26/10/2025
🩸 Diabetes Prevention
💉 د شکرې ناروغۍ مخنیوی
شکره څه ده؟
شکره یوه اوږدمهاله ناروغي ده چې د بدن د انسولین د کمښت او یا د ناسم استعمال له امله د وینې شکري(ګلوکوز) اندازه لوړېږي. دا د زړه، پښتورګو، سترګو او عصبي سیستم ته زیان رسولی شي.
:شکره په دوه ډوله ده
• Type 1 Diabetes:
په بدن کي انسولین نه جوړېږي (اکثر په ماشومانو کې وي).
• Type 2 Diabetes:
انسولین سمه اغېزه(تاثير) نه کوي (په بالغانو کې عام دی).
💥 ولې خطرناکه ده؟
• د زړه حملې او فالج خطر زیاتوي
• د پښتورګو ناکامي رامنځته کوي
• د سترګو کمزورۍ یا ړوندوالي سبب کیږي
• د پښو حس له منځه وړي یا درد پیدا کوي(داعصابو د تخريب له وجي)
• د زخمونو نه رغېدل او د پښو پرې کېدو(قطع کيدو) خطر لري
⚠️ :د شکرې لومړنۍ نښې
• دوامداره ستړیا او کمزوري
• د شپې ډیري متیازې کول
• د زیاتي تندي احساس
• د زياتي لوږي احساس
• د وزن کميدل
• د سترګو کمزوري
• زخمونه چې ژر نه رغېږي
• د لاسونو یا پښو سوځېدنه او بېحسي
🌱 چا ته خطر زیات دی؟
• هغه کسان چې وزن یې زیات وي
• هغه څوک چې ډېر خواږ یا غوړ خوراک کوي
• د فزیکي فعالیت نشتوالی
• د کورنۍ د شکرې تاریخچه(په فاميل کي چي څوک مخکي مبتلا وي)
• د ۴۰ کلنۍ څخه پورته عمر لرونکي کسان
💚 څنګه د شکرې مخنیوی وکړو؟
✅ سالم خواړه وخورئ – میوې، سبزيجات، غلې دانې وخوری، او د چربي لرونکو او خواږه خوړو څخه ډډه وکړئ.
✅ هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې تمرین وکړئ.
✅ وزن مو کنټرول کړئ.
✅ د خوږو مشروباتو (سافټ ډرنک، انرجۍ ډرنک) څخه ډډه وکړئ.
✅ د وینې شکر(ګلوکوز) وخت پر وخت معاینه کړئ لږ تر لږه شپږ مياشتو کي يوځل، هغه کسان چي خطر يي لري.
✅ ذهني فشار کنټرول کړی – قدم وهل، او آرام وکړئ.
✅ د شپې ۷-۸ ساعته خوب وکړی.
✅ سګریټ مه څکوئ – د شکر په ناروغانو کي د زړه خطر دوه چنده کوي.
💡:په یاد ولرئ
د شکرې مخنیوی د علاج څخه اسانه دی.
نن سالم ژوند، سبا روغ بدن. 🌿
Prepared by Dr. Muhammad Raees Khan (MD)