Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک

Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک اتفاق روغتیایی کلینک ۲۴ ساعته خدمات هیوادوالو ته وړاندی کوی.
0783105886

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته.Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک د پاکستان څخه را ستنیدونکو افغان مهاجرینو له پ...
22/12/2025

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته.
Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک د پاکستان څخه را ستنیدونکو افغان مهاجرینو له پاره د کلینک په ټولو برخو کې ٥٠٪ تخفیف په نظر کې لری .
ادرس :سرخرود ولسوالۍ حاجی قدیر کلا اتفاق کلی مارکیټ

ولې په خرما خپله روژه ماته کړئ؟🔵 خرما د لوږې دردونه کموي او د روژه ماتې پر مهال د ډیرې ډوډۍ خوړلو په مخنیوي او د وزن په ...
06/03/2025

ولې په خرما خپله روژه ماته کړئ؟

🔵 خرما د لوږې دردونه کموي او د روژه ماتې پر مهال د ډیرې ډوډۍ خوړلو په مخنیوي او د وزن په کنترول کې مرسته کوي

🔵 خرما د فایبر، ویټامین اې، ویټامین بي شپږ، فولیک اسید، پوتاشیم، مګنیزیم او سودیم بډایه سرچېنه ده چې ستاسو بدن ته انرژي درکوي

Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک

روژه، د برکتونو میاشت!  روژه د رحمت، مغفرت او له دوزخ څخه د خلاصون میاشت ده. د روژې مبارکه میاشت، د نیکو اعمالو، د رحمتو...
06/03/2025

روژه، د برکتونو میاشت!

روژه د رحمت، مغفرت او له دوزخ څخه د خلاصون میاشت ده. د روژې مبارکه میاشت، د نیکو اعمالو، د رحمتونو، د دعاګانو د قبلېدو،مغفرت او د نېکمرغیو میاشت ده.
راځئ، چې دا سپېڅلې میاشت د اخلاص، عبادت، صبر او یووالي په فضا کې تېره کړو، د نېکيو او ښېګڼو لاره خپله کړو، او د خپل رب رضا تر لاسه کړو.
الله "جل جلاله" دې دا بختوره میاشت زموږ لپاره د خیر، برکت، او د دنیا او آخرت د بریا سبب وګرځوي.
Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک

* لنډ معلومات* د ممیزو یا کیشمیشو روغتيايي ګټې!!۱ـ د هډوکو د تقوې لپاره.۲ـ د ویټامین D د کموالي د درملنې لپاره.۳ـ دغاښون...
28/02/2025

* لنډ معلومات*
د ممیزو یا کیشمیشو روغتيايي ګټې!!

۱ـ د هډوکو د تقوې لپاره.
۲ـ د ویټامین D د کموالي د درملنې لپاره.
۳ـ دغاښونو او اورۍ د سلامتیا لپاره.
۴ـ د سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي او اعصاب تقویه کوي.
۵ـ د خوړو د پخلي په وخت کې کشميش ورعلاوه کړئ ترڅو د خوړو غوړي راکم کړي.
۶ـ د بدن د رګونو د ښه فعاليت لپاره.
۷ـ د سترګو د تقوې لپاره.
۸ـ د بدن د اضافي اوبو د کمبود لپاره.
۹-هضمی سیستم پیاوړی کوی .
۱۰-د معافیت سیستم پیاوړی کوی .
Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک

د حمل پر مهال د مور او ماشوم لپاره ګټور خواړه د حمل په وخت کې مناسب او مغذي خواړه د مور او ماشوم روغتیا لپاره ډېر مهم دي...
20/02/2025

د حمل پر مهال د مور او ماشوم لپاره ګټور خواړه
د حمل په وخت کې مناسب او مغذي خواړه د مور او ماشوم روغتیا لپاره ډېر مهم دي لاندې خواړه ګټور ګڼل کېږي

: پروټین لرونکي خواړه : د ماشوم وده لپاره اړین دي . غوښې ( چرګ ، کب ، او سره غوښه ) . هګۍ ، دالونه او لوبیا .

فایبر لرونکي خواړه : د قبض مخنیوي لپاره . تازه مېوې (مڼې ، کیلې ، نارنج ). سبزیجات پالک ، ګازرې او غلې داني

کلسیم لرونکي خواړه : د هډوکو او غاښونو جوړولو لپاره . شیدې او لبنیات ( ماسته ، پنیر ) ، بادام .

اوسپنه ( Iron ) : د وینې کمښت مخنیوي لپاره . سره غوښه ، پالک ، وچې میوې لکه ( مميز ، چارمغز ) .

فولیک اسید لرونکي خواړه : د عصبي سیسټم د ودې لپاره.. شین پاڼې لرونکي ټول سبزیجات .

اومیګا 3 شحمي اسیدونه : د ماشوم دماغي وده لپاره . ماهیان ، چارمغز ، زیتون تېل.
Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک

د ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدل (Drooling) یا Sialorrhea:  ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدنه چې ptyalism هم ورته وایی...
15/02/2025

د ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدل (Drooling) یا Sialorrhea:

ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدنه چې ptyalism هم ورته وایی مختلف علتونه لري. ځینې یې ممکن جدي او د مختلفو ناروغیو له کبله وي او ځینې وخت نارمل هم کیدلئ شی.

1: د غاښونو راوتل: په دې وخت کې د ماشوم ورۍ خارښت کوی او هرڅه باندې خپله ورۍ ټینګوی او د لاړو زیاتیدو او بهیدو سبب کیږی.
2: د ستونی التهاب Tonsilitis یا Pharangitis: که ماشوم د ستونی التهاب ولری، ماشوم خپلې لاړې د ستونی د درد له امله نشی تیرولۍ او د لاړو بهیدو سبب ګرځی.
3. د خولې یا وریو التهابی کېدل یا Apthous ulcer: په دې وخت کې هم د ماشوم د خولې د لاړو بهیدو سبب کیږی.
4: د کولمو چینجی: دا هم د لاړو زیاتیدو سبب کیږی.
5: د خولې د عضلاتو کمزوری
6: موسمی ناروغۍ لکه زکام، نزله او حساسیت
7: ځینی درمل

ځینی وخت ممکن هیڅ کومه ستونزه نه وی بلکه ماشوم نارمل وی او دا ستونزه تر 15 میاشتو پورته خپله ښه کیږی.
Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک

دمالټو ګټيکه تاسې له خوراک وروسته په معده کې د تیزابیت او سوزش احساس کوئ نو مالټه مو غوره درملنه ده، دا میوه د معدني مال...
12/02/2025

دمالټو ګټي
که تاسې له خوراک وروسته په معده کې د تیزابیت او سوزش احساس کوئ نو مالټه مو غوره درملنه ده، دا میوه د معدني مالګې څخه ډکه ده، چې د معدې تیزابیت کموي او هره ورځ خوړلو سره د معدې یا سینې سوزش ستونزه له منځه وړي.
د مالټو خوړل په یخ موسم کې عادت ګرځول دفاعي قوت پیاوړی کوي، کاربوهایډریټس، ګلوکوز، شکر او له نورو مادو څخه برخمنه دغه میوه د دفاعي قوت لوړولو یو له غوره سرچینو څخه ده.

کولیسترول
مالټه بدن کې د زیانمنو کولیسترولو کچه او اغیزونه کموي چې پر ځای یې ګټور کولیسترول زیاتیږي، په بله اصطلاح، هره ورځ مالټې خوړل د کولیسترولو کچه ټيټوي، چې د زړه حملې او فالج ګواښ کموي.
ویښتان او پوستکی

د ویټامن سي مناسبه اندازه بدن کې یوازې دفاعي نظام نه پیاوړی کوي بلکې د یو ډول پروټینو «کولیګن» اندزاه ثابته ساتي چې د ویښتانو او پوستکي لپاره اړینه ده، لکه څرنګه چې مالټه له ویټامن سي څخه برخمنه ده دغه راز په دې کې ویټامن ای هم شتون لري چې ویښتان تازه او مرطب ساتي.
ددې سربېره مالټه یا کینو خوړل مو معده لا هم پیاوړې کوي، د قبضیت، بد هضمي او نورو ستونزو په مخنیوي کې غوره ثابتیږي، همدارنګه د وینې فشار کچه هم نارمل ساتي.

ښه ډاکټر👇۱. مسلکي پوهه او تجربهډاکټر باید په خپل مسلک کې ډېره پوهه ولري او د خپلو زده کړو او تجربو په مرسته ناروغان تشخی...
11/02/2025

ښه ډاکټر👇
۱. مسلکي پوهه او تجربه
ډاکټر باید په خپل مسلک کې ډېره پوهه ولري او د خپلو زده کړو او تجربو په مرسته ناروغان تشخیص او ناروغانو ته غوره درملنه وکړي.
۲. ښه اړیکې جوړول
ډاکټر باید د ناروغ او د هغه د کورنۍ سره په مهربانۍ او واضح ډول خبرې وکړي، ترڅو هغوی د درملنې په اړه ښه پوه شي او اعتماد ترلاسه کړي.
۳. صبر او زغم
ډاکټر باید صبر او زغم ولري، په ځانګړې توګه کله چې د سختو یا مزمنو ناروغیو درملنه کوي.
۴. صداقت او ایمانداري
ډاکټر باید ریښتینی وي او ناروغانو ته د هغوی د حالت په اړه مفصل او واضح معلومات ورکړي، پرته له دې چې هغوی ته بې ځایه هیلې یا هم ویره واچوی.
۵. احترام او درناوی
د ناروغانو او د هغوی د کورنیو کلتوري، ديني، او شخصي باورونو ته احترام کول د یو ښه ډاکټر نښه ده.
۶. د ستونزو د حل وړتیا
ډاکټر باید د ناروغیو د دقیقې تشخیص او د درملنې د سمې لارې موندلو لپاره قوي تحلیلي مهارتونه ولري.
۷. مهرباني او رحم
ډاکټر باید د ناروغانو سره مهربانه وي او د هغوی د درد او کړاو سره عاطفي اړیکه ولري.
۸. د ټیم کار کولو مهارت
ډاکټر باید وکولی شي د نورو ډاکټرانو، هم مسلکانو ، او روغتیايي کارمندانو سره په ګډه کار وکړی
Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک

Sinusitis
02/02/2025

Sinusitis

Address

Sarkhurud
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ettifaq Health Clinic اتفاق روغتیایی کلینک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share