نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک/Noor Super Specialty Eye Clinic

نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک/Noor Super Specialty Eye Clinic دا صفحه نور د سترګو فوق تخصصي کلينيک دفعاليتونو د انعکاس لپاره جوړه شوې ده.
0602002014
0777122838
0786565999

14/08/2026
Sclera صلبیه (Sclera) د سترګې هغه سپینه، کلکه او محافظتي برخه ده چې د سترګې بهرنی پوښ جوړوي. دا د سترګې شکل ساتي او د ست...
13/08/2026

Sclera
صلبیه (Sclera) د سترګې هغه سپینه، کلکه او محافظتي برخه ده چې د سترګې بهرنی پوښ جوړوي. دا د سترګې شکل ساتي او د سترګې دننه حساس برخې خوندي کوي.

که صلبیه زیانمنه شي:
1- سترګه سوروالی پیدا کوي.
2- سترګه درد او خارښت کوي.
3- د سترګو ليد کمزوری کيږى.

د ساتنې لارې:
1- له دوړو او زیانمنو موادو څخه ځان وساتئ.
2- د لمر ضد عینکې وکاروئ.
3- که سترګه مو سوروالی یا درد ولري نو ژر تر ژره د سترګو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک د مجربو متخصصينو او مجهزو عصري طبي وسایلو په درلودلو سره د هيوادوالو په چوپړ کې دى.

Vitreous Humor  د سترګې هغه شفاف او صاف جيل (زجاجي ماده) ته ویل کېږي چې د سترګې د منځنۍ برخې ډېره برخه ډکوي. دنده:1- د س...
12/08/2026

Vitreous Humor
د سترګې هغه شفاف او صاف جيل (زجاجي ماده) ته ویل کېږي چې د سترګې د منځنۍ برخې ډېره برخه ډکوي.

دنده:
1- د سترګې شکل ثابت ساتي.
2- د رڼا د تېرېدو لپاره شفافه لاره برابروي.
3- شبکیه (Retina) ته ملاتړ ورکوي.
4- د سترګې دننه فشار (IOP) په ساتلو کې مرسته کوي.

عامې ستونزې:
1- Floaters :
داسې ښکاري لکه تورې وړې دانې یا تارونه چې د سترګو مخې ته ګرځي

2- Posterior Vitreous Detachment (PVD): د عمر له زیاتېدو سره جيل له شبکیې جلا کېږي

3- Vitreous Hemorrhage:
د سترګې دننه وینه بهيدنه.

4- Infection یا التهاب (لکه Uveitis)

کله ډاکټر ته مراجعه وکړئ؟
کله چې لاندې نښې وليدل شي:
1- ناڅاپي د تورو ټکو زیاتوالی.
2- Flashes.
3- د سترګو د نظر کمزوري کېدل.
نو ژر تر ژره د سترګو متخصص ته مراجعه وکړئ.

نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک کې د مجربو متخصصينو او مجهزو عصري طبي وسایلو په درلودلو سره د هيوادوالو په چوپړ کې دى.

Lens لينز يا عدسه د سترګې هغه شفافه (صافه) برخه ده چې د عنبیې (iris) تر شا موقعیت لري. دا د کمرې د عدسې په څېر کار کوي ا...
11/08/2026

Lens
لينز يا عدسه د سترګې هغه شفافه (صافه) برخه ده چې د عنبیې (iris) تر شا موقعیت لري. دا د کمرې د عدسې په څېر کار کوي او رڼا په شبکیه (retina) باندې متمرکزوي تر څو موږ په واضح ډول سره تصویر ووینو.

د Lens مهمې دندې:
1- رڼا متمرکزوي (Focus کوي).
2- د نږدې او لرې شيانو د ليد لپاره خپل شکل بدلوي (Accommodation).
3- د سترګو د روښانه او واضح ليد سبب ګرځي.

د Lens عامې ستونزې:

1- Cataract: عدسه کدره کېږي او د سترګو ليد خرابوي
2- Presbyopia: د عمر له زیاتېدو سره د نږدې شيانو ليد کمزوری کېږي
3- Lens dislocation: عدسه خپل ځای نه بدلوي

څنګه د Lens ساتنه وکړو؟
1- متوازن او صحي غذا خوړل (Vitamin A, C, E).
2- د لمر پر مهال د عینکو کارول.
3- د سکرین استعمال وخت کمول.
4- په منظم ډول د سترګو معاينه.

نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک د مجربو متخصصينو او مجهزو عصري طبي وسایلو په درلودلو سره د هيوادوالو په چوپړ کې دى.

Retina (شبکیه) د سترګې هغه نرۍ او  مهمه طبقه ده چې د سترګې په شاتنۍ برخه کې موقعيت لري. ريټينا د کامرې د فلم په شان کار ...
10/08/2026

Retina (شبکیه)
د سترګې هغه نرۍ او مهمه طبقه ده چې د سترګې په شاتنۍ برخه کې موقعيت لري. ريټينا د کامرې د فلم په شان کار کوي رڼا اخلي معلومات برقي اشارو ته بدلوي او دماغ ته یې لېږي تر څو موږ په واضح ډول سره تصوير ووينو.

د Retina مهمې برخې:

Macula (مکولا):
د واضح او مرکزي ليد لپاره مهمه برخه ده

Optic Nerve (عصب بصری):
دماغ ته د تصوير د لېږد دنده لري

Blood Vessels (وینې رګونه):
د Retina تغذيه کوي

د Retina عامې ناروغۍ:
1- (Diabetic Retinopathy)
شکرې له امله د Retina زيان.

د Retina جلا کېدل. (Retinal Detachment)-2
(Macular Degeneration) - 3
عمر پورې اړوند کمزوري
د وینې بندښت (Retinal Vein Occlusion) - 4

نښې :

1- د سترګو د نظر کمزوري يا تياره کېدل.
2- د رڼا ځلېدل (flashes).
3- تورې نقطې يا کرښې (floaters).
4- د سترګو د ليد ناڅاپي بدلون.

درملنه او مخنیوی:
1- په منظم ډول د سترګو معاينه.
2- د شکر او فشار کنټرول.
3- لېزر، انجکشن يا جراحي (د ناروغۍ له ډول سره سم).

نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک د مجربو متخصصينو او مجهزو عصري طبي وسایلو په درلودلو سره د هيوادوالو په چوپړ کې دى.

Ciliary Bodyسیلیري باډي د سترګې یوه مهمه برخه ده چې د عدسې (Lens) شاته موقعیت لري او څو مهمې دندې ترسره کوي. اصلي دندې:1...
09/08/2026

Ciliary Body

سیلیري باډي د سترګې یوه مهمه برخه ده چې د عدسې (Lens) شاته موقعیت لري او څو مهمې دندې ترسره کوي.

اصلي دندې:
1- د سترګې د مایع (Aqueous Humor) تولیدول چې د سترګې فشار منظم ساتي.
2- د عدسې شکل بدلول (Accommodation) تر څو انسان نږدې او لرې شیان په روښانه ډول سره وویني.
3- د سترګې داخلي تغذیه کې مرسته کوي.

که ستونزه پیدا شي:
که سیلیري باډي خپله وظیفه په سم ډول ترسره نه کړي نو د سترګې فشار (Glaucoma) یا د سترګو د لید ستونزې رامنځته کيږى.

سپارښتنه:
د سترګو معاینه په منظم شکل سره وکړئ تر څو د هر ډول ستونزې مخنیوی په وخت سره وشي.

نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک د مجربو متخصصینو او پرمختلليو عصري طبي وسایلو په درلودلو سره د هيوادوالو په چوپړ کې دى.

Address

Nangarhar
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 09:00 - 18:01
Tuesday 09:00 - 18:00
Wednesday 09:00 - 18:00
Thursday 09:00 - 18:00
Saturday 09:00 - 18:00
Sunday 09:00 - 18:00

Telephone

+93602002014

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک/Noor Super Specialty Eye Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to نور د سترګو فوق تخصصي کلینیک/Noor Super Specialty Eye Clinic:

Shortcuts

Share