06/09/2026
د نوی سمستر لپاره د استادانو د ګمارنې خبرتیا!
غازي امان الله خان د روغتیایی علومو انسټیټیوټ اداره غواړي په لاندې شرایطو برابر څو تنه علمي کادرونه په دنده وګماري.
د بست عنوان:
۱- له معالجوي طب پوهنځي څخه فارغ. ۳ بستونه
۲- د طبي تکنالوژي پوهنځي څخه فارغ ۲ بستونه
۳- د فارمسي پوهنځي څخه فارغ ۱ بست
۴-غاښونو پروتیز پوهنځی څخه فارغ ۲ بستونه
شرایط
د افغانستان تابعیت ولـــري.
داستادۍ په برخه کې لږ تر لږه دوه کلنه کاري تجربه ولـــري.
د هېواد د رسمي ژبو سربېره له انګلیسي ژبې سره هم بلدتیا ولري.
د مسلک اړوند رشتې څخه دفراغت دولتي تایید شوی سند ولري.
د کارکولو لپاره ځانګړې دلچسپي او لیوالتیا ولري .
په شرایطو برابر علاقه مندان کولای شي خپل تحصیلي اسناد د روان کال د 19/سنبله/1405 نېټې پورې د غازي امان الله خان روغتیایی علومو انستیتیوت اداری ته وسپاري.