کابلي عصري معالجوي روغتون

کابلي عصري معالجوي روغتون مونږ ستاسو په خدمت کې

23/05/2026
📢 خبرتیاد افغانستان ا،ا د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت، د لابراتوار د وروستۍ ازموینې پر بنسټ، لس (۱۰) قلمه د...
22/10/2025

📢 خبرتیا

د افغانستان ا،ا د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت، د لابراتوار د وروستۍ ازموینې پر بنسټ، لس (۱۰) قلمه درمل د کیفیت له پلوه منفي ارزولي دي.

دغه درمل د ترکیب، خالصوالي یا د تولید د معیارونو له امله د استعمال وړ نه دي، او کارول یې د ناروغانو د روغتیا لپاره خطرناک تمامېدای شي.
د لابراتوار له لوري منفي ارزول شوي درمل دا دي:

1-Tab:Biocip (Ciprofloxacin)500Mg Batch number (24A150) /expiry Date 01/2026
2-Tab:Zetro (Azithromycin)500Mg
Batch number(414F46)expiry Date
07/2026
3-Cap:Cefiget (Cefixim)400Mg
Batch number (05C002)expiry Date
12/2026
4-Tab:Orzi (Azithromycin) 500Mg
Batch number (010535)expiry Date
12/2026
5-Susp:CIPODAT (Ciprofloxacin 250Mg)120ml
Batch number (652)expiry Date 04/2027
6-Cap:VELOSEF (Cepharidine) 500Mg
Batch number (AW8K)expiry Date 02/2028
7-Cap:Maxil (AMOXICILLIN)500Mg
Batch number (MAC2C014)expiry Date
07/2026
8-Tab:Mercip (Ciprofloxacin) 500Mg
Batch number (29964)expiry Date
01/06/2026
9-Tab:Cefixime 400Mg Batch number (00085)expiry Date 06/07/2027
10-Susp:CIPODAT (Ciprofloxacin 125Mg)12ml
Batch number (651)expiry Date 04/2027
له ټولو درمل‌فروشانو، درملتونونو او روغتیایي مرکزونو څخه غوښتنه کېږي چې یاد درمل له بازار څخه سمدستي ټول او پلور یې بند کړي کومو درمل فروشانو که درملتونونو باندی پلورلی وی عاجل دی یی واپس ټول کړی.
دا خبرتیا د خلکو د پوهاوي، د ناروغانو د خوندیتوب، او د درملو د کیفیت د لوړوالي په موخه خپرېږي.
يادونه: د درملو اخستلو په وخت کې Batch No وګورئ، دلته هغه درمل ذکر کړي چې یاد شویو Batch Number لرونکی دئ.
درنښت
کاپي

Pica_Disease( د خاورو او کاغذونو خوړل)"پيکا" هغه حالت ته ويل کېږي چې پکې انسان داسې شيانو ته اشتها پيدا کوي او خوري  يې،...
26/09/2025

Pica_Disease( د خاورو او کاغذونو خوړل)

"پيکا" هغه حالت ته ويل کېږي چې پکې انسان داسې شيانو ته اشتها پيدا کوي او خوري يې، کوم چې هيڅ غذایي ارزښت نه لري— لکه یخ، خټه، خاوره، یا کاغذ
څنګه به پوه شو چې يو څوګ په پيکا ناروغۍ اخته دى، نو symptoms
د خاورو لوټو شينيلي خوړل
- د معدې درد
- قبضيت
- د غيري ګټورو خورا کونو خوړل
-ستړيا
په سلوک کې تغيرات
په ډکو ميتيازو کې وينه
-په ناروغ کې د اوسپنې کم‌خوني ليدل (Iron-deficiency anemia)
- زړه بدوالی
- د کولمو بندښت (intestinal blockage)

پیکا (Pica) یا د غیر خوراکي موادو د خوړلو علتونCauses
👈🏿- ذهني فشار (Stress)
👈🏿- کلتوري عوامل (Cultural factors)
👈🏿- زده شوی چلند (Learned behavior)
👈🏿- ټيټ اقتصادي حالت (Low socioeconomic status)
👈🏿- ذهنې روغتيايي ستونزې (Underlying mental health disorder)
👈🏿- تغذيې کمښت (Nutritional deficiency)
👈🏿- د ماشوم پاملرنه نه کول (Child neglect)
👈🏿- حاملګي (Pregnancy)
👈🏿- مرګ‌نی ناروغي لکه مرګي (Epilepsy)
👈🏿- په کورنۍ کې رواني ستونزې (Familial psychopathology)
تدواي يې د لامل پوري تړلي ده

د زړه هغه Biomarkers  چی د قلبی ناروغيو په تشخيص کی مرسته کوی .چی ددی له جملی څخه دريم بايومارکر يا BNP يی نوی او یقیني ...
24/09/2025

د زړه هغه Biomarkers چی د قلبی ناروغيو په تشخيص کی مرسته کوی .
چی ددی له جملی څخه دريم بايومارکر يا BNP يی نوی او یقیني تشخيص ايښودونکی دی چی اکثر MI او HF پری تشخيص کيږي .

مصنوعي شيدې (Formula Milk) یا وچې شيدې (Powdered Milk) که څه هم د مور د شيدو بدیل ګڼل کېږي، خو دا یو شمېر احتمالي زیانون...
15/09/2025

مصنوعي شيدې (Formula Milk) یا وچې شيدې (Powdered Milk) که څه هم د مور د شيدو بدیل ګڼل کېږي، خو دا یو شمېر احتمالي زیانونه هم لري، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره چې د مور شيدې ورته لاسرسی لري. دلته يې ځينې مهم زیانونه ذکر شوي دي:

۱. د معافیتي سیسټم کمزوری کول

د مور شيدې طبیعي انټي باډي لري چې د ماشوم بدن له مکروبونو، ویروسونو او انتاناتو څخه ساتي. مصنوعي شيدې دا دفاعي مواد نه لري، نو ماشومان د انتاناتو، اسهال، او تنفسي ناروغیو خطر ته ډېر معرض وي.

۲. د هاضمې ستونزې

مصنوعي شيدې د هضم لپاره سختې دي، ځکه چې د غوا د شیدو پروټینونه او مصنوعي ترکیبات پکې شامل دي. دا کولی شي د ګازونو، قبض، کولمو د التهاباتو (NEC په وختي زېږېدلو ماشومانو کې)، او د معدې ستونزې پیدا کړي.

۳. د الرجۍ خطر

ځینې ماشومان د غوا د شیدو پروټین ته حساسیت لري، چې د کولمو خرابېدل، پوستکي ته خارښت، یا د سینو تنګوالی (Asthma) لامل کېدای شي.

۴. د مغزي ودې کمښت

د مور شيدې د DHA او ARA اسیدونه لري چې د مغز او سترګو د ودې لپاره اړین دي، پداسې حال کې چې مصنوعي شيدې دا ترکیبات طبیعي نه لري. دا کولی شي د ماشوم ذهني او عصبي پرمختګ اغېزمن کړي.

۵. د چاغښت (Obesity) خطر

مصنوعي شيدې ډېر پروسس شوي شکر او زیات کالورۍ لري، چې کولی شي د ماشومتوب په عمر کې د چاغښت، شکر (Diabetes) او زړه ناروغیو خطر لوړ کړي.

۶. د مور او ماشوم ترمنځ د اړیکې کمښت

د شیدو ورکولو پر مهال د مور او ماشوم ترمنځ فزیکي تماس او عاطفي اړیکه ټینګېږي. که ماشوم ته یوازې مصنوعي شيدې ورکړل شي، نو دا اړیکه کمزورې کېدای شي.

۷. اقتصادي لګښت

مصنوعي شيدې ګرانې دي او دوامداره اخیستل یې د اقتصادي پلوه د ډېرو کورنیو لپاره بوج جوړېږي، په ځانګړي ډول د هغو لپاره چې لږ عاید لري.

۸. د حفظ الصحې ستونزې

که چیرې د شيدو جوړولو پر مهال د اوبو کیفیت خراب وي، یا د بوتل پاکوالی وساتل نشي، نو ماشوم د انتاناتو، اسهال، او سوء تغذیې (Malnutrition) سره مخ کېدای شي.

پایله:

که مور کولی شي چې خپل ماشوم ته خپلې شيدې ورکړي، نو دا باید تر ټولو غوره انتخاب وي، ځکه چې دا د ماشوم روغتیا، وده، او مصونیت ته ډېرې ګټې لري. مصنوعي شيدې باید یوازې د طبي اړتیاوو پر اساس وکارول شي، کله چې مور د خپلو شيدو ورکولو توان نه لري.

#ډاکټرذاهدالله سالارزي

د کابلی عصری روغتون سرطبیب

Address

Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کابلي عصري معالجوي روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share