Loy Nangarhar Institute of Health Sciences

Loy Nangarhar Institute of Health Sciences Loy Nangarhar Institute of health Sciences shall be a
leading institution of excellence in health pr
(1)

د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت مشرتابه د لوی اختر د رارسیدلو په ویاړ اداري او خدماتي پرسونل ته یو یو جوړه لباس د...
20/05/2026

د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت مشرتابه د لوی اختر د رارسیدلو په ویاړ اداري او خدماتي پرسونل ته یو یو جوړه لباس د ځانګړې ډالۍ په توګه ورکړئ

بی بی فاطمة الزهرا ولایتي روغتون ته ۶۰ تنه محصلین د عملي زده کړو  ( ستاژ) لپاره معرفي شول!  نیټه: ۲۸/ثور/۱۴۰۴ هـ ش د عام...
19/05/2026

بی بی فاطمة الزهرا ولایتي روغتون ته ۶۰ تنه محصلین د عملي زده کړو ( ستاژ) لپاره معرفي شول!
نیټه: ۲۸/ثور/۱۴۰۴ هـ ش
د عامې روغتیا وزارت له لورې د خصوصي روغتیایي علومو انسټیټیوټونو لپاره د جوړې شوې کړنلارې په اساس لوی ننګرهار د روغتیایي علومو انسټيټيوټ خپل ۶۰ تنه محصلین د عامې روغتیا وزارت سره د کړي هوکړه لیک په اساس بی بی فاطمة الزهرا ولایتي روغتون ته د ستاژ او عملې زده کړې لپاره معرفي کړل، چې په بیلابیلو برخو کې به د استادانو له لورې عملي زده کړې ترلاسه کړي.
یاده معرفت غونډه چې په بی بی فاطمة الزهرا ولایتي روغتون ته کې پلان شوی وه په کې د بی بی فاطمة الزهرا ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر ظاهر جان شینواری، د لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټيوټ رئیس او بنسټګر ډاکټر ذبیح الله صاحبزاده، اداري چارو مرستیال استاد ایمل صافي، د محصلانو چارو مدیر ډاکټر انعام الدین زهیر، د یاد روغتون د نرسنګ مدیر قاري صیب وقارالله وقار او د ستاژ مسؤل ډاکټر دوست محمد دوست او ګڼو محصلینو ګډون درلود. د غونډې په پیل کې د روغتون سرطبیب ډاکټر ظاهر جان شینواري د محصلینو عملي روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت له مشرتابه او مسئولینو مننه وکړه چی په منظمه توګه د ستاژ د پروسی څخه په دوامداره توګه نظارت کوي او ځوان کهول ته د عملي زده کړو زمینه مساعدوي ، وروسته د لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت رئیس دوکتور ذبیح الله صاحبزاده د عملي زده کړو پر ارزښت ټینګار وکړو او د بی بی فاطمة الزهرا ولایتي روغتون د مسئولینو هڅې وستایلی او له هغوي څخه یی مننه وکړه چې ګڼ شمیر ځوانانو ته یی د عملي کار په موخه د بی بی فاطمة الزهرا ولایتي روغتون دروازی پرانستې ، همدارنګه ټولو درنو مشرانو محصلینو ته د عملي کار (ستاژ) پر ارزښت لنډې ویناوې ترسره کړې، په پاي کې ستاژر محصلین رسمآ اړونده وارډونو ته معرفي شو .
درنښت
نشراتو امریت

د CBC ټېسټ تشریح او کلینیکي اهـمیـت په تړاو علمي سیمینار ترسره شو!نېټه : ۲۸/ثور/۱۴۰۴ هـ ش د لوی ننګرهار روغتیايي علومو ا...
18/05/2026

د CBC ټېسټ تشریح او کلینیکي اهـمیـت په تړاو علمي سیمینار ترسره شو!
نېټه : ۲۸/ثور/۱۴۰۴ هـ ش
د لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټیوټ د علمي پروګرامونو د لړۍ په دوام، د طبي تکنالوژي څانګې د لوري د “د CBC ټېسټ تشریح او کلینیکي اهمیت” په تړاو علمي سیمینار ترسره شو. د سیمینار د پیل وینا د لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټیوټ اداري چارو مرستیال استاد ایمل صافي وکړه؛ نوموړي د علمي سیمینارونو پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار يې وکړو چې دا ډول پروګرامونه د محصلینو د علمي ظرفیت، فکري ودې او مسلکي مهارتونو په لوړولو کې مهم رول لري. همدارنګه یې د CBC ټېسټ کلینیکي ارزښت ته اشاره وکړه چې د ناروغیو په تشخیص او د ناروغانو د وضعیت په ارزونه کې اساسي اهمیت لري. وروسته د طبي تکنالوژۍ څانګې استاد ډاکټر خان اغا حلیم خپل ترتیب کړی پرزینټیشن ګډونوالو ته وړاندې کړ، چې پکې یې د CBC ټېسټ تشریح، مهم لابراتواري شاخصونه او کلینیکي اهمیت په علمي او مسلکي ډول بیان کړل یاد سیمینار د محصلینو پوښتونو ته په ځواب ویلو سره پاي ته ورسید.
درنښت
نشراتو امریت

د CBC ټېسټ تشریح او کلینیکي اهـمیـت په تړاو علمي او معلوماتي سیمینار تاسي درنو ته هم د ګډون بلنه ده
17/05/2026

د CBC ټېسټ تشریح او کلینیکي اهـمیـت په تړاو علمي او معلوماتي سیمینار تاسي درنو ته هم د ګډون بلنه ده

🦷✨د لوی ننګرهار روغتیایی علمو انستیتیوت علمي اوتدریسي مرستیال، او محصلانو چارو مدیر له لوري د غاښونو پروتیز برخې له تطبی...
14/05/2026

🦷✨
د لوی ننګرهار روغتیایی علمو انستیتیوت علمي اوتدریسي مرستیال، او محصلانو چارو مدیر له لوري د غاښونو پروتیز برخې له تطبیقاتو څخه ځانګړې او هر اړخیزه لیدنه ترسره شوه.
۲۳/ثور/۱۴۰۵ ه ش
په دې علمي او مسلکي ارزونه کې د محصلینو عملي مهارتونه، د کار دقت، او د معیاري تطبیقاتو بهیر په ژوره توګه وڅېړل شول.

موږ باور لرو چې معیاري عملي زده‌کړه د بریالي او مسلکي راتلونکي بنسټ دی، او د همدې موخې لپاره خپلو علمي او عملي فعالیتونو ته په پوره ژمنتیا دوام ورکوو. 🌟📚

د کریکولم د تطبیق کمېټې د پسرلني سمستر د کریکولم ارزونه ترسره کــــــړه !پرون سه شنبه د روان ۱۴۰۵ ه ش  کال د ثور (غویی) ...
13/05/2026

د کریکولم د تطبیق کمېټې د پسرلني سمستر د کریکولم ارزونه ترسره کــــــړه !
پرون سه شنبه د روان ۱۴۰۵ ه ش کال د ثور (غویی) مياشتې په ۲۲ نېټه لوى ننګرهار روغتيايــى علومو انسټيټيوټ پسرلني سمستر کریکولم د تطبیق ارزونه ترسره شوه !
ياده ارزونه چى د انستيتيوت د کریکولم د تطبیق او ارزیابۍ کمېټې د لوری ترسره شوه، پکې د روان پسرلني سمستر تدریسی بهير څخه د کامل اطمنان حاصلولو په موخه د مختلفو ډيپارتمنتونو له محصلینو څخه معلومات واخستل شو، دکریکولم تطبیق،د اداری د تدریسی بهیر مهم اصل دی چی پر اساس یی د تدریسي بهیر په کیفیت کې غوره والی راتلای شي ، ياده ارزونه د علمي او تدریسي معاونیت د مستقیم څار لاندې د کمېټې د اعضاو په شتون سره په هر سمستر کې ترسره کیږي چی پر اساس یی د تدریسي بهیر د غوره والي په موخه لازم تصامیم نیول کیږي، د کریکولم د تطبیق کمېټه تل هڅه کوي چی تدریسی بهیر لا پیاوړې کړي،د انستیتیوت علمى او تدریسي چارو مرستيال دوکتور ضیاءمحمد بیان د يادی کمېټی له غړو څخه د کاملا رضايت په پار مننه وکړه ، او د ارزونې پروخت یی محصلینو ته لازمې سپارښتنی هم وکړئ ، محصلانو چارو مدیر داکتر انعام الدین زهیر چی د یادی ارزیابۍ پروخت یی د علمي او تدیسي چارو د مرستیال ملتیا کوله ، د کریکولم د ښه تطبیق په پار یی خوښي وښوده او محصلین یی د لا غوره زده کړو لپاره وهڅول ، موږ هڅه کــوو ترڅــو ســـــتاسو اولادونه په نيمه لوړومختلفو روغتيايى برخوکې په لوړ معيار او ستندرد سره وروزو ٠
غوره ټاکنه روښانه راتلونکى
درنښت
نشراتو څانګه

په تطبیقات خونه کې د عالی نرسنګ څانګې محصلینو د عملي کارونو څخه نظارت ترسره شو!د لوی ننګرهار روغتیایې علومو انستیتیوت عل...
13/05/2026

په تطبیقات خونه کې د عالی نرسنګ څانګې محصلینو د عملي کارونو څخه نظارت ترسره شو!
د لوی ننګرهار روغتیایې علومو انستیتیوت علمی اودتدریسي چارو مرستیال داکتر ضیامحمد بیان تطبیقات خونه کې د محصلینو عملي کار له بهير څخه د محصلانو چارو مدیر داکتر انعام الدین زهیر په ملتيا له نژدې نظارت ترسره کړ، ښاغلي بیان د دغې ليدنې پر مهال د عالی نرسنګ ډیپارتمنت د امریت او استادانو هڅې او کوښښونه د محصلینو عملي روزنې په برخه کې دپام وړ وبللی او له هغوی څخه یی مننه وکړه همدارنګه ښاغلي بیان محصلینو ته په خطاب کي وويل، چی هیواد ځوانې انرژی یعنی ځوان (کهول) ته په ټوله معنی اړتیا لري مکلفآ مو ځان په علم بسیا کړئ،
همدارنګه محصلانو چارو مدیر داکتر انعام الدین زهیر هم محصلینو ته د ښه نظم او دسپلین په پار لازمې سپارښتنې وکړئ ځوانان یی د هیواد اساسي سرمایه یاده کړه او د وخت د ارزښت په تړاو یی محصلینو ته لازم هدایات او سپارښتنې ترسره کړئ او محصلین یی د لا زیاتو زده کړو لپاره وهڅول ،
۲۲/ثور/۱۴۰۵ ه ش
دنشراتو څانګه

غاښونو پروتیز څانګې محصلین د عملي کار پرمهالله  قدرمن استاد دوکتور سید عبادالله سیدي سره
13/05/2026

غاښونو پروتیز څانګې محصلین د عملي کار پرمهال
له قدرمن استاد دوکتور سید عبادالله سیدي سره

لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت طبي تکنالوژي څانګې دریم سمستر محصلین د عملي کار پروخت له قدرمن استاد الحاج دوکتور خ...
12/05/2026

لوی ننګرهار روغتیایی علومو انستیتیوت طبي تکنالوژي څانګې دریم سمستر محصلین د عملي کار پروخت له قدرمن استاد الحاج دوکتور خان اغا حلیم سره

اطلاعیه !د لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیيټوټ ټولو درنو فارغ شوو محصلینو ته خبر ورکول کیږي چې د ازموینو عمومي ادارې د ...
10/05/2026

اطلاعیه !
د لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیيټوټ ټولو درنو فارغ شوو محصلینو ته خبر ورکول کیږي چې د ازموینو عمومي ادارې د اطلاعیې له مخې د عامې روغتیا وزارت اړوند روغتیايي انسټیټیوټونو خروجې (ایکزیټ) ازموینه به د روان کال سرطان میاشت په5 نیټه واخیستل شي.
هیله ده چې د راتلونکې ازموینې لپاره پوره چمتوالی ولري ستاسي د بریا په هیله.
درنښت
نشراتو امریت

د غاښ د ريښې درملنه RCT(Root Canal Treatment)  په تړاو علمي سیمینار ترسره شو!۲۰/ثور/۱۴۰۵ هـ شد لوی ننګرهار روغتیايي علوم...
10/05/2026

د غاښ د ريښې درملنه RCT(Root Canal Treatment) په تړاو علمي سیمینار ترسره شو!
۲۰/ثور/۱۴۰۵ هـ ش
د لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټیوټ د علمي پروګرامونو د لړۍ په دوام، د غاښ د ريښې درملنه RCT(Root Canal Treatment) په تړاو علمي سیمینار د غاښونو ډیپارټمنټ له لوري ترسره شو، چې پکې د یاد انسټیټیوټ اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.
سیمینار د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل د سیمینار پرانیستې وینا د علمي چارو مرستیال ډاکټر ضیاء محمد بیان ترسره کړه نوموړې د سیمینار پر ارزښت خبرې وکړې او یاد فعالیت یې د محصلینو د علمي ودې او مسلکي پیاوړتیا لپاره خورا مهم وباله او ټینګار يې وکړ چې د انسټیټیوټ رهبري د علمي کیفیت د پیاوړتیا لپاره د داسې پروګرامونو ملاتړ ته ژمنه ده. وروسته د غاښونو پروتیز ډیپارټمنټ استاد ډاکټر سید عباد سیدي د RCT اړوند مفصل پرزینټیشن وړاندې کړ، چې پکې د RCT مفهوم، موخې، علمي اهمیت، د څېړنو په برخه کې عملي تطبیقات او اړوند مهم موضوعات په تفصیل سره بیان کړل.په پای کې د ادارې چارو مرستیال استاد ایمل صافي د سیمینار هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه، او د مسلکي زده کړو د پیاوړتیا لپاره یې د سیمینار وړاندې کوونکي استاد هڅې وستایلې او ورته علمي سیمینارونه يې د انسټیټیوټ د علمي ودې او باکیفیته زده کړو د پراختیا په لړ کې یو ارزښتمن او اغېزمن ګام وباله. سیمینار د محصلینو پوښتونو ته په ځواب ویلو سره پاي ته ورسید.
درنښت
نشراتو امریت

Address

Jalalabad

Telephone

+93782693649

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Loy Nangarhar Institute of Health Sciences posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Loy Nangarhar Institute of Health Sciences:

Share