د ننګرهار خوړو،درملو او صحي خدماتو څارنه او پلټنه

د ننګرهار خوړو،درملو او صحي خدماتو څارنه او پلټنه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د ننګرهار خوړو،درملو او صحي خدماتو څارنه او پلټنه, Medical and health, Jalalabad.

جلال اباد ښار کې د 14 بابه خصوصي کلینیکونو څارنه وشوه.دوشنبه ۱۴۰۵/۰۶/۲۳د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امری...
14/09/2026

جلال اباد ښار کې د 14 بابه خصوصي کلینیکونو څارنه وشوه.
دوشنبه ۱۴۰۵/۰۶/۲۳

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت د روغتیایي قوانینو د تطبیق او پلټنې ټیم جلال اباد ښار کې د ۱۰ بابه خصوصي کتنځیو او ۴ بابه خصوصي کلینیکونو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې یې د مرکزونو مختلفې برخې، د فعالیت او د کارکوونکو تحصیلي اسنادونه وکتل، چې مسولینو ته یې لارښوونه وشوه تر څو د فعالیت اسنادونه ترلاسه او خپل فعالیت ته ادامه ورکړي.

*جلال اباد ښار نهمه ناحیه کې هغه درملتون مُهرلاک شو چې په تاریخ تیره درملو یې تقلبي تاریخ وهلی و.*چهارشنبه ۱۴۰۵/۰۶/۱۱د ن...
02/09/2026

*جلال اباد ښار نهمه ناحیه کې هغه درملتون مُهرلاک شو چې په تاریخ تیره درملو یې تقلبي تاریخ وهلی و.*
چهارشنبه ۱۴۰۵/۰۶/۱۱

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امر ډاکټر صبغت الله صافي له لورې چې د درملیزو بنسټونو د څارنې ټیم یې ملتیا کوله، د جلال اباد ښار نهمه ناحیه کې هغه درملتون چې په تاریخ تیره درملو یې د نوي تاریخ لیبل لګولی و، مُهرلاک کړ.

د عامې روغتیا د اصولو او مقرراتو د پلي کېدو په موخه، د څارنې او پلټنې بهیر په جدي ډول دوام لري، څو د خلکو روغتیا خوندي او روغتیايي خدمات له هر ډول سرغړونو څخه پاک وساتل شي.

*جلال اباد ښار کې ۳ درملتونونه د جواز نشتون له امله مُهرلاک شول.*سه شنبه ۱۴۰۵/۰۶/۱۰د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې ا...
01/09/2026

*جلال اباد ښار کې ۳ درملتونونه د جواز نشتون له امله مُهرلاک شول.*
سه شنبه ۱۴۰۵/۰۶/۱۰

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلتنې امر ډاکټر صبغت الله صافي او د درملیزو بنسټونو د څارنې ټیم، د جلال اباد ښار ۴مې ناحیې اړوند ساحو کې د یو شمیر عمده او پرچون درملتونونو څخه څارنه او پلټنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې نوموړي ټیم ۳ بابه هغه درملتونونه چې د فعالیت جواز یې نه درلود، رسماً مُهرلاک کړل او درمل پلورونکو ته یې لارښوونه وکړه چې د فعالیت جواز ترلاسه او بیا فعالیت ترسره کړي.

*د جلال اباد ښار اوله ناحیه کې د خوراکي توکو پلورنځو څخه 15 کیلو کرامه تاریخ تیره توکي راټول شول.*پنجشنبه ۱۴۰۵/۰۶/۰۵د نن...
27/08/2026

*د جلال اباد ښار اوله ناحیه کې د خوراکي توکو پلورنځو څخه 15 کیلو کرامه تاریخ تیره توکي راټول شول.*
پنجشنبه ۱۴۰۵/۰۶/۰۵

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت د خوراکي بنسټونو د څارنې عمومي مدير ماسټر خوشحال بلالزي د پلان مطابق د جلال اباد ښار اوله ناحیه کې د یو شمیر خوراکي توکو پلورنځیو او سټورونو څخه څارنه او پلټنه ترسره کړه.

د یادې څارنې په نتیجه کې 15 کیلو ګرامه تاریخ تیره او بې کیفیته خوراکي توکي راټول شول او کارکوونکو ته یې د پاکوالي مراعتولو، خوړو خوندیتوب ته پاملرنې او FIFO میتود کارولو لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده چې یوه کارخونه چې مخکې د معیارونو نه مراعتولو له امله مُهرلاک شوې وه، نیمګړتیاوې یې د مسولینو له لورې تر اصلاح وروسته د څارنې ټیم وستایلې او د فعالیت اجازه هم ورکړل شوه.

د جلال اباد ښار په ۸مه ناحیه کې درې غیر معیاري کلینیکونه مُهر لاک شول.۱۴۰۵/۰۶/۰۴ چهارشنبهد ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څ...
26/08/2026

د جلال اباد ښار په ۸مه ناحیه کې درې غیر معیاري کلینیکونه مُهر لاک شول.
۱۴۰۵/۰۶/۰۴ چهارشنبه

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امر ماستر ډاکتر صبغت الله صافي په هدایت، د پلټنې ټیم د جلال‌آباد ښار د اتمې ناحیې اړوند دامان او قلعه ملخ ساحو کې له څلورو کلینیکونو، لس بابه درملتونونو او درې خیریه کلینیکونو څخه نظارت او څارنه ترسره کړه.

د ترسره شوې څارنې په پایله کې درې تش په نامه خیریه کلینیکونه د غیر قانوني او غیر معیاري فعالیتونو، د مسلکي پرسونل نشتون، د جواز نه لرلو، د خیریه روغتیايي خدمتونو د نه وړاندې کولو، د غیرمعیاري او بې‌کیفیته درملو د استعمال او د معیاري روغتیايي چاپېریال د نه مراعاتولو له امله مهر او لاک شول.

همدارنګه، د یادې څارنې په جریان کې ۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درمل ترلاسه او د له منځه وړلو په موخه د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مرکزي زیرمتون ته انتقال شول.

د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو، د خلکو د روغتیا ساتنې او د غیرقانوني او غیرمعیاري روغتیايي فعالیتونو د مخنیوي په موخه خپلې څارنې او پلټنې لا هم دوام ورکوي.

*ننګرهار عامې روغتیا ریاست 44 ټنه تاریخ تیر، بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول.*سه شنبه ۱۴۰۵/۰۶/۰۳د ننګرهار عامې روغت...
25/08/2026

*ننګرهار عامې روغتیا ریاست 44 ټنه تاریخ تیر، بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول.*
سه شنبه ۱۴۰۵/۰۶/۰۳

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لورې د تیر یوه کال په موده کې ددې ولایت د مختلفو سیمو څخه د پلټنې په نتیجه کې 44 ټنه تاریخ تیره، بې کیفیته او غیر مجاز درمل او خوراکي توکي راټول شوي و، چې نن ورځ د عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین الله شریف او ګډ ولایتي کمیسیون په حضور کې وسوځول شول.

د څارنې او پلټنې امر ډاکټر صبغت الله صافي رسنیو سره په خبرو کې وویل: دغه درمل او خوراکي توکي یې د درملیزو او خوراکي بنسټونو د څارنې ټیمونو له لورې د تیر یوه کال په جریان کې نیول شوي و، چې نن ورځ د ګډ ولایتي کمیسیون په حضور کې وسوځول شول. هغه زیاته کړه چې دې برخه کې به څار او پلټنه نوره هم زیاته کړي او هیچاته به د بې کیفیته، تاریخ تیره او غیر مجاز درملو او خوراکي توکو د پلور اجازه ورنکړي.

24/08/2026

*جلال اباد ښار کې د جوس تولید یو غیر معیاري کارخونه وتړل شوه.*
دوشنبه ۱۴۰۵/۰۶/۰۲

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امر ډاکټر صبغت الله صافي او د غدايي تاسیساتو د څارنې مسول ډاکټر وصال بلازي جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند لغمان هډې تر څیرمه د جوس د تولید یو غیر معیاري کارخونه وتړله.
یاده کارخونه کې په تقلبي ډول تش بوتلونه چې د روغتیا له نظره صحي او پاک نه و، په غیر معیاري او غیر صحي ځای کې ډکیدل چې د ګڼ شمیر خطرناکو ناروغیو د خپریدو خطر ورسره موجود و.

یاده کارخونه وتړل شوه، او مواد یې ضبط شول.




د کباړ او استعمال شوی بوتلونو په استفاده د جعلي او بی کیفیته جوس د تولید ځای مهر او وتړل شوجلال‌اباد ښار، ماما زرغون شاه...
24/08/2026

د کباړ او استعمال شوی بوتلونو په استفاده د جعلي او بی کیفیته جوس د تولید ځای مهر او وتړل شو

جلال‌اباد ښار، ماما زرغون شاه پلازه کې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د خوړو، درملو او صحي خدماتو د څارنې او پلټنې آمریت د آمر ډاکتر صبغت الله صافي په مشرۍ ګډ نظارتي ټیم د ترسره کړې څارنې پر مهال د غیرقانوني او بې‌کیفیته مشروباتو د تولید یو ځای کشف کړ.

په یاد تولیدي ځای کې د جوس د تولید او بسته‌بندۍ لپاره له بې‌کیفیته او استعمال شوو کباړ بوتلونو څخه استفاده کېدله، چې د روغتیايي معیارونو خلاف عمل دی او د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د سرغړونو له تثبیت وروسته، یاد تولیدي ځای د اړوندو اصولو او مقرراتو له مخې مهر او وتړل شو، او تولید شوي جوسونه د له منځه وړلو په موخه د ننګرهار عامې روغتیا ریاست سټاک ته انتقال شول.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست به د خلکو د روغتیا د خوندیتوب په موخه د غیرمعیاري، جعلي او بې‌کیفیته خوراکي توکو او مشروباتو پر وړاندې خپلې څارنې او قانوني اقدامات په جدي توګه دوامداره ساتي.




جلال اباد ښار کې ۴۵۰ کیلو ګرامه تاریخ تیره او بې کیفیته درمل ونیول شول.دوشنبه ۱۴۰۵/۰۶/۰۲د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څا...
24/08/2026

جلال اباد ښار کې ۴۵۰ کیلو ګرامه تاریخ تیره او بې کیفیته درمل ونیول شول.
دوشنبه ۱۴۰۵/۰۶/۰۲

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امر ډاکټر صبغت الله صافي په مشرۍ د پلټنې ټيم د جلال اباد ښار اړوند سیمو کې د درملیزو بنسټونو څخه څارنه او پلټنه ترسره کړه.
د څارنې په پایله کې ۴۵۰ کیلو ګرامه تاریخ تیره او بې کیفیته درمل چې په تړاو یې یو د درملو شرکت مُهرلاک شو.
دغه راز یاد ټيم په یوه درملتون کې ۲ قلمه تقلبي هندي درمل چې د تولید له نېټې وړاندې هیواد ته وارد شوي و هم ونیول او مرکزي زیرمتون ته یې انتقال کړ.
همدارنګه، د درملو د کیفیت او بیو د کنټرول په موخه هم څارنه ترسره شوه او درمل پلورونکو ته د قوانینو د تطبیق لارښوونه وشوه.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي:عامې روغتيا وزارت به د باکيفيته روغتيايي خدمتونو پراختیا، د خلکو روغتيا خ...
10/08/2026

د عامې روغتيا وزير، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي:

عامې روغتيا وزارت به د باکيفيته روغتيايي خدمتونو پراختیا، د خلکو روغتيا خونديتوب، د تقلبي او بې کیفیته درملو او خوراکي توکو د مخنيوي لپاره دوامداره هڅې کوي.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ننګرهار خوړو،درملو او صحي خدماتو څارنه او پلټنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share