23/06/2026
#د بدن د انرژۍ، معافیت او عصبي ځواک لپاره دوه مشهور او اغېزمن ملټي ویټامینونه
۱. Surbex-Z (ملټي ویټامین + زینک)
دا یو قوي او بډایه فورمول دی چې د اړینو ویټامینونو ترڅنګ Zincهم لری
ګټې :د بدن د عمومي کمزورۍ او دوامداره ستړیا په له منځه وړلو کې مرسته کوي. د معافیت سیستم پیاوړی کوي او بدن د انتاناتو په وړاندې مقاومت کونکی جوړوي.
او له ناروغیو، جراحي یا سختې ستړیا وروسته د بدن د ژر رغېدو (Recovery) ملاتړ کوي.
۲. Surbex-T (لوړ دوز لرونکی ویټامین B-Complex)
دا ټابلیټ په ځانګړي ډول دVitamin B-Complex خورا قوي ترکیب دی چې تمرکز یې پر عصبي سیسټم او میتابولیزم دی.
ګټې یې د عصبي کمزورۍ، اضطراب او ذهني ستړیا لپاره خورا ګټور دی،د لاسونو او پښو د مېږی کېدو، بېحسۍ او سوځېدو (Peripheral Neuropathy) مخنیوی کوي.
په بدن کې د انرژۍ د تولید او د اشتها د بېرته راګرځولو لامل ګرځي او په بدن کې د B ګروپ ویټامینونو جدي کمښت په چټکۍ ښه کوي .
نوټ: د هر ډول درملو یا وېټامینونو له پیل کولو وړاندې، ستاسو د بدن د اصلي اړتیا د معلومولو لپاره د معالج ډاکټر سره مشوره تر ټولو غوره او خوندي لاره ده.
معلومات درسره شیر کړی مننه