روښان معالجوي طب پوهنځی ننګرهار

روښان معالجوي طب پوهنځی ننګرهار روښان؛ ستاسې د روښانه راتلونکي لپاره غوره ټاکنه!

11/06/2026

Rokhan University is pleased to announce admissions for new students for the Fall Semester 2026 in the following faculties:
1. Medicine (MD)
2. Stomatology (DMD)
3. Pharmacy
4. Economics
5. Law and Political

Why Choose Rokhan University?
- Experienced and highly qualified academic staff.
- Separate specialized teaching hospitals for the Faculties of Medicine and Dentistry.
- A standardized and up-to-date curriculum.
- Regular and well-organized classes.
- Various student capacity-building and professional development programs.
- Practical training opportunities organized according to the academic schedule to ensure effective learning.
- Well-Equipped Computer Lab.
- Well-Equipped Conference Hall.
- Well-Equipped Library.
- Well-Equipped Laboratories
- Well-Equipped Research Lab

Shape Your Future with Rokhan University!
Registration is open daily except Fridays, from 7:00 AM to 7:00 PM.

Contact Number:
0780645778

Address:
Kabul–Jalalabad Highway, District 3, opposite the Public Health Hospital Mosque, Jalalabad, Afghanistan.

03/06/2026

په معالجوي طب پوهنځي کې د ۱۴۰۵ لمریز کال خزاني سمستر لپاره نوم لیکنه روانه ده!

که تاسو هیله لرئ، چې په راتلونکي کې یو مسلکي او بریالی ډاکټر شئ؛ نو د روښان پوهنتون معالجوي طب پوهنځی ستاسې لپاره غوره انتخاب دی.
په یاد پوهنځی کې د مسلکي او باتجربه علمي کادر، معیاري تدریسي نصاب، عصري تدریسي میتودونو او عملي زده کړو له لارې د محصلینو علمي او مسلکي وړتیاوو ته وده ورکول کېږي. همدا راز په معالجوي طب پوهنځی کې د مجهزو لابراتوارونو، مجهز کمپیوټر لیب، مجهز کتابتون او څېړنیز مرکز ترڅنګ د زده کړو لپاره پاک، آرام او معیاري چاپېریال هم لري، څو محصلین وکولای شي په غوره شرایطو کې خپلې زده کړې ترسره کړي.

نوم لیکنه له جمعې پرته هره ورځ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۰۰ بجو پورې ترسره کېږي.
خپل راتلونکی له دې ځایه پیل کړئ!

د اړیکو شمېره: 0780645778

پته: کابل ـ جلال‌اباد عمومي سړک، د عامې روغتیا روغتون مسجد ته مخامخ.

درنښت
نشراتو آمریت

روښان پوهنتون، چې د علمي پرمختګ، معیاري تدریس او عملي روزنې په برخه کې د هېواد په کچه ځانګړی شهرت لري، د ۱۴۰۵ هـ ش کال خ...
14/05/2026

روښان پوهنتون، چې د علمي پرمختګ، معیاري تدریس او عملي روزنې په برخه کې د هېواد په کچه ځانګړی شهرت لري، د ۱۴۰۵ هـ ش کال خزاني سمستر لپاره په معالجوي طب پوهنځي کې نوي محصلین جذبوي.

زموږ ځانګړتیاوې:
۱ ـ د معالجوي طب په برخه کې معیاري، مسلکي او عملي زده‌کړه.
۲ ـ مجهز تدریسي روغتون.
۳ ـ د عملي کار لپاره مجهز لابراتوارونه.
۴ ـ عصري کتابتون.
۵ ـ پرمختللی کمپیوټر لیب (Computer Lab).
۶ ـ مجهز څېړنیز مرکز.
۷ ـ تجربه لرونکي، متخصص او ژمن علمي کادر غړي.

نوم‌لیکنه: هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې روانه ده.

خپل راتلونکی له دې ځایه پیل کړئ!

د اړیکې شمېرې: 0780645778

پته: کابل ـ جلال‌اباد عمومي سړک، د عامې روغتیا روغتون مسجد ته مخامخ.

درنښت
نشراتو آمریت

د معالجوي طب پوهنځي کلینیک ډیپارټمنټ محصلینو ته د "CT Scan او MRI مطالعې" تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو!۳۰/ حمل ...
19/04/2026

د معالجوي طب پوهنځي کلینیک ډیپارټمنټ محصلینو ته د "CT Scan او MRI مطالعې" تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو!

۳۰/ حمل /۱۴۰۵ هـ.ش

د روښان پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي کلینیک ډیپارټمنټ محصلینو ته د "CT Scan او MRI مطالعې" تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.
پیل یې د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو.
ورپسې یاد سیمینار د معالجوي طب پوهنځي رئیس، پوهنیار ډاکټر خیبر اقبال ساپي لخوا وړاندې شو. نوموړي په پیل کې د موضوع پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د عصري تشخیصاتي وسایلو لکه: CT Scan او MRI په سمه توګه زده کړه د ډاکټرانو لپاره خورا ضروري ده، ځکه دا تخنیکونه د دقیقو ناروغیو په تشخیص کې مهم رول لري.
همدا راز یې د دماغ او نخاع د MRI د لوستلو مهم اصول تشریح کړل او د نیوروسرجیکل معایناتو اړوند یې هم هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
هغه د بېلابېلو کلینیکي حالاتو بېلګې وړاندې کړې او محصلینو ته یې وویل، چې څنګه کولی شي د انځوریزو معایناتو پایلې په سمه توګه تحلیل او تفسیر کړي.
د ګډونوالو د پوښتنو له ځوابولو وروسته یاد سیمینار په دعا سره پای ته ورسید.

د روښان پنځوس بستریز تخصصي روغتون وړیا خدمات و تخفیفونه!۱ ـ د ډاکترانو د کتنې یا opd فیس د سهار له ۸ تر ۱۲ بجو پورې  وړی...
12/04/2026

د روښان پنځوس بستریز تخصصي روغتون وړیا خدمات و تخفیفونه!

۱ ـ د ډاکترانو د کتنې یا opd فیس د سهار له ۸ تر ۱۲ بجو پورې وړیا.
۲ ـ په ټولو تشخیصیه برخو کې
۴۰% تخفیف
۳ ـ په بستر کې ۵۰% تخفیف
۴ ـ او په نورو ټولو برخو کې ځانګړي تخفیفونه.

ستاسو روغتیا، زموږ لومړیتوب دی
د اړیکو شمېره:
0779585858 - 0202002000

پته: کابل ـ جلال اباد عمومي سړک، د صحت عامې مسجد ته مخامخ.

چاپېریال زموږ د ژوند بنسټ دی. که هوا ککړه وي، اوبه ناپاکې وي او ځمکه له کثافاتو ډکه وي، زموږ روغتیا له جدي ګواښ سره مخ ک...
12/04/2026

چاپېریال زموږ د ژوند بنسټ دی. که هوا ککړه وي، اوبه ناپاکې وي او ځمکه له کثافاتو ډکه وي، زموږ روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کېږي.
راځئ، چې هر یو د خپل کور، کوڅې او ښار پاک ساتلو لپاره مسؤلیت واخلو.
کثافات باید په ټاکلو ځایونو کې واچوو او نورو ته هم د پاکوالي پیغام ورسوو.

د ختیځ زون ولسونو ته غوره زیری! روښان پنځوس بستریز تخصصي روغتون د خپل اصلي مالک له لوري د دوهم ځل لپاره بیا په فعالیت پی...
09/04/2026

د ختیځ زون ولسونو ته غوره زیری!

روښان پنځوس بستریز تخصصي روغتون د خپل اصلي مالک له لوري د دوهم ځل لپاره بیا په فعالیت پیل کړی، د روښان روغتون مخکنیو قراردادیانو د نیمګړتیاوو، سرغړونو او د قانوني چوکاټ د نه مراعتولو پر اساس، د عامې روغتیا محترم وزیر په حکم یاد روغتون وتړل شو.
د تجارتي محکمې د پریکړې په اساس اوس خوشبختانه روښان روغتون بېرته خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.

دا روغتون چې مخکې یې د شل بستریز په کچه فعالیت درلود، اوس د پراختیا او پرمختګ په ترڅ کې ۵۰ بستریز ته لوړ شوی، تر څو وکولای شي د لا زیاتو ناروغانو لپاره په معیاري او عصري بڼه روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
روښان تخصصي روغتون د نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو طبي وسایلو پر مټ، د مجربو او متخصصو ډاکټرانو تر څارنې لاندې په دغو څانګو کې خدمات وړاندې کوي:

۱ ـ عمومي داخله څانګه
۲ ـ د کوچنیانو داخله څانګه
۳ ـ عمومي جراحي څانګه
۴ ـ عصبي جراحي څانګه
۵ ـ نسايي ولادي څانګه
۶ ـ ارتوپیدي څانګه
۷ ـ د غوږ، پزې او ستوني (ENT) څانګه
۸ ـ جلدي څانګه
۹ ـ سترګو څانګه
۱۰ ـ غاښونو څانګه
۱۱ ـ الټراساونډ څانګه
۱۲ ـ ایکسری څانګه
۱۳ ـ فیزیوتراپي څانګه
‏CT Scan - ۱۴ (سټي سکن)
او هیموډیالیز څانګه

د یادونې وړ ده، چې روښان پنځوس بستریز تخصصي روغتون په دغو برخو ځانګړي تخفیفونه کوي.

۱ ـ د ډاکترانو د کتنې یا OPD فیس د سهار له ۸ تر ۱۲ بجو پورې وړیا.
۲ ـ په ټولو تشخیصیه برخو کې
۴۰% تخفیف
۳ ـ په بستر کې ۵۰% تخفیف
۴ ـ او په نورو ټولو برخو کې ځانګړي تخفیفونه.

ستاسو روغتیا، زموږ لومړیتوب دی
د اړیکو شمېره:
+93 779 58 58 58

پته: کابل ـ جلال اباد عمومي سړک، د صحت عامې مسجد ته مخامخ.

خبرتیا!د روښان پوهنتون د فارغو محصلینو د پام وړ! ۱- د استازي له لارې د اسنادو ترلاسه کول:هغه محصلین، چې د ځینو ستونزو له...
09/04/2026

خبرتیا!

د روښان پوهنتون د فارغو محصلینو د پام وړ!

۱- د استازي له لارې د اسنادو ترلاسه کول:
هغه محصلین، چې د ځینو ستونزو له امله نشي کولی خپل تحصیلي اسناد په حضوري ډول ترلاسه کړي او غواړي د بل شخص له لارې یې واخلي اړ دی، چې لاندې معلومات د پوهنتون ایمیل ادرس ته واستوي:
* خپل بشپړ شهرت
* اړوند اسناد
* ایمیل ادرس ته د اسنادو لیږلو د تایید ویډیو
* د هغه شخص بشپړه پېژندنه، چې اسناد تر لاسه کوي.
۲- له هېواده بهر فارغانو لپاره:
هغه فارغان، چې له هېواده څخه بهر ژوند کوي او غواړي خپل اسناد ترلاسه کړي، باید لاندې معلومات د پوهنتون ایمیل ته واستوي:
* خپل بشپړ شهرت
* ایمیل ادرس ته د اسنادو لیږلو د تایید ویډیو
* د اوسېدو ښار د پوست خانې پته.
یادونه: د اسنادو د لېږلو ټول مصارف به د غوښتونکي پر غاړه وي.

ایمیل ادرس:
[email protected]

نشراتو آمریت

هغه څوک چې نشه کوي، نه یوازې خپل ځان له منځه وړي، بلکې د خپلې کورنۍ هیلې او ارمانونه هم له خاورو سره خاورې کوي. که موږ غ...
08/04/2026

هغه څوک چې نشه کوي، نه یوازې خپل ځان له منځه وړي، بلکې د خپلې کورنۍ هیلې او ارمانونه هم له خاورو سره خاورې کوي.
که موږ غواړو یوه سالمه او پرمختللې ټولنه ولرو؛ نو باید د نشه‌یي توکو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو.

د روښان پوهنتون او افغان جیم ټو کلب ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!۱۶ / حمل / ۱۴۰۵ هـ.شد روښان پوهنتون او افغان...
06/04/2026

د روښان پوهنتون او افغان جیم ټو کلب ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

۱۶ / حمل / ۱۴۰۵ هـ.ش

د روښان پوهنتون او افغان جیم ټو کلب ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو. دغه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې، د روښان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي حضرت بلال ظریفي د پیل وینا وړاندې کړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول هوکړه لیکونه کولی شي د محصلینو په ورزشي او فزیکي روغتیا برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
وروسته، د افغان جیم ټو کلب مسؤل ښاغلي صفت الله حمیدي هم وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې د هوکړې له مخې به خپلې ټولې ژمنې په بشپړه توګه عملي کوي او د ورزش په برخه کې به د محصلینو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د هوکړه لیک له مخې د روښان پوهنتون محصلینو ته د افغان جیم ټو کلب لخوا به په فیس کې %۵۰ تخفیف کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه هوکړه لیک د روښان پوهنتون د سپورټ کمېټې مسؤل، رئیس خان دانش او د افغان جیم ټو کلب مسؤل صفت الله حمیدي له لوري لاسلیک شو، چې له مخې به یې دواړه لوري په ګډه د محصلینو ورزشي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

نشراتو آمریت

Address

Nangarhar
Jalalabad
2601

Opening Hours

09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when روښان معالجوي طب پوهنځی ننګرهار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share