Dr.Noorullah Zadyoon

  • Home
  • Dr.Noorullah Zadyoon

Dr.Noorullah Zadyoon دلته مونږ سره اسلامي، طبي او عمومي معلومات ترلاسه کولای شئ

15/03/2023

د کوچي او قصاب جالبه قېصه

کوچي به هر وخت په قصاب باندې د ګډو غوړي "تازه کوچ" خرڅول؛ خو د ورځو نه یوه ورځ قصاب له ځانه سره فکر وکړ؛ راشه وګوره، چې ایا روښتیا هم دا کوچ پوره یوه کیلو دي او که نه کم دي؟

قصاب کوچ را واخیستل، چې کله یې تله کې کيښودل او وزن یې کړل؛ نو کوچ پوره نه وو او لږ څه کم شول، دا وخت قصاب ډير په غصه شو او له ځان سره یې وویل؛ دا څومره نامرده سړی دی، چې زه ور نه هره ورځ یوه کیلو کوچ اخلم او دی بیا هم ځما سره فریب او دوکه کوي؟!.

قصاب لاړ او قاضي ته یې عریضه وکړه، قاضي کوچي ته جلب ورکړ او محکمې ته یې حاضر کړ، قصاب قاضي ته عرض وکړ، قاضي صیب!! زه له دغه کوچي څخه هره ورځ یو کیلو کوچ اخلم؛ خو نن مې وکتل، چې له خپل وزن نه په کمه اندازه کوچ ما باندې پلوري، چې په دې توګه په تجارت کې غلا کوي.

قاضي صیب کوچي ته مخ ور واړوؤ او پوښتنه یې ترې وکړه؛ کوچیه! تاسو د کوچ، د اندازه کولو لپاره څه شی لری؟ او څنګه یې وزن کوئ؟

کوچي ځواب ور کړ؛ قاضي صیب! زه ډېر پخوانی او عنعنوي ژوند لرم، چې د اندازه کولو او وزن کولو لپاره کوم ځانګړي څه نشته راسره؛ خو البته یوه تله لرم، هغه دا چې کله هم له قصاب صیب څخه کیلو غوښه واخلم؛ نو د تلې په یوه طرف کې کیلو غوښه ږدم او په بل پلو کې د همدغه غوښې په اندازه کوچ ږدم. اوس پوښتنه دا ده، چې زه ریښتونی یم او که قصاب صیب دروغجن دی؟!

لقمان حکيم ـ رح ـ وايې ـيوه ورځ دغنمو په کښت کې ولاړ وم دغنمو ځېني وږي مي ولېدل چې په غرور سره يې سرونه جګ نېولي وو ځېني...
15/03/2023

لقمان حکيم ـ رح ـ وايې ـ
يوه ورځ دغنمو په کښت کې ولاړ وم دغنمو ځېني وږي مي ولېدل چې په غرور سره يې سرونه جګ نېولي وو ځېني وږي بيا وو چې په عاجزې سره يې سرونه ځوړند کړي وو چې دي خالاتو زما توجوع ورجلب کړه کله چې مي وږي په لاس کې لمس کړل جالبه راته ښکاره شول هغه وږي چې سرونه يى جګ نېولي وو له غنمو څخه خالي وو او هغه وږي چې سرونه يې کښته کړي وو دغنمو څخه ډک وو نوله ځان سره مې وويل دژوند په کښت کي هغه سرونه چي جګ وي په حقيقت کې خالي وي ـ هــــــــدف ـ مغروره کسان همېشه پچ مغزه وي يوازې پر خپل عقل حساب کوي پوهان همېشه حلېم اودروند خصلته وي ښاخ چې دمېوي څخه ډک شې سرکښته کوي خوخـــالي ښاخونه داسمــــان سره خـــــبري کــــوي۔

ته به ډېر لوړ ارزښت لری،خو چې په غلط ځای کې قرار ولری بې آرزښته به يی!!👈
07/03/2023

ته به ډېر لوړ ارزښت لری،خو چې په غلط ځای کې قرار ولری بې آرزښته به يی!!👈

07/03/2023

د بهلول پۀ هکله مو دا حکایت نۀ دی لوستی؟
بهلول د یو مېلمه کوربه و، ماښام مهال مېلمه سره پۀ خبرو بوخت و چې د قاضي قاصد راغی.
قاصد وویل: ښاغلی بهلول! قاضي صیب غواړي چې تۀ نن شپه زمونږ مېلمه شې!
بهلول وویل: زما لۀ طرفه قاضي صیب نه بښنه وغواړه او ورته ووایه چې بهلول نن شپه خپل مېلمه لري او ستاسو مېلمستیا ته نۀ شي درتللی.
قاصد لاړ او یو څو شېبې پس بېرته راغی، ویې ویل: ښاغلی بهلول! قاضي صیب وایي چې د بهلول مېلمه ته هم سترګې پۀ لار یو!
بهلول لۀ خپل مېلمه سره یو ځای د قاضي مېلمستیا ته روان شو. بهلول پر لار مېلمه ته وویل: پام کوه، چېرته چې زۀ کېنم تۀ هم هملته کېنه، څۀ چې زۀ خورم تۀ یې هم خوره، تر څو چې پوښتنه درنه ونۀ شي، خبرې مه کوه او که د کوم کار غوښتنه درنه ونۀ شي، پۀ خپل سر یې مه کوه!
مېلمه پۀ زړۀ کې خندل او ځان سره یې ویل: دېته ګوره، یو لېونی راته نصیحت کوي!
کله چې د قاضي مېلمستیا ته ورسېدل، خونه کې رنګ رنګ مېلمانۀ ناست ول، بهلول د دروازې څنګ ته کښېناست خو مېلمه لاړ او د مجلس پۀ هغه بل سر کې یې پښې وغځولې.
مېلمانۀ ورو، ورو زیاتېدل، هر نوی راتلونکی مېلمه د دروازې او بهلول منځ کې کښېناستۀ او پدې ترتیب بهلول هم د مجلس بر سر ته ورسېد!
څو شېبې وروسته خواړۀ راوړل شول او بیا پسې مېوه راورسېده. لۀ مېوې سره چاقوګان نۀ ول او ټول منتظر وو چې چاقوګان راورسېږي، دوی پرې مېوې سپینې او پرې کړي.
د بهلول مېلمه ناڅاپه جېب ته لاس کړ، طلایي لاستی چاقو یې راوویست او ویې ویل:
راځئ پۀ همدې چاقو مېوه پرې کړئ او ویې خورئ!
ناست مېلمانۀ چاقو ته ګوته پۀ غاښ شول ځکه چې چاقو ډېر ښکلی و او لاستی یې طلایي و.
مېلمانۀ حیران ول چې د بهلول مېلمه چې لۀ څېرې یو غریب او فقیر انسان ښکارېدۀ څنګه طلایي چاقو جېب کې ګرځوي!
پدې مېلمستیا کې شپږ وروڼه هم موجود ول، د چاقو لۀ لیدو وروسته یې یو بل ته اشاره وکړه او د بهلول مېلمه ته یې پلان جوړ کړ.
مشر ورور قاضي ته مخ کړ او ویې ویل:
قاضي صیب، دا چاقو زما د پلار و، ډېر کلونه کېږي چې ورک شوی، دا دی اوس مو د دغه سړي جېب کې وموند. غواړو چې چاقو مونږ ته بېرته راکړل شي او یاد کس ته خپله سزا ورکړل شي!
قاضي وویل: ایا د خپلې ادعا د ثبوت لپاره شاهد لرئ؟
تر ټولو مشر ورور وویل: زۀ دلته پنځۀ وروڼه لرم، ټول به زما خبره تائید کړي!
پنځو واړو وروڼو یې خبره تائید کړه!
کله چې قاضي د پنځو وروڼو شهادت ولید، یقیني شو چې چاقو واقعا د دوی مال دی او د بهلول مېلمه یاد چاقو غلا کړی، نو یې امر وکړ: دا سړی زندان ته واچوئ!
بهلول چې تر اوسه چوپ و، وویل: قاضي صیب، دا سړی نن شپه زما مېلمه و او ما دلته راوست، اجازه راکړه چې نن شپه زما پۀ کور کې پاتې شي. سبا به یې زۀ درته وسپارم!
مشر ورور وویل: قاضي صیب، دا هېڅکله مه ورسره منه چې بهلول دغه کس کور ته ورسره بوځي، ځکه چې بهلول به دغه کس ته داسې څۀ وروښیي چې زما حق به لۀ منځه یوسي!
قاضي بهلول ته مخ کړ او ویې ویل: بهلوله! وعده راکوې چې دغه کس ته به څۀ نۀ ورښیې چې نن شپه یې درسره پرېږدم؟
بهلول وویل: قاضي صیب، تاسو سره وعده کوم چې دغه سړي سره به یوه خبره هم نۀ کوم!
قاضي وویل: دا چې دا سړی نن شپه د بهلول مېلمه دی نو نن شپه دې بهلول سره پاتې شي او سبا به یې بهلول لۀ قول سره سم بېرته مونږ ته سپاري!
شپږو وروڼو لۀ ناچارۍ ومنله، بهلول مېلمه کور ته بوت، پر لار یې یوه خبره هم ورسره ونۀ کړه او چې کور ته ورسېدل، بهلول ځان سره پۀ لوړ غږ وویل: ښۀ به دا وي چې د مېلمه خرۀ ته یو ځل سر ورښکاره کړم، حتما به وږی او تږی وي!
مېلمه بهلول ته وویل: تۀ ورځه ارام وکړه، خرۀ ته زۀ خپله ورځم.
بهلول پرته لۀ څۀ ویلو څپرې ته لاړ، خرۀ پۀ اوخېرۀ سر ورټیټ کړی و او واښۀ یې خوړل.
بهلول دروند لرګی راواخېست، خر یې پر شا وواهۀ، خرۀ لۀ درده ټوپونه ووهل!
بهلول خرۀ ته پۀ خطاب کې وویل:
ای خره! تاته مې ونۀ ویل چې کله مجلس ته داخل شوې خبرې مه کوه، هر ځای چې زۀ کېناستم تۀ هم کېنه، که چا درنه څۀ ونۀ غوښتل، تۀ جېب ته لاس مه تېروه؟ ولې دې پدې خبرو غوږ کوڼ کړ، هم خپله ښکېل شوې او هم زما د سر درد شوې! سبا به زندان ته لاړ شې او ټول به وایي چې بهلول خپل مېلمه هم ونۀ شو ساتلی!
بهلول خرۀ ته بل ګوزار هم ورکړ او ورته ویې ویل: ای خره! که سبا قاضي درنه وپوښتل چې ایا چاقو ستا مال دی؟ نو ورته ووایه چې نه، زما مال نۀ دی بلکې ما موندلی او زیات وخت کېږي چې څښتن یې لټوم خو متاسفانه تر اوسه مې نۀ و موندلی، دا دی اوس مې پیدا کړ. که دا چاقو رښتیا هم د دغه شپږو وروڼو مال وي، ورته سپارم یې.
که قاضي درڅخه وپوښتي چې چاقو دې چېرته موندلی؟ ورته ووایه چې پلار مې کلونه وړاندې د یوې تجارتي قافلې مشري کوله، زیات مالونه به یې وړل راوړل او تجارت یې کاوۀ.
یوه شپه خبر راغی چې پلار مې د لارو غلو قتل کړی او مالونه یې غلا کړي دي. کله چې د خپل بېچاره پلار پر جسد ودرېدم، دغه چاقو مې د پلار پۀ زړۀ کې ښخ و. چاقو مې د پلار لۀ زړۀ راوویست او پلار مې دفن کړ. لۀ همغه شېبې د پلار پۀ قاتلانو پسې ګرځم، پۀ هره مېلمستیا کې دغه چاقو ښکاره کوم او انتظار کوم چې د چاقو څښتن او زما د پلار قاتل پیدا شي. قاضي صیب، اوس مې د پلار قاتل پیدا شو، همدغه شپږو وروڼو زما پلار قتل کړی او زما د پلار مالونه یې غلا کړي. قاضي صیب، امر وکړه چې زما د پلار مالونه بېرته راکړي او د پلار د وینې بیه هم پرې کړي!
بهلول دا خبرې ظاهرا خرۀ ته کولې خو ضمنا یې غوښتل چې د خرۀ څښتن یې هم زده کړي. خرۀ ته یې بل ګوزار هم ورکړ او ویې ویل: ای خره! پوهـ شوې که سهار ته دې بیا پۀ کوتکو تېر کړم؟
د خرۀ څښتن وویل: ګرانه بهلوله! نۀ تنها خر بلکې زۀ هم پوی شوم او وعده کوم چې پۀ هېڅ مجلس کې به لۀ خپل شان اوچت ځای کې نۀ کېنم، که رانه ونۀ پوښتل شي خبرې به نۀ کوم او که رانه ونۀ غوښتل شي، جېب ته به لاس نۀ وړم.
بهلول چې باوري شو سړی پوی شوی، لاړ او بې‌غمه ویدۀ شو. سهار یې سړی لۀ خوبه بېدار کړ، قاضي ته یې وروست او خپله بېرته کور ته راغی!
قاضي د بهلول مېلمه ته مخ کړ او ورته ویې ویل: ایا دا چاقو ستا مال دی!
سړي وویل: نه، دا چاقو زما مال نۀ دی. زیات وخت یې څښتن پسې ګرځم خو پیدا کولی مې نۀ شو تر څو دغه چاقو بېرته ورکړم. دا چې دغه چاقو د دغه شپږو وروڼو مال دی، زۀ یې پۀ لېوالتیا سره بېرته ورته سپارم!
قاضي یادو شپږو وروڼو ته مخ کړ او ویې ویل: تاسو چاقو وګورئ، که ستاسو مال وي نو وایې‌خلئ!
مشر ورور چاقو واخېست او پۀ موسکا یې وویل: قاضي صیب، زۀ باوري یم چې دا چاقو زما د پلار ورک شوی چاقو دی!
نورو پنځو وروڼو هم د مشر ورور خبره تکرار کړه.
قاضي د بهلول لۀ مېلمه وپوښتل: تا دا چاقو چېرته پیدا کړی و؟
سړي وویل: قاضي صیب، دا چاقو تر شا یوه خورا مفصله کیسه لري! پلار مې کلونه مخکې د یو لوی کاروان مشري کوله. د ښارونو تر منځ یې مالونه وړل او راوړل او تجارت یې کاوۀ. یوه شپه خبر راغی چې پلار مې د لارې غلو قتل کړی او ټول مالونه یې لوټلي دي!
کله چې زۀ د پېښې ځای ته ورغلم، ومې لیدل چې د پلار پۀ زړۀ کې مې دغه چاقو بند و، چاقو مې راوویست، پلار مې دفن کړ او لۀ همغه وخته د چاقو څښتن پسې ګرځېدم ځکه چې د چاقو څښتن زما د پلار قاتل دی! لۀ همدې امله مې هر مجلس کې دا چاقو ښکاره کاوۀ تر څو څښتن یې پیدا شي!
قاضي صیب، دا دی بالاخره زما د پلار قاتلین پیدا شول، امر وکړه چې زما د پلار مالونه بېرته راکړي او هم زما د پلار د وینې بیه پرې کړي!
شپږو وروڼو یو بل ته وکتل، پۀ یو لوی مشکل او ناورین کې ګیر وو، ځکه د خپلې دروغجنې ادعا لۀ امله د غلو او قاتلانو تر نامه لاندې کلونه کلونه زندان تېرولو ته اړ وو نو تر ټولو مشر ورور وویل: قاضي صیب، زۀ ډېر باوري نۀ یم چې دا چاقو به زما د پلار مال وي، دا چې زیات کلونه تېر شوي نو فکر کوم اشتباه مې کړې ده!
نورو پنځو وروڼو هم لۀ ناچارۍ د مشر ورور خبرې تائید کړې او ویې ویل: دا چاقو فقط زمونږ د پلار چاقو ته ورته دی او همغه نۀ دی!
قاضي ډېر وخندل او د بهلول مېلمه ته یې وویل: چاقو دې واخله او بهلول ته ورشه. زۀ باوري یم چې دا خبرې بهلول درښودلې دي او تۀ هېڅکله نۀ توانېدې چې داسې خبرې وکړې!
سړي د شکر سجده وکړه، چاقو یې واخېست او لاړ!

کم گوی و بجز مصلحت خویش مگوی
چون چیز نپرسند تو از پیش مگوی

دادند دو گوش و یک زبان از آغاز
یعنی که دو بشنو و یکی بیش مگوی
ژباړه: نسیم الله درمل

*~پر یخ تنور ډوډۍ وهل!~**مولانا قاسم نانوتوي رحمه الله ته هره ورځ یو ځوان ددرس ویلو په خاطر راتله او نانوتوي رحمه الله ب...
07/03/2023

*~پر یخ تنور ډوډۍ وهل!~*
*مولانا قاسم نانوتوي رحمه الله ته هره ورځ یو ځوان ددرس ویلو په خاطر راتله او نانوتوي رحمه الله به هم په پوره شوق درس ورته وایه.*
*دې ځوان سره لدې چې ددرس ویلو تنده یې لرل،*
*خو د ږیري خرېیلو عادت یې درلود او دې کار د یوه استاد او عالم په توګه نانوتوي رحمه الله ځوراوه.*
*یوه ورځ نانوتوي رحمه الله تر درس مخکي ځوان ته ددې عادت د پرېښوولو وویل،*
*ځوان هم په زړه نازړه دتأیید سر ورته وښوراوه،*
*ځوان چې درس خلاص کړ،*
*له نانوتوي رحمه الله ولاړ او همدا یې د راتګ اخرنۍ ورځ سوه.*
*تر دې پیښې وروسته به نانوتوي رحمه الله همیشه ویل چې تنور ګرم نه وو او ډوډۍ مي پرې ووهل.*
*ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ*
*هـــو!*
*دعوت د صبر او زغم لاره ده،*
*نه دزور او تلوار،*
*که تاسي دښې نتیجې په تمه یاست لومړی دخلکو د ذهنونو تنور ګرم کړئ او بیا د دعوت ډوډۍ پر ووهئ،*
*پر یخ تنور ډوډۍ وهل به هم ډوډۍ خرابه کړي او هم به تنور ته زیان ورسوي.*

آیا تاسې د ایسټران هوايي شرکت کیسه اوریدلې ..؟؟؟په ۱۹۷۲ کال د ډسمبر په ۲۹ نیټه د ایسټرن هوايي شرکت یوه مسافر وړونکي الوت...
04/03/2023

آیا تاسې د ایسټران هوايي شرکت کیسه اوریدلې ..؟؟؟

په ۱۹۷۲ کال د ډسمبر په ۲۹ نیټه د ایسټرن هوايي شرکت یوه مسافر وړونکي الوتکه په (فلوریډا – ایور ګلېډس) سیمه کې رالویده ، دغه الوتکه له نیوریاک څخه فلوریډا میامي ښار ته په لاره وه . الوتکه هوايي ډګر ته په نيږدې کیدو هغه (څراغ) نه روښانه (بلاوه) وو ، چې الوتکه ناستې ته چمتو ښيي ...
تخنیکي ټیم په دې بوخت وو ، چې الوتکه په کیناستو کې ستونزه ده او که په څراغ کې ، خو الوتکه هماغسې په هوا کې ګرځیده .
الوتکې انجینر د کوچني څراغ په بدلولو بوخت وو ، چې مرستې ته یې د الوتکې نور غړي هم راغلل ، تر څو له انجینر سره د څراغ په ژر بدلولو کې مرسته وکړي ، (خو) دې ته یې پام نه وو ، چې الوتکه ورو ورو په ښکته کیدو ده ، د څراغ د بدلیدو ، سره سم الوتکه د لوی غر سره ټکر شوه او ټول ۹۶ کسان په کې ووژل شول .
الوت انجینر ، مشر پيلوټ او نور غړي پر یوه کوچنۍ ستونزې د هواري په لټه کې وو او د مسؤلیت لویه برخه د الوتکې ښکته کیدل او کنترول ترې هېر وو . پر کوچنیو مسایلو تمرکز او بوختیدل او خپل ستر مسؤلیت نه پيژندلو له امله یې هم ځانونه او هم مسافر د خاورو سره خاورې کړل ...
کاپي copy
---------------------------

خبره مې دا کوله چې اول بايد اولویتونه په پام کې ونیسو او په لویو مسایلو تمرکز زیات کړو!

.    په لومړي نظر کې به تاسو یو سړی ووینئ چې په واوره ځنګل کې منډه کوي، مګر د فکر کولو وروسته به پوه شي چې دا سپی دی.  🫣...
26/02/2023

. په لومړي نظر کې به تاسو یو سړی ووینئ چې په واوره ځنګل کې منډه کوي، مګر د فکر کولو وروسته به پوه شي چې دا سپی دی. 🫣 نو په هره قضیه کې پام وکړئ.

16/02/2023

داصحاب الکهف واقعه
اصحاب الکهف د تنکيو ځوانانو يوه څو کسيزه ډله وه ، چې د (دقيانوس) په نوم يو بت پرست او ظالم پاچا په زمانه کې يې ژوند کولو ، پاچا به په زور پر خلکو باندې د بتانو عبادت کولو ، دغه ځوانان يوازې د يو الله بنده ګې کوله او د بتانو د عبادت څخه يې انکار کولو ، بلاخره د دغو مؤمنو ځوانانو خبر تر پاچا پورې ورسيد او هغه خپل دربار ته ور وغوښتل او له دوی څخه يې پوښتنه وکړه چې تاسې ولی داسې کوئ ؟ هغوی د پاچا پر وړاندې په پوره جرأت خپل ايمان اعلان کړ .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لَن نَّدْعُوَ مِن دُونِهِ إِلَهًا لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا (الکهف :۱۴) .

ژباړه : نو ويې ويل، زمونږ رب د اسمانونو او ځمكې رب دى، مونږ به هیڅكله له هغه نه غیر بل معبود ونه بلو (كه مونږ بل معبود وباله نو)، یقینًا په دغه وخت كې به مونږ ډېره غلطه خبره ویلې وي.

پاچا دوی فوراً و نه وژل او څه مهلت يې ورکړ چې تاسې پخپله معامله کې غور او فکر وکړئ .

ځوانانو په خپل منځ کې مشوره وکړه چې مونږ د دفاع او جنک توان نلرو او په دې فتنو کې مو اوسیدل خطرناک دي نو د رقيم نومې درې او د کهف په نوم غار کې پټ شول دوی د اشرافو او درباري کورنيو څخه وو او په لاره کې يو شپون او د هغه سپی هم ورسره ملګری شو ، له قصرونه او درباري ژوند څخه يو غار ته لاړل او په غار کې پټ شول .

فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُم مِّن رَّحمته ويُهَيِّئْ لَكُم مِّنْ أَمْرِكُم مِّرْفَقًا (الکهف :۱۶).

ژباړه : نو تاسو په غار كې ځاى ونیسئ، ستاسو رب به تاسو لپاره خپل رحمت خور كړي او تاسو لپاره به ستاسو په كار كې اساني تیاره كړي.

الله تعالی دوی د بت پرستانو د شر څخه وساتل ، خوب ورباندې راغی ۳۰۹ کاله د اوبو او خوراک د خوړلو پرته يې الله تعالی ساتنه کوله ، د دوی غار داسې ځای وو چې د لمر وړانګو دوی ضرر نه رسولو ، او الله تعالی په خپل قدرت سره په يو اړخ او بل اړخ کول ، او سپی د غار په خوله کې په دواړو ځنګونو پروت بيده وو .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

وَتَرَى الشَّمْسَ إِذَا طَلَعَت تَّزَاوَرُ عَن كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَت تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ .

او ته به لمر وینې كله چې راخېژي، نو د دوى له غاره ښي اړخ ته میلان كوي او كله چې پرېوځي (نو) د دوى په څنګ تېر شي چپ اړخ ته وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَذَاتَ الشِّمَالِ وَكَلْبُهُم بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ ۰الکهف ۱۷،۱۸ ).

ژباړه: او ته به په دوى د ویښو ګمان كوې، حال دا چې دوى ویده دي او مونږ دوى په ښي اړخ او چپ اړخ اړوو۔ او د دوى سپى (د غار) په خولې كې د خپلو څنګلو غځوونكى دى.

د ۳۰۹ کالو وروسته چې کله له خوب نه بیدار شول داسې ګمان يې کوله چې پر مونږ باندې يو ورځ يا د ورځې څه حصه تيره شوې ده ، خپل يو ملګرۍ له پيسو سره ښار وليګلو څو د خوراک لپاره څه راوړي خو کله چې هغه ښار ته لاړ هلته هر څه تغير شوي وو نه هغه پاچاهي وه او نه هغه خلک او نه يې څوک پيژندل.

وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ (الکهف :۱۹).

او همداسې مونږ دوى بیا راوېښ كړل، د دې لپاره چې دوى په خپل مینځ كې یو له بله پوښتنه وكړي، په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو څومره وخت تېر كړى دى؟ دوى وویل: مونږ یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه وخت تېر كړى دى.

کله يې چې د اخيستلو لپاره پيسې وړاندې کړې نو خرڅونکي ورته وويل: دا خو د (دقيانوس) د وخت پيسې دي کيدای شي تا کوم کنز غلا کړی وي ،نو چارواکو يې ورباندې خبر کړل،او دی يې د پاچا دربار ته حاضر کړ او پاچا ته يې د خپلو ملګرو قيصه بيان کړه او پاچا دوی ته وويل: پر تاسې سوونه کاله تير شوي دي (۳۰۹) ، راځه هغه نور ملګري را وښيه ، پاچا د کهف غار ته ورسره لاړ او د غار څخه د باندې انتظار وو ، د اهل الکهف ملګری غار ته داخل او خپلو ملګرو ته يې حال بيان کړ چې پر مونږ باندي ۳۰۹ کاله تير شوي او حالت دغه شان دی ، پاچا تر ډيره د غار په خوله کې انتظار وو لکه چې غار ته داخل شو هغوی وفات شوي وو . او بيا يې هغوی په همدغه غار کې دفن کړل .

معاصر علماء وايي: چې د اصحاف الکهف زيارت د اردن ، عمان په رقيم دره کې موقيعت لري .

والله سبحانه وتعالی اعلم

په دې قيصه کې د عبرت څو مهم ټکې :

۱- الله تعالی د مؤمنانو نصرت کوونکی دی لکه څنګه يې چې اصحاف الکهف ته د کفارو د شر څخه نجات ورکړ ، د کفارو عسکر د غار تر خولې پورې ورغلل خو الله تعالی ورباندې ړانده کړل ، په دې غار کې الله تعالی داسې ډار او هيبت اچولی وو چې څوک نږدې نشوای ورتلای ، څو دغو مؤمنو تنکيو ځوانانو ته څوک ضرر ونه رسوي او نه هم د هغوی جسدونه وويني او نه هم څوک د هغوی څه مزاحمت وکړي .

همداسې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه ملګري ابوبکر صديق رضی الله عنه د کافرانو د شر څخه د ثور په غار وساتل ، د کفر ګزمې د غار تر خولې پورې ورغی خو الله تعالی ورباندې ړانده کړل .

۲- د الله تعالی د قدرت ستره نښانه چې دغه ځوانان يې (۳۰۹) کاله د خوراک ، څښاک ، حرکت څخه او دا چې جسدونه يې ځمکه وخوري او ضايع شي وساتل .

۳- په دعوت الی الله کې د تنکيو ځوانانو ونډه او دوی د ايمان قوت .

۴- د قرآن د قيصو د بيان حکمت عبرت دی پکار نه ده چې په هغه باندې د تدبر پرته مرور وشي بلکي په هغه تدبر او فکر پکار دی .

۵- د نيکو خلکو ملګرتيا او د هغه لوی اثر ، يو سپی د نيکو خلکو ملګرتيا کوي د هغه په وجه نوم په قرآن ذکر کيږي .

و بالله توفیق

16/02/2023

د قران کریم هغه نهه سپارښتني؛ که چیري کوم مؤمن مسلمان ورباندي عمل وکړي نو یو متقي او تقواداره شخص به ترې جوړ سي.

۱: فَتَبَيَّنُوا
تحقیق کوونکی اوسه، مخکي تر دې چي د یو څه په اړه بحث وکړې باید تحقیق او معلومات وکړې.
۲: فَأَصْلِحوُا
مسلمانان یووالي او اتفاق ته رابوله، که چیري خوابدي وه تر منځ یې سوله وکړه.
۳: وَأَقْسِطُوا:
عادل اوسه، او پریکړي په انصاف او حق سره کوه.
۴: لَا يَسْخَر:
پر نورو باندي مسخرې مه کوه، او خلګو پوري ملنډي مه وهه.
۵: وَلَا تَلْمِزُوا:
نورو ته طعنه او پېغور مه ورکوه او عیبونه یې مه بیانوه.
۶: وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَاب:
یو بل په بدو نومونو مه یادوئ، او یو بل مه سپکوئ.
۷: اِجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ:
له ډیر ګمان کولو ځان وساتئ، او یو پر بل بد ګمان مه کوئ.
۸: وَلَا تَجَسَّسُوا:
جاسوسي مه کوئ یعني په نورو پسي پلټنه او څارنه مه کوئ.
۹: وَلَا يَغْتَب:
غیبت مه کوئ، د یو بل له غیبت کولو ځانونه وساتئ.

نورو معلوماتو لپاره مونږ سره پاتی شی مننه کوم

13/02/2023

*_*ځوانه! ومې نه پیژندې؟_*
امير المؤمنين حضرت عمر فاروق (رض) په مسجد نبوي كښې ناست وو، او دمسلمانانو په ورځنيو چارو بوخت و.

يو دنګ ځوان چې سپيره ويښتان او سپيره مخ يې وو، خيرن كالي يې اغوستي او تڼۍ يې هم څو ځايه شکيدلې وې، يوه اوږده لكړه يې په لاس كې وه، او څو لوښي، لرګي يې په څادر كې تړلي په شاکړي وو، جومات ته راننوت.

امير المؤمنين او ناستو كسانو ته يې سلام واچاوه؛ او په يوه طرف كې غلى كښيناست.

امير المؤمنين او ناستو كسانو د مسافر ګومان پرې وكړ، سلام يې ځواب كړ، او په خپلو كارونو بوخت شول.

ځوان هم ناست وو، چې ګڼه ګوڼه كمه شي او ده ته له امير المؤمنين سره د خبرو چانس پیدا شي.

د خلافت په دربار كښې خلك يو څه كم شول، عمر فاروق (رض) مسافر او وهلی ځوان ځانته راوغوښت؛ او د حاجت پوښتنه يې ورځني وكړه.

ځوان ورته وويل: امير المؤمنينه! زه تاسو راغوښتى وم، څو ورځې وړاندې ستاسې ليك راغى؛

او دادى زه له فرمان سره سم حاضر شوم.

امير المؤمنين حضرت عمر فاروق ډير فكر وكړ؛ خو داسې څه يې په ياد نه شول، چې دغه ځوان ته یې ليك استولى وي؛ نو په خورا تعجب يې ترې وپوښتل: ځوانه! ومې نه پيژندلې!

زما نه دي په ياد چې تاته مې كوم بلنليك در استولى وي.

په دوړو او خاورو ككړ ځوان خپل شکيدلى ګريوان سره را ټول كړ، او په ډيره عاجزۍ، او حيا، سره يې د خداى (تعالی) د رسول”رسول صلی الله علیه وسلم” وفادار ملګري ته وويل:

امير المؤمنينه! زما نوم عمير بن مسيب دى؛ او زه تير كال ستاسې له لوري، د حمص والي ټاكل شوی وم.

تيره اونۍ د كلني احتساب په اړه ستاسو فرمان را ورسېد، او دادى زه له هغه سره سم د خپل مال، اسباب او هر څه سره يو ځای حاضر شوم.

امير المؤمنين حضرت عمر (رض) ددې خبرو په اورېدو سره سترګې د ځوان په سترګو ښخې كړې، ګوته په غاښ پاتې شوه؛ او څو شیبې يې په ځير ځير د هغه حالت ته كتل.

امير المؤمنين ته ورپه ياد شو چې، تير كال يې دغه ځوان د مسلمانانو په مشوره، د شام د ښيرازه ولايت حمص والي ټاكلی و.

هغه مهال چې دغه ځوان شام ته روانېده؛ نو د ښكلا، خوښۍ، او شتمنۍ، نښې يې په ټنډه كې له ورايه معلومېدې.

د هغه د اغوستلو كالي په څو اوښانو بار وو، د تورو، زغرو او ډاليو حساب يې نه كيده؛ خو نن په داسې حال كې د مسلمانانو د امير په وړاندې ناست دی؛ چې د فقر، غربت، او بې چارګۍ له امله د پيژندلو وتلی و. تڼۍ او كالي يې شکيدلي وو، او څيره يې د بې خوبۍ، او نه خوراك له امله تكه زيړه شوې وه.

د اسلام خليفه ورته وفرمايل: الله اكبر! عميره! ته چې مې تېر كال استولې، خورا پنډ، او ترو تازه وې، د مال، او اسباب، حساب دې نه كېده؛ خو اوس دې په داسې حالت كې وينم چې، درته كتلاى هم نه شم، خير خو به وي؟ ولې په داسې حال يې؟

هغه ورته وویل: چې، امير المؤمنينه د اسلام خليفه ورته وفرمايل: الله اكبر! عميره! ته چې مې تېر كال استولې، خورا پنډ، او ترو تازه وې، د مال، او اسباب، حساب دې نه كېده؛ خو اوس دې په داسې حالت كې وينم چې، درته كتلاى هم نه شم، خير خو به وي؟ ولې په داسې حال يې؟

هغه ورته وویل: چې، امير المؤمنينه! له دندې مخكې ما سودا ګري كوله، او كله نا كله به تاسې سره د خداى (تعالی) په لاره كې جهاد ته تللم، ما ته خداى (تعالی) ښې ډېرې پيسې، او شتمني راكړه؛ خو كله چې مو دمسلمانانو په دنده و ټاكلم؛ نو دمسلمانانو د ښېګڼې په لاره كې مې ځان هير كړ.

امير المومنينه! د حمص خلک زكات، او جزيه، په مينه وركوي، تير كال مو په ملينونو درهمه، بيت المال ته تحويل كړل، له محاصلو او نورو عوايدو لاس ته راغلې پيسې، مو د هيواد او مسلمانانو په ښيرازۍ کې لګولي، په حمص كې مو لارې، كاروان سرايونه، ښارونه، بازارونه، كلا ګانې، حمامونه، مدرسې او جوماتونه جوړ كړي دي، حمص ستاسو د خلافت تر ټولو ودان، ښيرازه او بډاى ولايت دی.

امير المؤمنين ترې وپوښتل: د ځان لپاره دې د بيت المال څخه بندوبست كړى دی؟

عمير بن مسيب ځواب وركړ: امير المؤمنينه! د ورځې روژه یم، د شپې په اوبو روژه ماتوم، او څو خرما او يا هم نيمه د جوارو ډوډۍ خورم.

دغه په څادر كې غوټه لوټه او كنډولى مې د كور اثاثه دي، يو دغه څادر لرم، چې عورت پرې پټوم او يوه دغه لكړه، چې ځان پرې ساتم.

حضرت عمر رضی الله عنه ددې خبرو په اوریدو ژړغونی شو.

د عمیر په حال یې غبطه راغله او خورا په زوره یې په ژړا پیل وکړ، او لاس یې په داسې په دعا پورته کړ:

ای الله! زه شاهدي ورکوم عمیر پاک دی.

یا الله! ما په جنت کې له عمیر سره یو ځای کړې، د عمیر سر یې ښکل کړ او د راتلونکي کال لپاره یې بیا حمص ته واستاوه…

(صحیح بخاري: ۳۱۸۸)

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Noorullah Zadyoon posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed Health & Beauty Business?

Share