30/03/2026
د طب مجلې رسمي اعلامیه
په دې وروستیو کې د یو ډاکټر له لوري د ټولنیزو رسنیو پر یوه پوسټ داسې سپکوونکې او د ښځو پر وړاندې له کرکې ډکې څرګندونې شوې دي چې د انجونو د زده کړو سپېڅلی حق یې له اخلاقي پلوه ناسم تعبیر کړی دی. د طب مجلې اداره دا ډول څرګندونې په کلکه غندي.
د طب مسلک د انسانیت، درناوي او بېطرفۍ پر اصولو ولاړ دی. هغه څوک چې د ښځو د تعلیم او عزت پر وړاندې داسې سپک او بېشرمانه دریځ لري، چې د دغه مسلک له ارزښتونو سره په ټکر کې دی. نو هغه به څنګه وکړای شي په درملنه ټولو طبي ارزښتونو ته درناوی ولري.
موږ پر ټولو ډاکټرانو او د طب مسلک اړونده کارکوونکو باندې غږ کوو چې د مسلکي اخلاقو او طبي ارزښتونو پابند پاتې شي، د هر چا درناوی پرته له تبعيض څخه وکړي او شخصي تعصبات د خپل کار او ژوند برخه نه کړي. طب د خدمت نوم دی، نه د سپکاوي نوم دی.
په درناوي
د مجلې اداره