Al Khair Homeopathic clinic

Al Khair Homeopathic clinic Medical and health information

13/04/2026
*انګور د روغتیا خزانه 🍇 ، د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي > " انګور د طبیعت یو له غوره ډالیو څخه دی چې د بدن انرژي لوړوي او ...
30/08/2025

*انګور د روغتیا خزانه 🍇 ، د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي

> " انګور د طبیعت یو له غوره ډالیو څخه دی چې د بدن انرژي لوړوي او ګڼ روغتیایي ګټې لري ."

*🩺 د انګورو 10 مهمې ګټې :*

1️⃣ د زړه او رګونو روغتیا پیاوړې کوي .
2️⃣ د وینې فشار منظموي .
3️⃣ د بدن دفاعي ځواک ( معافیت سیستم ) زیاتوي .
4️⃣ د هاضمې د ښه کېدو لپاره ګټور دی .
5️⃣ د وینې د پاکوالي او تازه والي سبب ګرځي .
6️⃣ د دماغ حافظه او تمرکز پیاوړی کوي .
7️⃣ د سرطان د مخنیوي لپاره مهم انتي‌اکسیدنټونه لري .
8️⃣ د پوستکي ځوان ساتلو او روښانه کولو کې مرسته کوي .
9️⃣ د وینې د شکر کچه په اعتدال کې ساتي .
🔟 د ستړیا او کمزورۍ په لرې کولو کې مرسته کوي .

*❤ معلوماتو ته زړونه ورکړئ !*

د میرګي په ناروغ چې ڪله حمله راشي بايد موږ څه وڪړو؟- ڪه په خطر ڪې (مثلاً د سړڪ په غاړه يا په ڪور ڪې تنور ته نېږدې) نه وي...
25/08/2025

د میرګي په ناروغ چې ڪله حمله راشي بايد موږ څه وڪړو؟

- ڪه په خطر ڪې (مثلاً د سړڪ په غاړه يا په ڪور ڪې تنور ته نېږدې) نه وي مه يي ښوروئ
- ڪه په ځمڪه يي سر اېښی وي تر سر يي يو نرم ښی لڪه بالښت ور لاندې ڪړئ
- ڪه یې سختې او تنګې جامې په تن وي هغه سستې ڪړئ او تڼۍ یې ورخلاصې ڪړئ
- د ناروغ په خوله ڪې هیڅ شی مه وراچوئ
- ڪه حمله له پنځو دقیقو څخه زیاته شوه نو سمدلاسه یې روغتون ته ورسوئ
- څه وخت چې د ميرګي حمله و دريږي نو ناروغ په څنګ څملوئ تر څو ستونې ته يې څه لاړ نشي
- هملته ورسره پاتې شئ او په ډيره نرمۍ او ارامۍ ورسره خبري وڪړئ
- د حملې د پيل او پای وخت په ياد وساتئ او يا يې ولېڪئ
- ڪه ناروغ ځان زخمي ڪړی وي او يا له حملې وروسته په تنفس کولو ڪې ورته مشکلات پېدا شي په بېړه يې تر روغتونه ورسوئ
په هومیو پهتیک کی یی په خه دول سره تداوی کیږی
الخیر هومیو پهتیک کلینک ته مراجع وکړی ۔
ادرس۔ګردیز غزنی لین ښاروالی نوی مارکیت دوهم منزل
اړیکو شمیره۔٠٧٧٧١٧٦٩٦٩

‏د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۶مې کالیزې د رارسېدو په مناسبت ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارکي وایم
19/08/2025

‏د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۶مې کالیزې د رارسېدو په مناسبت ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارکي وایم

 #وينه( Blood)_وينه(blood):وينه يو منضم نسج (Connective tissue)ده چې په مایع شکل قرار لري او معمولا د وينې په رګونو او ز...
16/08/2025

#وينه( Blood)
_وينه(blood):وينه يو منضم نسج (Connective tissue)ده چې په مایع شکل قرار لري او معمولا د وينې په رګونو او زړه کې د دوران په حالت کې وي

د وينې اهمیت( blood importance)
1—وينه د ژوند مايع ده( blood is fluid of life) ځکه چې انسان دژوند کولو لپاره اکسيجن ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان د بدن هري برخي ته د اکسيجن رسولو دنده په غاړه لري
2—وينه د ودې مایع ده( blood is fluid of growth) د انسان بدن په خپله اندازه د ودې کولو لپاره انرژۍ ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان بدن لپاره انرژۍ جوړوي او د بدن هري برخي ته يي رسوي
3—وينه د صحت مايع ده( blood is fluid of health)ځکه چې همدا وينه ده چې د انسان بدن د ناروغيو په وړاندې محافظه کوي او همدارنګه همدا وينه ده چې د انسان په بدن کې فاضله او غیري ضروري مواد ترلاسه کوي او اطراحي غړو ته يي رسوي ترڅو د بدن څخه ووځي

د وينې خصوصيات( properties of blood)
_رنگ (color):وینه سور رنګ لري
شرياني وينه اتشي سور رنګ یا پوخ سور رنګ( scarlet red)لري ځکه چې په زياته اندازه اکسيجن لري
_وريدي وينه ارغواني سور(purple red)رنګ لري ځکه چې په زياته اندازه کاربن ډاي اکسا

څه لپاره استعمالیږی راځی ذده یی کړوAvena sativa                                   (جوی – اوټس) هومیوپهتیک دو🔹 د Avena sa...
16/08/2025

څه لپاره استعمالیږی راځی ذده یی کړوAvena sativa

(جوی – اوټس) هومیوپهتیک دو

🔹 د Avena sativa Ø (Mother tincture) نښې او استعمالونه:

1. عصبي ستړیا (Nervous exhaustion)
د ډېر فکري کار یا د مطالعې وروسته ستړیا.
د عصبي فشار، امتحانونو او ذهني اضطراب وروسته کمزورتیا.
د اضطراب، وېری، او بې‌صبري سره مل ضعف.

2. بې خوبۍ (Insomnia) 😴
کله چې خوب نه راځي د اعصابو له زیاتې فعالیت یا فکرونو له امله.
په ځانګړي ډول د زده کوونکو او ډېر کار کوونکو کسانو لپاره.

3. جنسي ضعف (Sexual debility)
په نارینه کې د جنسي ضعف، احتلام، د میل کمښت.
په ښځو کې د اعصابي ضعف له امله د جنسي سردمزاجي.
د ځوانانو د ځان‌ارضایۍ (ma********on) یا د جنسي زیات استعمال له امله کمزورتیا.

4. د نشې پرېښودو کې (De-addiction remedy)
د سګرټو، چرس، هیروین او الکولو پرېښودو کې مرسته کوي.
د نشه پرېښودو پر مهال د اعصابو کمزورتیا، اضطراب او بې‌خوبي له منځه وړي.

5. د زړه او وینې کمزورتیا
د زړه ضربان زیات، د اعصابو فشار له امله لوړ فشار.
د زړه د ستړیا او ټیټ انرژۍ حالت.
6. د ناروغۍ وروسته ضعف (Post-illness debility)
د اوږدې ناروغۍ یا تبې وروسته د بدن کمزورتیا.
په ماشومانو او بوډاګانو کې د بدن عمومي سستوالی.

🔹 د استعمال طریقه:

Avena sativa Ø (Mother tincture):
20 – 30 څاڅکي په نیم ګیلاس اوبو کې، ۳ ځله په ورځ کې.

د کورس موده د متخصص په مشوره ټاکل کېږي.

الخیرهومیو پهتیک کلینک ګردیز
اړیکو شمیره 0777176969

Address

Ghazni Line
Gardez
2201

Telephone

+93777176969

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Al Khair Homeopathic clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share