmal) سره نښلې او دپروتين دجوړيدو مخنيوي کوي .
3= امينو ګليکوساډونه دخاريجي چینلونو او د غیر فعال خپریدو له لارې د باکتریا خارجي غشا څخه تیریږي بیا د 30s ریبوسومل سب يونیټ سره تړل کیږي او په همدي توګه د پروټین دترکیب مخ نيوي کوي .

4= امینوګلیکوسایډونه د باکتریا دپروټین دجوړښت مخنیوی کوي او باکتریا وژني .
ياده دی وي چې امينو ګلايکوسايډون باکتريا وژونکي انتيو بيوتيکونه او یوازې د ګرام منفې (-) باکترياووپروړاندې فعال دي .
نوټ . که غلطي په کې شوي وي راته يي په ګوته کړئ.
فريد الله اکا خيل

ځيني امينو ګليکو سايډون . Aminoglycosiads

Amikacin
Gentamicin
Neomycin
Streptomycin
Tobramycin

#سيفالوسپورين ( Cephalosporin's ) څه شې دي
سيفالوسپورين ( cephalosporins ) د بيټالکټم (β-lactam ) انټيبیوټیکونو یوه ټولګه ده چې په اصل کې د اکریمونیم فنګس څخه اخیستل شوي، چې مخکې د سيفالوسپوريوم ("Cephalosporium) په نوم پیژندل کیدل . سیفالوسپورین په 1945 کې کشف شو، او لومړی په 1964 کې وپلورل شو.
همدا رنګه مونږ ويلي شو چې سیفالوسپورین د بیټا لیکټام انټي مایکروبیلونه دي چې د ګرام مثبت او ګرام منفي باکتریاوو څخه د انتاناتو پراخې لړۍ اداره کولو لپاره کارول کیږي. يا په لنډول ويلي شو چې سيفالوسپورين د بکتريا وو ضد درمل دي او په په ګرام منفې يا ګرام نيګيټيف او ګرام مثبت يا ګرام پوزيټيف بکترياوو باندي تاثير لري .
ددې سر بيره سیفالوسپورین په پنځو نسلونو ویشل شوي د دې لپاره چې مخدره توکي رامینځته شوي اوپه عموم کې دسيفالوسپورين هر نسل د باکتریا د ځانګړو ډولونو په وړاندې اغیزمن دی.
د لومړي نسل سیفالوسپورین په ابتدايي توګه د هغو انتاناتو په وړاندې کار کوي چې درملنه یې اسانه ګڼل کیږي، پداسې حال کې چې د وروستي نسل سیفالوسپورین د ډیرو سختو باکتریاوي انتاناتو لپاره ساتل کیږي او درملنه يي کوي

* سيفالوسفورين دڅه شې لپاره کارول کيږې ?
په عمومي ډول روغتيا پالان سيفالوسپورين دمختليفو باکترياوي انتاناتو ددرملني لپاره استعمالوي چې دلته به يي مونږ ځيني انتانات زکر کړو چې سيفالوسپورين يي درملنه کولاي شې .
۱- د پوستکي او نرم نسج انتانات
۲- د ادرار د لارې انتانات (UTIs)
۳- د ستوني درد
۴- د غوږ انتانات
۵- د سږو پړسوب
۶- د سينوس انتانات
۷- مننژيت:
ددي سر بيره يي دغه لاندي يي هم استعمال ځايونه يا (indications ) دي
دتنفسى سيستم انتانات , د هضمى سيستم انتانات , د غوڔ , پوزى او ستونى انتانات , دبولې لارو انتانات , دنرمو انساجو او هډوکو انتانات , دپوستکى انتانات, سوزاک او سفليس اود غاښونو انتانات او نور هغه حالتونه چى دا درمل پکې کارول کيڔې . اوس دخولي يعني کپسولز قيسم او انجيکشن باندي لږ تم کيږو .
۱- دخولې له لارې سيفالوسپورين استعمالول-
د خولې له لارې سیفالوسپورین عموما د ساده انتاناتو لپاره کارول کیږي
مننه

09/08/2022

دسګرټو څکولو خطرونه
نشه یو ډېر بد عادت دی چې عموماً نارینه پرې اخته کېږي. سره له دې چې د نشه يي توکو استعمال د اسلام د مبارک دین له نظره حرام دی، هوسا ژوند هم بربادولی شي. د اسلام سپیڅلي دین انسانان له نشو منع کړي دي. له حضرت جابر (رض) څخه روایت دی چې حضرت محمد (ص) فرمایلي دي: هر نشه راوړونکی او مستي راوستونکی څيز حرام دی.
ساینس او طب هم دا ثابته کړې ده چې د نشه یي توکو استعمال ستاسو بدن زیانمنولی شي. نشه او په ځانګړي ډول د سیګرېتو څکول یو تر ټولو ضررناک او بد عادت دی چې د بدن هر غړی مو اغېزمنولی شي او د هغه غړي د خرابېدو لامل ګرځي.
یوې تازه څېړنې ثابته کړې ده چې هرکال یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې د سیګرېټو په څکولو ۵۸۰۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د نشې لفظ یوازې سیګرېټو ته نه دی ځانګړی شوی، بلکې ټول نشه يي مواد چې د انسان حالت بدلولی شي، نشه بلل کیږي، لکه: نسوار، چرس، پوډر، اپین، هیرویئن، شراب او داسې نور.... د نشه يي توکو زیانونه زيات دي، خو موږ یې دلته ځیني زیانونه روښانه کوو:
۱- نشه انسان ته د زړه ناروغي پېدا کوي. د زړه د رګونو یا شریانونو د بندېدو ناروغیو خطر ورسره دوه چنده کیږي، همداراز د وینې په رګونو کې مو وینه په ښه توکه حرکت نشي کولی، ځکه نشه مو شريانونه کلکوي.
۲- په سرطاني ناروغیو کې هم د نشه يې توکو استعمال زیات رول لري. یوې څېړنې یې ۹۰٪ مړینه د سرطان ناروغي بللې. د ښځینه و د سږو سرطان د ۲۸ چنده پېښو مسؤلیت په غاړه لري چې په ځانګړي توګه د سږو سرطان سبب ګرځي.

۳- ډېری نشه يان د معدې د زخم څخه شکایت کوي، دا ځکه چې د نشې له امله معده هم له ځینو ستونزو سره مخ کیږي.
۴- نشه د وينې فشار لوړه وي، تنفسي سیستم یې خرابیږي او هغه خلک چې نشه کوي، زیاتره ورباندې د زړه حمله راځي، چې انسان ته دوامدار ټوخی او د سينې التهاب پيدا کوي. سګرت څکول د نارینه و د سږو د کانسر خطر ۲۵ چنده، د دماغي سکتې د خطر نسبت له دوه تر څلور چنده، د مثانې، وینې، د رحم غاړې، پښتورګو، لویو کولمو ځیګر، تالو، ټانسل، سرې غاړې، پانکرانس، معدې، د هوا نل، مرۍ ، حنجرې، قصبي ناروغیو او همداراز د حافظې او جنسي قوت کمزورتیا، دخولې بدبويي، دغاښونو خرابېدل او د پوستکي د راټولېدلو (ګونجي کیدلو) ته هم د خطر زنګ بلل شویدی..

د سګرټو څکونه مو حافظه کمزورې کوي: حافظه مو د سګرېټو څکولو ترڅنګ یو شمېر نور عادتونه هم کمزورې کولی شي، لکه: د سهارنۍ نه خوړل، د حد نه زیات خوراک کول، دډېرو خوږو خوړل، پوره خوب نه کول، د ککړې هوا تنفس کول، د ناروغۍ پر وخت کار کول، د خوب پر وخت د سر پټول او کمې خبرې کول هغه څه دي جې د حافظې په کمزورې کولو کې مهم رول لري. ډيری زده کوونکي چې کله ناکله د درس د زده کړې څخه شکایت کوي او وايي چې کله ښوونکی په درسي خونه کې درس راکوي په بشپړ ډول د ښوونکي څخه اخذ (لاس ته راوړنه) نه شم کولی… او د ښوونځي یا پوهنتون د درسونو څخه داسې نورې بهانې هم کوي…… دا چې د دوی په سم ډول درس نه زده کیږي؛ لامل هم د پورته عادتونو ترسره کول دي چې موږ یې یادونه وکړه، همدغه ستونزي دي چې زده کوونکي ورسره د درسي بهیر په دوران کې لاس او ګرېوان دي.

که غواړې چې همدې ستونزو ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدئ؛ نو د نشه يي توکو د کارونې څخه په ډېرو هڅو او کوښښونو سره ځانونه وژغورئ! همدارنګه د سګرېټو په پریښودلو کې یو ښه حقیقت هم شته؛ د مهربانۍ له مخې سګرېټ پرېږدئ، کله چې سګرېټ څکول پرېږدئ نو:
۱- شل دقیقې وروسته مو د زړه ضربان او د وینې فشار راښکته کېږي،
۲- دولس ساعته وروسته مو په وینه کی د کاربن مونو اکساید د زهرجن ګاز اندازه نورمال حالت ته راښکته شي.
۳- درې میاشتې وروسته مو د وینې جریان او د سږو دندې نورمال کېږي.
۴- نهه میاشتې وروسته مو ټوخی کمېږي او په اسانۍ به ساه وباسئ.
۵- یو کال وروسته به مو د زړه د رګونو د ناروغیو خطر نیم په نیمه راښکته شي.
۶- پینځه کاله وروسته به مو دخولې، حلقوم، مرۍ او مثانې د سرطان خطر پنځوس سلنه راښکته شي.
۷- د زړه حرکتونه به مو خپل اصلي او طبیعي حالت ته را وګرځي.
۸- او د لاسونو او قدمونو حرارت به هم خپل اصلي حالت ته را وګرځي.
نو په مهربانۍ سره هر څومره ژر چې سګرېټ پرېږدئ، هومره ژر به مو بدن په بېرته رغېدا پی کې مهم ونډه واخلي.

03/08/2022

Gingival Recession /Receding Gums
د ورۍ شاته تګ یا کمیدنه

د وری شاته تګ یا کمیدنه چې د gingival recession یا receding gums په نوم یادیږی عبارت له هغه حالت څخه دی چې په هغه کې وری کمیږی او د غاښونو ریښي ښکاره کیږی.

دغه gingival recession یوه عامه ناروغی ده چې اکثره په هغو خلکو کې منځ ته راځی د چاچې عمر څلویښت کالو وی مګر د لس کلنی عمر څخه هم د شروع امکان لری.

د gingival recession عمده علت د غاښ د شاوخوا انساجو امراض یا periodontal diseases دي.

د غاښونو برس استعمال په ناسمه توګه، د غاښونو د تار dental floss غلت استعمال، د خولی د خرابی حفظ الصحی له وجی د باکټریا تجمع د غاښونو ترمنځ فاصلو کې چې په نتیجه کې د وری د بی درده، مزمن التهاب باعث کیږی چې تدریجى وری کمیږی او په نتیجه کې د غاښونو هډوکی له منځه ځی او د غاښونو د خوږیدو لامل کیږی.
د غاښونو دبرس زیات،غلت او سخت استعمال هم د غاښونو د اینامل او gingival line یو دبل څخه جدا کوی او gingival line منځ ته راوړی.
په ارثی توګه ځینی انسانان نری،کمزوری، ماتیدونکی، او بی کفایته وری لری چې د gingival recession سبب کیږی.
ځینی خلک د غاښونو د چیچلو او د دواړو زامو د غاښونو یودبل سر د سولولو عادت لری چې د bruxism په نوم یادیږی چې دغه علت د غاښونو مختلف امراض منځ ته راوړی چې یو له هغه امراضو څخه gingival recesdion دی.
معدی تیزاب یا هایډروکلوریک اسیډ hydrochloric acid چې خولی ته د زیاتو کانګو او یا د معدی د علوی معصری د وظیفی خرابوالی له وجې خولی ته پورته کیږی د غاښونو د اینامل د ډیمنرلایزیشن سره د gingival recession سبب هم کیږی.

د تنباکو ژول او د نسوارو استعمال د gingival recession ترڅنګ د خولی سرطان هم منځ ته راوړی.

بعضی غلط عدتونه لکه د ګوتو د نوکانو وهل په خوله کې او یا د قلم سولول د غاښونو او وریو پرسطحو هم د gingival recession سبب کیږی.

د scurvy یا د غذائ vitamin-c کموالی.

Acut necrotizing ulcerativ gingivitis
هم د وریو د gingival recession سبب کی

01/08/2022

د حمل پر مهال د غاښ ویستل
Tooth Extraction During Pregnancy
د حمل پر مهال د غاښونو ګیرچاپیره میکروبی پلک تجمع کوی او د پیریوډانټل یا د وری د امراضو سبب کیږی.
د وری امراض اکثره وخت د وری د پړسوب او د وری د التهاب سره یوځای لیدل کیږی.
د حمل پرمهال د هورمونونو د تغیر له وجی د عقلی غاښ او وریو التهابی حالت نسبت نورو وختونو ته زیات لیدل کیږی.
داچې مونږ په دې پوهیږو چې حمل د یوۍ امیدواری مور په ژوند کې یو خاص حالت دی نو ځکه یوه خاصه توجه هم باید په دغه حالت کې وکړی شی بلخصوص هغه مهال چې د غاښ ویستلو ضرورت وی.
مهمترینه نقطهدد حمل پرمهال دادهدچې جنین یا فیټس fetus ته نقصان پیښ نه شی.

د غاښونو ډاکټران او د خولی جراحان یا oral surgens اکثره وخت ددغاښونو ویستلو څخه د حمل پر مهال ممانعت کوی غو دا مفکرهدهم سمه نه ده، ځکه د غاښ درد هغه نارحته کونکی حالت دی که تداوی نه شی نو یوه حامله مور به د سټریس او درد له وجې کیدای شی یا خپل حمل دلاسه ورکړی یعنی سقط یا abortion واقع شی او یا د مور د شدید ناراحتی، سټریس او تکلیف له وجی د جنین د سوی شکل یا malformation سبب شی.
که چرته یوه مور د حمل پرمهال د غاښ مسلسل او جاری درد لرونکی وی، نو د غاښ ویستل یو اړین او ضروری عمل دی.
هغه وخت چې یوه حامله مور د غاښ د درد په ثابت حالت کې قرار ولری، نو نیسائ ډاکټره یا ګینیکالوجسټgynecologist هم د غاښ ویستل لازمی بولی.

د حمل پرمهال د غاښ ویستلو بهترین وخت دویم.ټرائیمیسټر second ttimester دی او که امکان وی چې په اول او دویم ټرائیمیسټر کې د غاښونو ویستنه وځنډیږی او بله عوضی تداوی په کار یوړل شی نو غوره به وی، چې عوضی تداوی په لمړی قدم کې کیموتراپی او په دویم قدم کې د غاښ د کانالونو د عصب تداوی یعنی RCT ده.
Trimesters in pregnancy د حمل د دوری ټرائیمیسټرونه
د حمل دوره په دری ټرائیمسټرونو ویشل شوی ده.
۱: لمړی ټرائیمیسټر یا first trimester
په لمړی ټرائیمیسټر کې د جنین اورګانونه جوړیږی یعنی organogenesis of fetus مرحله ده.
که په لمړی ټرائیمیسټر کې مور نارحته او د سټریس لاندی وی، نوپه دغه حالت کې به د جنین جوړیدنه یو سوی شکل یا د طبعی جوړښت څخه غیرنارمل شکل یا malformation غوره کړی.

۲: دویم ټرائیمیسټر
د حمل په دویم ټرائیمیسټر کې جنین یوازی نمو کوی، چې د حمل دویم ټرائیمیسټر یو محفوظه دوره ده چې د غاښونو ټول پروسیجرونه په کې اجراء کیدای شی.

۳: دریم ټرائیمیسټر
د حمل په دریم ټرائیمیسټر کې د وینی حجم زیاتیږی چې په دریم ټرائیمیسټر کې د یوی حاملی مور د ډیر وخت دپاره د غاښونو پرچوکی پاتیکیدنه د حاملی مور د ناراحتی سبب کیږی.
که چرته ناروغ په دریم ټرائیمیسټر کې د غاښ له درد څخه نارحته وی او د غاښ ویستل د ناروغ دپاره ضروری وی نو باید د دریم ټرائیمیسټر پهدلمړی میاشت وویستل شی.

Medication during pregnancy د حمل پرمهال د دوایانو استعمال
د درد ضد دوا Pain killers
د حمل پرمهال د درد ضد محفوظه دوا چې د حمل له پیل څخه تر پایه استطباب لری paracetamol یعنیacetaminophen ده، ایبوپروفین Ibuprofen د حمل له شروع څخه تر دوه دیرشتمی انی till 32 weeks پوری استعمالیدای شی.
که چرته درد سویر/severe حالت کې وی نو د نرکاټیکس له جملی څخه codeine محفوظترینه د درد ضد دوا ده.

Atibiotic used during pragnancyد مائیکروب ضد دوا د حمل پرمهال
د حمل پر مهال penicillin او cephalosporin توصیه کیږی مګر په دې شرط چې د پورته ذکرشو دوایانو سره ناروغ حساس نه وی، د مائیکروب ضد نوری دواګانی چې په حمل کې استطباب لری په راتلونکو پوسټونو کې به پری انشاالله بحث وکړم.

Using anesthesia during pregnancy د حمل پرمهال د انستیزیا استعمال
لیډوکائین عموماً د موضعی انستیټیک ایجنټ په صفت استعمال لری، مګر هغه ناروغان چې د لیډوکین سره حساس وی له یو سلنه د زرق وړ ډایافین هیډرامین injectable %1 diphenhydramine څخه استفاده کوی شی چې ډاافین هیډرامین په A کټګری کې مګر د امریکائ په متحده ایالاتو کې د B کتګری لاندی کلاسفیکیسن شوی دی یعنی په حمل کې محفوظه دواده او په جنین کو ټیراټوجنیک تاثر نه لری.

د ایکس شعاوی د حمل پر مهالX-rays during pregnancy
که چرته د غاښ ویستلو پرمهال ایکسری ته ضرورت وی، باید د مریض د بدن علوی برخه د lead apron shield په مرسته کور شی.
مګر د غاښونو ایکسری چې 2MAقوت لری نو د شعاع ډوز ئ محغوظ دی او په امبریو یا embryo او جنین یا fetus د نمو په پروسه کې کوم ټیراټوجنیک تغیرات نه راولی مګر باید له احتیاطی تدابیرو څخه کار واخیستل شی.

01/08/2022

د غاښونو کریمونه د مختلفو موادو څخه تشکیل شویدی•••

د غاښونو د وینځلو کریمونه چي د خولي د جوف د حفظ الصحی لپاره استغماليږی د لاندی اساسی اجزاوو څخه تشکیل شویدی.

1 سپین رنګ لرونکی تباشیری ماده: چی د غاښونو کریم ته د پاکولو خاصیت ورکوی.

2 اصلی مواد یا (Active durg) چی د غاښونو کریم ته د ځګ خاصیت ورکوی.

3 ګلسرین: چې د غاښونو کریم ته نرمي او چسپ کیدو خاصیت ورکوی.

4 نشایسته، سودیم، کاربوکس، میتایل، سلولوز: چی دغه مواد سره يوځای کیږی او د کریم دیوځای کیدو يا خمیره کیدو خاصیت لری ترڅو په اسانۍ سره دغه کریم خپل اصلی خاصیت د لاسه ورنکړی او خراب نشی.

5 سرپوښ، تیوب همدارنګه بیولوژیکی مواد لکه فلورین، ویټامینونه او نور پکي شامل دي.

• د غاښونو کریمونه په دوه ډوله دی.

1 حفظ الصحوی کریمونه: چی د غذایی پارچو او میکروبی پلاګ او نور میکروبونو د پاکولو په نیت استعمالیږی.

2 معالجوی کریمونه: دغه کریمونه د ناروغیو د درملنی په موخه استعمالیږی.

01/08/2022

شاک:Shock
د طب او نرسینګ زده کړیالان او د عاجل وارډ کارکوونکی باید د شاک(Shock) اړوند نښی وپیژنی او د دی بیړنی حالت درملنه په وخت تر سره کړی.

تعریف:Diffination
شاک قوی ژوند ګواښونکی حالت دی. شاک هغه وخت رامنځته کیږی چی کله بدن ته د دورانی وینی بهیر کم یا له ستونزی سره مخ شی.

شاک پنځه⑤ اصلی ډولونه لری چی په لاندی توګه یی یادونه کیږی.

① — اناپیلاکتیک شاک:Anaphylactic Shock
دا ډول شاک د حساسیت په وړاندی دبدن د عکس العمل په پایله کی منځته راځی. عوامل یی.

درمل لکه پنسیلین،سیفالوسپورین او وریدی آیرن.
د خزندو نیش یا چیچلو له لاری.
دځینو نباتاتو شیره...

نښی: Sign/Symptoms
← د فشار ټیټ والی یا سقوط.
←د تنفس یا ساه اخیستلو ستونزی
← د ژبی او شونډانو پړسیدل.
← د پوستکی رنګ الوتل.

درملنه: Treatment
ایپنفرین (epinephrine)وریدی لګول ورپسی هایدروکورتیزون(hydrocortisone) او انتی هستامینیک د تنفس د اخستلو لپاره اکسجن او یا هم برانکودایلوټورز لکه البوتیرول(albuterol) تطبیقول.

②— کاردیو جینیک شاک:Cardiogenic shock
دغه شاک معمولا د زړه عضلی ته د وینی له نه رسیدلو یا (MI) او د زړه د حملی (heart attack) په پایله کی واقع کیږی.

نښی:S/S
←د زړه د حرکاتو ډیریدل(increased heart rate)
←سخت او زر زر تنفس.
← د رنګ بدلیدل یا الوتل.
← د تشو متیازو نشتون یا کمیدل.
Treatment : درملنه:
د ترومبولایتیک درمل تر څو وینه نرۍ کړی او د جراحۍ عملیات انجیوپلاستی تر سره کول.

③— هیمورجیک شاک hemorrhagic Shock
دا شاک هغه مهال رامنځته کیږی چی بدن ۲۰% سلنه یا تر دی زیاته وینه له لاسه ورکړی. چی ډیری وخت د ټپی کیدلو او ترافیکی پیښو وروسته منځته راځی.
نښی:S/S
← د وینی بهیدل.
←خولی کیدل.
←ګنګسیت.
←ګچ او ګول کیدل(Confusion)
←په بیړه تنفس کول.
←د ننۍ وینی بهیدنی په صورت کی د ګیډی درد ،ګانکی او د تور رنګه غایطه موادو خارجول.

درملنه: Treatment
داسی مرسته وشی چی د وینی بهیدل و دروی او دلاسه تللو مایعاتو د بیا پوره کولو لپاره وریدی کرستلویید او د وینی ور کونه پیل شی.
داسی درمل لکه ډوپامین (dopamine) او ایپنیفرین(epinpherine) د زړه د حرکاتو د زیاتید او دوینی د پمپ کولو د قدرت په خاطر تطبیق شی.

④— نیوروجینیک شاک:Nueroginic Shock
دا رقم شاک هغه وخت راځی چی د عصبی مرکزی سیستم خرابتیا رامنځته شی او یا (spinal cord) ته صدمه ورسیږی.

نښی:S/S
←دفشار یو ناڅاپه ټیټدل.
← ګرم او رنګ الوتی پوستکی.
← د زړه د حرکاتو کموالی.

درملنه: Treatment
د لاندی درملو کارونه
لکه ، atropine، Dopamine ،vasoprosin تطبیقول تر څو د زړه حرکات او د زړه ضربان نارمل حالت ته راوګرځی.

⑤— سیپټیک شاک:Septic Shock
دا ډول شاک د باکتریاوو، ویروسونو او فنګل د حملی په پایله کی چی سيپسیس(Sepsis) رامنځته کوی او بیا سيپټیک شاک را منځته کیږی.

نښی:S/S
د تشو متیازو کموالی.(low urine out)
تبه.
ګنګسیت.
سرګرځیدل.
د زړه ضربان زیاتوالی.
زر زر تنفس کول.

درملنه: Treatment
د موجود انتان لپاره د هغه اړوند وریدی انتی بیوتیک ورکول د حیاتی اورګانونو له خرابیدلو مخنیوی د انسولین او کورتیکواستروییدونو تطبیقول.

مونږ او تاسی په ورځنی ژوند له دی ډول پیښو سره مخ کیږو نو لازمی بریښی ترڅو د خپلی پوهی په اساس د هیوادوالو او خپلو کورنیو د مرګ کچه را کمه کړو.
مننه

01/08/2022

الرژی Allergy

الرژي، حساسیت يا د وجود ناڅاپې غبرګون، د وجود د دفاعي سيستم د فعالیت په مانا دی، چې دا فعالیت وجود د بیلابیو اجنبي او ناروغي منځ ته راوړونکو څېزونو په وړاندي ښيې.

په بله مانا؛ حساسیت يا الرژي د وجود يوه نورماله او ضروري پروسه ده، چې د وجود دساتنې او ژغورنې لپاره ارزښت لري.

سره له دې چې يوه نورماله او با ارزښته پروسه ده خو په ځينو خلکو کې کله کله دا طبعې پروسه له خپل نارمل کچې څخه زیاتوالی مومي او په وجود کې د یو لړ عذاب رسوونکو نښو نښانو د منځ ته راتلو سبب ګرځي.

د وجود دا غبرګون ساري نه دی خو په ځینو کورنيو کې زیات لېدل کېږي چې د هرې کورنۍ په ارثيت باندې دلالت کوي.

کله به مو څوک لېدلې وي يا به په خپله له داسې حالت سره مخ شوې ياست چې د ګلانو سره د نژدې ګرځېدو يا د غومبسې، مچۍ، او ميږي په واسطه چيچل کېدو په وخت کې مو په وجود کې درد، سوروالی، او پړسوب منځ ته راغلی وي، دا نښې په ګوته کوي چې د څه شې په واسطه وچيچل شوو او یا مو وجود لږ تر لږه له خطر سره مخ دی، دې ته نورمال طبعي غبرګون يا reaction هم ويل کېږي.

که چېرته موږ د څه شې په واسطه وچيچل شو يا مو بدن د زیان رسوونکو موادو په وړاندي غبرګون ونه ښيې نو کېدای شې و نه پوهېږو چې له خطر سره مخ يو يا د څه شې په واسطه وچېچيل شوو، په دې توګه زهر وجود ته په پراخه پيمانه داخليږي چې د ډېرو بدو پایلو د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي، کله چې خبر و نه اوسو يا مو د زیان رسوونکو موادو په وړاند وجود غبرګون ونه ښود آن د ځيګر او بډوډو د ناروغيو د رامنځ ته کېدو امکان شته.

مګر ځينې خلک بیا ډېر کله د دې مضرو موادو په وړاندې غير طبعي غبرګون لري چې د شديد پړسوب سوروالی او درد سبب شې کله هم د سالنډي نس درد، ګانګې د وينې د فشار سقوط او آن دمرګ لامل هم وګرځي.

ډېری کسان په طبعې ډول د وجود په داخل کې په غير طبعې توګه د حساسیت د عواملو د توليد ستونزي لري خو ډېر کم شمېر بیا د خارجې عواملو په مقابل کې شديد يا غير طبعې حساسیت لري

الرژي په څو ډوله ده؟

هغه ناروغۍ چې په الرژي پورې اړوندې دي يا هغه نارغۍ چې په وجود کې د الرژي د منځ ته راتلو له امله منځ ته راځې په لاندي ډول ډي سالنډي allergic rhinitis or allergic rhino sinusitis, eczema,urticaria,migraine Allergic conjunctivitis اونور………

ايا الرژي تر موسم پورې اړوند ده ؟

يو شمېر هغه ناروغۍ چې د الرژي په منځ ته راتلو پورې اړه لري ډېری يې د موسم د بدلېدو (تودوخې، ګرد، باد و باران، د ګلانو شيره، لوګی او سګريټ) همدارنګه د ويروسې امراضو د زیاتوالی او يو شمېر نورو عواملو سره نژدې تړاو لري.

ځينې وخت الرژي کېدای شې عمر پورې هم تړاو ولري:

الرژي په عمر پورې تړلي يوه داسې پروسه ده چې ډېر کله په ماشومانو او تنکيو ځوانانو کې ليدله کېږي، ځو انان هم او د پاخه عمر کسان هم وسره په ژوند کې يو ځل ضرور مخ کېږي چې کېدای شې د عمر په تېرېدو سره څه ناڅه ښه والی و مومي

څنګه کوای شو پوه شو چې يو کس يا پخپله الرژي لرو.؟

که چېرته نورو کسان مو ولېدل چې له الرژي شکایت کوي نو دا بسنه کوې چې پوه شئ چې الرژي منځ ته راغلې ځکه د الرژي په تشخیص کې د ناروغ شکایټ ډېر کله بسنه کوي الرژي په ګوته کړي.

خو له دې سره سره د هغو کسانو لپاره چې له الرژي شکايټ کوي يو لړ ازموينې سره ته رسېږي چې په لاندي ډول دي:

د وينې معاینات

د وينې معاینات ((RAST&IgE)) او د پوستکې د الرژي ازموينې تر څو معلومومه کړو چې ناروغ کس له څه شې سره حساس دی او د څه په وړاندې يې وجود عکس العمل ښيې. څنګه د الرژي درملنه کېدای شې: په څه ډول د الرژي درملنه کېدای شې: دلته يواځې دې پوزې دحساسيت ددرملنئ په هکله معلومات لیکو د پوزې حساسيت ديوه يا څو دواګانو په مرسته کنتروليدی شي

١-دپوزې په داخل کی ددوا استعمال:

topical nasal steroid spray such as rhinocort,nasonix and others. دپوزې جراحي کومه پايله نه لري.

٢-دالرژي يا حساسيت ضد ګولئ يا تابليټونه antihistamine په نامه ياديږي او مختلف ډولونه لري که حساسيت ډير شديد وي دويني معاينه( RAST,IgE) سرته رسول کېږي

او يا دپوټکي دحساسيت ټست، چه دحساسيت دناروغيو دمتخصصينو لخوا سرته رسې، کولی شي چه د حساسيت عامل يا عوامل يې په مرسته وپيژندل شې کله چه دحساسيت عامل يا عوامل معلوم شيي، د متخصص (allergolog) دلارښونئ سره سم، د پيژندل شوي عامل شيره (extract)چه دطبابت په بازار کی شته، په خورا لږ مقدار په هره اونئ يا د دوو اونيو په ترڅ کې يوځل، ناروغ ته د پيچکاري (injection)په ذريعه، د ١٨ نه تر ٢٤ مياشتو په موده کی ورکول کيږي (desensitisation) داډول درملنه خورا ګرانه ده ،ځينی وګړي په کامل او ځيني نور په ناکامل ډول شفا مومي.

01/08/2022

دوستانو زموږ پاڼه تاسو له دې ځايه درسره کتلای شي

سلامونه مې قبول کړي دوســــــتانو.نن درته دغاښونو په ساختمان بحث کوو.۰ هــــــــــر غـــاښ یو تاج (Crown)  اویـــــوه یا...
01/08/2022

سلامونه مې قبول کړي دوســــــتانو.
نن درته دغاښونو په ساختمان بحث کوو.
۰ هــــــــــر غـــاښ یو تاج (Crown) اویـــــوه یا زیاتي ریښي (Root.s) لري.
او crown په خوله کي لیدونکی برخه ده او Root برخه په ژامي کي دننه پټه وي. دریښي اوتاج اتصال برخي ته Neck (غاړه) ویل کیــــــــــــــــږي.
۰ هریوغاښ Enamel. Denten.cementumاو pulp څخه جوړشــــــــــوي دی

27/07/2022

سلامونه

27/07/2022

Address

د قره باغ بازار، قره باغ، غزنى ميرويس د غاښونو کلينيک
Qarabaghi

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mirwais Dental Clinic - ميرويس د غاښونو کلينيک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share