Louy Said Jamaludin Afghan Medical Institute & Delivery Home

Louy Said Jamaludin Afghan Medical Institute & Delivery Home لوی سید جمال الدین افغان د روغتیائي علومو انستيتیوت د عامې روغتیا وزارت سره په ۵۸ ګڼه ثبت او رجستر دی

د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایي علومو انستیتوت لخوا ټولو هغو محصلینو ته چې د Exit Exam لپاره یې ثبت نام بشپړ کړی، ...
19/05/2026

د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایي علومو انستیتوت لخوا ټولو هغو محصلینو ته چې د Exit Exam لپاره یې ثبت نام بشپړ کړی، خبر ورکول کېږي چې ازموینه به د سرطان میاشتې په ۵ نېټه واخیستل شي.
درنښت
د لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایي علومو انستیتوت اداره

د هڅاند،نوښتګر او مجرب استاد داکتر عنایت الله احمدی له لوري د انسان د سترګې د اناتومي مهم او علمي درس د محصلینو لپاره په...
09/05/2026

د هڅاند،نوښتګر او مجرب استاد داکتر عنایت الله احمدی له لوري د انسان د سترګې د اناتومي مهم او علمي درس د محصلینو لپاره په خورا مسلکي او واضح ډول وړاندې شو.
محصلینو د درس په جریان کې د سترګې د جوړښت، وظیفو او اړوندو برخو په اړه ګټور معلومات ترلاسه کړل.
لوی سید جمال الدین افغان د روغتیایی علومو انستیتوت د معیاري او باکیفیته تدریس له لارې د خپلو محصلینو د علمي ودې لپاره دوامداره هڅې کوي.

د با استعداده،مجرب او متعهد استاد داکتر نوید الرحمن برهان له لوري د GB (Gallbladder) اړوند مهم درس په ډېر مهارت، ژور علم...
29/04/2026

د با استعداده،مجرب او متعهد استاد داکتر نوید الرحمن برهان له لوري د GB (Gallbladder) اړوند مهم درس په ډېر مهارت، ژور علمي درک او اغېزمن تدریسي سبک سره محصلینو ته تدریس شو.
موږ ویاړو چې د داکتر نوید الرحمن برهان په څیر بااستعداده او متعهد استادان لرو.

د همکارۍ هوکړه لیکد لوی سید جمال الدین افغان  روغتیایي علومو انستیتوت او  ماستر د غاښونو پرمختللې اکاډمۍ ترمنځ د همکارۍ ...
28/04/2026

د همکارۍ هوکړه لیک
د لوی سید جمال الدین افغان روغتیایي علومو انستیتوت او ماستر د غاښونو پرمختللې اکاډمۍ ترمنځ د همکارۍ یو مهم هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړې له مخې، د لوی سید جمال الدین افغان طبی علومو انستیتوت د پروتیز څانګې محصلین به د یادې اکاډمۍ له لوري په عملي برخه کې مسلکي روزنه ترلاسه کړي، تر څو د خپل مسلک په ډګر کې لا پیاوړي او با تجربه شي.

دغه هوکړه لیک د لوی سید جمال الدین افغان طبی علومو انستیتوت علمي معاون انجینر انعام الله تمیم او ماستر د غاښونو پرمختللې اکاډمۍ بنسټګر ډاکټر عبدالواحد شینواری ترمنځ په رسمي ډول لاسلیک شو.

موږ هیله لرو چې دا همکاري به د محصلینو د عملي مهارتونو په لوړولو او د روغتیایي خدمتونو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

د نرسنګ عملي تطبیقاتو خونه کې عملي درسد لوی سید جمال‌الدین افغان د طبي علومو انستیتوت د نرسنګ څانګې محصلینو ته د SC (Sub...
27/04/2026

د نرسنګ عملي تطبیقاتو خونه کې عملي درس

د لوی سید جمال‌الدین افغان د طبي علومو انستیتوت د نرسنګ څانګې محصلینو ته د SC (Subcutaneous Injection) اړوند عملي زده‌کړه د تطبیقاتو په خونه کې ترسره شوه.
په دې عملي پروګرام کې د نرسنګ ډیپارتمنت امر داکتر امین الله امین لخوا محصلینو ته د جلد لاندې پیچکارۍ (Subcutaneous injection) د صحیح طریقې، حفظ الصحې اصولو او ناروغ سره د مسلکي چلند مهارتونه په عملي ډول تمرین کړل.
موږ هڅه کوو چې خپل محصلین د معیاري او عملي زده‌کړو له لارې د مسلکي روغتیايي خدمتونو لپاره چمتو کړو.
په درنښت
د نشراتو امریت

د امیري شاهي ماڼۍ د ودونو هال د پرانیستې په مناسبت 🌸د لوی سید جمال‌الدین افغان د طبي علومو انسټیټیوټ اداره په جلال‌آباد ...
16/04/2026

د امیري شاهي ماڼۍ د ودونو هال د پرانیستې په مناسبت 🌸

د لوی سید جمال‌الدین افغان د طبي علومو انسټیټیوټ اداره په جلال‌آباد ښار کې د امیري شاهي ماڼۍ د ودونو هال د پرانیستې له امله خپله توده مبارکي وړاندې کوي.

دغه ښکلی او عصري تالار به د ښار د اوسېدونکو لپاره د خوښیو، ودونو او فرهنګي محفلونو یو غوره مرکز وګرځي او د جلال‌آباد د ښاري پرمختګ ښکارندویي کوي.

موږ د دې سترې لاسته راوړنې له امیری کورنی څخه مننه کوو او هیله لرو چې دا هال د تلپاتې خوښیو، بریاوو او نېکمرغیو کور وي.

په درنښت
دوکتور میرویس رحیمی
د لوی سید جمال‌الدین افغان د طبي علومو انسټیټیوټ بنسټګر او ریس

د لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت ۲۱ مه دوره فراغت غونډه ترسره شوه!نیټه:۱۴۰۴/۱/۱۳د لوی سید جمال‌الدین افغا...
09/04/2026

د لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت ۲۱ مه دوره فراغت غونډه ترسره شوه!
نیټه:۱۴۰۴/۱/۱۳
د لوی سید جمال‌الدین افغان د طبي علومو انسټیټیوټ په علمي بهیر کې، د ۲۱مې فراغت شانداره او پرتمینه غونډه په ځانګړو مراسمو سره ترسره شوه.

په دې ویاړلې محفل کې، زموږ قدرمنو محصلینو د کلونو هڅو، زحمتونو او نه ستړې کېدونکو کوښښونو وروسته د بریا لوړو پوړیو ته ځان ورساوه او د دې معتبر علمي مرکز څخه په بریالیتوب سره فارغ شول. دا ورځ نه یوازې د محصلینو لپاره د خوښۍ او ویاړ ورځ وه، بلکې د هغوی د درنو کورنیو، استادانو او د انسټیټیوټ د ټولې ادارې لپاره هم د لاسته راوړنو او بریاوو یو زرین باب بلل کېږي.

غونډه د خوږ ژبی قاری اکرام الله حقیار لخوا د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه چی دغه شانداره غونډه یی لا سپیڅلی او روښانه کړه، په دوهم قدم کی د لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت بنسټګر او ریس دوکتور میرویس رحیمی د فارغ شویو محصلینو ته د علم، هڅونې او راتلونکي خدمت لپاره وینا وکړه او فارغانو ته یی د ټولنې د خدمت، مسلکي صداقت او انساني ارزښتونو د ساتلو سپارښتنې وکړی، تر څو وکولای شي د خپل مسلک له لارې د هېواد او ټولنې په پرمختګ کې رغنده ونډه واخلي.
په تعقیب یی د ساینسی د طبی علومو انستیتوت موسس او ریس دوکتور شیر محمد مومند او د امام غزالی د طبی علومو انستیتوت ریس څارنوال نذیر احمد درانی هم په خپل وار فارغ شویو محصلینو ته مبارکی وویل او په دغه برخه کی یی د لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت د ریس دوکتور میرویس رحیمی او ټولو تدریسی او اداری کارکوونکو هڅی وستایلی.
د لوی سید جمال‌الدین افغان د طبي علومو انسټیټیوټ اداره خپلو ټولو ګرانو فارغانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي او هیله څرګندوي چې دوی به په راتلونکې کې د علم، مهارت او انساني خدمت په ډګرونو کې لا زیاتې بریاوې ترلاسه کړي او د خپل مسلک ریښتیني استازي وګرځي.
په درنښت

د ۱۴۰۵ کال بهاري سمستر لپاره داخله جریان لری!د کانکور ازموینې نیټه:د ۱۴۰۴ کال د دلوی ۱۲ مه
17/01/2026

د ۱۴۰۵ کال بهاري سمستر لپاره داخله جریان لری!
د کانکور ازموینې نیټه:د ۱۴۰۴ کال د دلوی ۱۲ مه

د دولتی ازموینی(Exit Exam) خبرتیا!
04/01/2026

د دولتی ازموینی(Exit Exam) خبرتیا!

سی وی لیکنې او کاري مرکې مهارتونهوړاندی کوونکی:انجینر انعام الله تمیم
23/12/2025

سی وی لیکنې او کاري مرکې مهارتونه
وړاندی کوونکی:انجینر انعام الله تمیم

Address

Jalalabad
26000

Telephone

0777775250

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Louy Said Jamaludin Afghan Medical Institute & Delivery Home posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share