31/05/2026
اوبه او روغیتا !
ډېر خلک د ورځې په اوږدو کې کافي اوبه نه څښي، حال دا چې اوبه د انسان د بدن لپاره بنسټیز ارزښت لري. د بدن شاوخوا ۶۰ سلنه برخه اوبه جوړوي، او که دا اندازه کمه شي، نو ګڼې ستونزې رامنځته کېږي.
کافي اوبه څښل
د بدن تودوخه تنظیموي
د وینې جریان ښه کوي
د پښتورګو فعالیت سم ساتي
قبض، سر درد او ستړیا کموي
پوستکی تازه او سالم ساتي
د اوبو کمښت کولی شي دا ستونزې پیدا کړي:
سر ګرځېدل
وچ خوله او وچ پوستکی
کمزوري او بېحالي
د تمرکز کمښت
څومره اوبه باید وڅښو؟
په عادي ډول یو بالغ انسان باید لږ تر لږه ۶ تر ۸ ګیلاسه اوبه د ورځې وڅښي. که هوا ګرمه وي، کار دروند وي، یا تمرین کوئ، نو اړتیا لا زیاتیږي.
تر تندې مخکې اوبه وڅښئ، ځکه تنده د بدن د اوبو د کمښت وروستۍ نښه ده