Dr Waheedullah Nabizada

Dr Waheedullah Nabizada We use a multidisciplinary and preventive approach in the DX and RX of diseases of the GIT Tract.

19/04/2026

اندوسکوپي او کولونوسکوپي کومو ناروغانو ته باید اجرا شي؟
ایا دا معاینې په راتلونکي کې کومې ستونزې جوړولی شي؟

د اندوسکوپي په واسطه د یوه ۵۷ کلن ناروغ په معده کې غیر نورمال زخم لرونکې کتله تشخیص شوهدوشنبه،۲۷/۱۱/۱۴۰۴سپین غر مومند پن...
20/02/2026

د اندوسکوپي په واسطه د یوه ۵۷ کلن ناروغ په معده کې غیر نورمال زخم لرونکې کتله تشخیص شوه

دوشنبه،۲۷/۱۱/۱۴۰۴
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون(سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) د هاضمي جهاز څانګې ته د ۵۷ کلونو په عمر یو ناروغ په داسې حال کې راوړل شوی و، چې له تېرو دریو میاشتو راهېسې یې د غایطه موادو رنګ تور و او وخت ناوخت پکې تازه وینه هم لیدل کېده، همدا راز د غذا خوړلو په وخت کې د ناروغ معدې په ساحه (Epigastric region)درد هم درلود، چې یاد تن عمومي کسالت او د وزن کمېدو څخه شدید شکایت درلود. په لابراتواري معایناتو کې د ناروغ Hemoglobin = 7.2 g/dL ثبت شوې و، چې دا د شدیدې کمخونۍ ښکارندویي کوي. ناروغ په عمومي داخله څانګه کې بستر او لازم حمایوي او درملیز اقدامات ورته ترسره شول.

د روغتون د هاضمي جهاز څانګې مسؤل دوکتور وحیدالله نبي زاده له لوري یاد ناروغ ته (Upper GI Endoscopy) ترسره شوه چې په اندوسکوپي کې د معدې په داخل کې یو غیر نورمال، غیر منظم زخم لرونکې کتله (Irregular ulcerated mass) مشاهده شوه.

دغه راز د دقیق تشخیص لپاره له یادې کتلې څخه بایوپسي واخېستل شوه او د هیستوپتالوژي څانګې ته ولېږل شوه چې د یادو معایناتو پایله: Diagnosis: Gastric adenocarcinoma
ثابته شوه. ناروغ د لا نورې ارزونې، سټېجینګ او تخصصي درملنې لپاره د انکالوژي څانګې ته ولېږل شو.

سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدریسي روغتون ویاړ لري چې د مُجهزو طبي عصري وسایلو او مُجربو ډاکټرانو په درلودلو سره د غوره تشخیص او ډاډمنې درملنې ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.

د یوه څلور کلن کوچني په مرۍ/ ستونې کې بنده فلزي سِکه وویستل شوهدوشنبه،۱۳/۱۱/۱۴۰۴سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتو...
04/02/2026

د یوه څلور کلن کوچني په مرۍ/ ستونې کې بنده فلزي سِکه وویستل شوه
دوشنبه،۱۳/۱۱/۱۴۰۴
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون(سپین غر پوهنتون تدریسي روغتون) د هاضمي جهاز څانګې ته د څلورو کلونو په عمر یو کوچنی په داسې حال کې راوړل شوی و، چې د مرۍ/ ستوني په پورتنۍ برخه (Esophagus) کې یې فلزي سِکه(پنځه ګون) د تېرولو له امله نښتی و. د اندوسکوپي څانګې موُظف دوکتور وحیدالله نبي زاده له لوري د اندوسکوپي (Endoscopy) په وسیله بې له کوم اختلاط څخه نښتې سِکه په بریالیتوب سره و ویستل شوه او کوچنی په غوره حالت کې کور ته رخصت کړای شو، د ډاکټرانو د معلوماتو په اساس چې دا ډول پېښې په کوچنیانو کې عامې دي، پر وخت تشخیص او مناسبه مداخله د جدي عوارضو مخه نیولی شي.
سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون ویاړي، چې د هېواد په کچه د مُجربو متخصصینو/معالجینو او مُجهزو طبي عصري وسایلو په درلودلو سره ۲۴ ساعته غوره او مسلکي روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

08/12/2025

‎ دوه نوی(۹۲) کلنه ناروغه په داسې حالت کې مراجعه کړې وه چې له شپږو میاشتو راهیسې یې د خوراک پر وخت ډوډۍ په مری کې بندېده. اوس مهال ناروغه د بلع له شدیدې ستونزې سره مخ وه، حتی مایعات یې هم په سمه توګه نه شوای تیرولی. د ناروغې د وزن ښکاره ضایع موجوده وه او دوامداره ګانګې یې لرلې.

‎د لمړني اسسِمېنټ او اړوندو معایناتو وروسته ناروغې ته اندوسکوپي د هېڅ ډول اختلاط پرته ترسره شوه. په اندوسکوپي کې په مری کې یوه لويه زخم‌لرونکې کتله ولیدل شوه چې ناروغه ظاهرا د
(Esophageal malignancy)مری سرطان
درلوده

Case: 92-year-old female patient presented with a six-month history of dysphagia, initially for solid foods, during which food would get stuck in the esophagus. At the time of presentation, she had developed severe dysphagia, to the extent that she was unable to swallow even liquids properly. The patient had significant weight loss and complained of persistent regurgitation/gagging.

After initial assessment and relevant investigations, an upper GI endoscopy was performed without any complications. Endoscopy revealed a large ulcerated mass in the esophagus, which was highly suggestive of an esophageal malignancy.

10K Followers🌸, Your support means everything — thank you for being with us every step of the way! 💐
10/11/2025

10K Followers🌸,
Your support means everything — thank you for being with us every step of the way! 💐

10/11/2025

Tap (Paracentesis)

30/08/2025

momand Hospital

30/07/2025

د روسیې په یوه سیمه کې د ۸.۸ درجې قوي زلزلې باوجود، ډاکترانو خپل جراحي عملیات نه درول، او د ژغورنې ماموریت یې بشپړ کړ!
دا ده ریښتینی انسانیت او مسلکي ژمنتیا!

Despite a powerful 8.8 magnitude earthquake in Russia, doctors continued their surgical operations and completed the life-saving mission!
👨‍⚕️💪 True humanity and professional commitment!

لنډ پیغام:د ګرمیو په موسم کې د انرژي‌ مشروباتو پر ځای اوبه، لیمو لرونکی طبیعي شربت یا د مېوې تازه جوس وڅښئ. د انرژي‌ مشر...
03/07/2025

لنډ پیغام:

د ګرمیو په موسم کې د انرژي‌ مشروباتو پر ځای اوبه، لیمو لرونکی طبیعي شربت یا د مېوې تازه جوس وڅښئ.

د انرژي‌ مشروباتو او ډیرې شکر لرونکي څښاکو نه ډډه وکړئ

زموږ او ستاسی په هیواد کی ګڼو مزمنو او حاد ناروغیو یوه مهمه منبع همدا خواږه، مصنوعي، او انرژي لرونکي مشروبات دي

چی له دی جملې یی د لاندینو ناروغیو یادونه کوم چی ورځ تر بلې یی کچه په زیاتیدلو ده:

۱. شکر/ډایبېټس( Diabetes)
۲. زړه ناروغۍ
۳. معدې ناروغۍ (PUD, Gastritis, Acidity )
۴. ځوانانو کې بې خوبۍ، اضطراب او اعصابي ستونزې
۵. د بدن اوبو کموالی (Dehydration)
۶. چاغښت (Obesity)

تاسو انرژي لرونکو مشروباتو څخه کوم ډول ډېر استعمالوئ؟ او په اوسط ډول په یوه میاشت کې څو څو عدده څښئ؟

💔 د سوات سیلاب – یوه درنه غمیزه 💔نن ورځ په سوات کې د یوې کورنۍ ۱۵ غړي د سخت سیلاب له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ. إنا...
27/06/2025

💔 د سوات سیلاب – یوه درنه غمیزه 💔

نن ورځ په سوات کې د یوې کورنۍ ۱۵ غړي د سخت سیلاب له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ. إنا لله وإنا إليه راجعون. الله تعالی دې هغوی ته مغفرت، او پاتې شویو دریو غړو ته دې کامل روغتیا او صبر جمیل ورکړي. دا یوازې د پاکستان د خلکو درد نه دی، بلکې د ټول امت، د انسانیت یو ګډ درد دی. موږ دا غمیزه په کلکه غندو او ځان پکې شریک بولو.

Today in Swat, a devastating flood took the lives of 15 beloved members of a single family. May Allah grant them forgiveness and grant full recovery and strength to the 3 surviving members. This tragedy is not only a loss for Pakistan, but a sorrow for all humanity. We condemn this heartbreaking event and stand united in grief.

آج سوات میں ایک ہی خاندان کے 15 افراد شدید سیلاب کی نذر ہو کر جان کی بازی ہار گئے۔ إنا لله وإنا إليه راجعون۔ اللہ تعالیٰ اُنہیں مغفرت عطا فرمائے اور باقی بچ جانے والے 3 افراد کو مکمل صحت اور صبر جمیل عطا کرے۔ یہ صرف پاکستان کا دکھ نہیں، بلکہ پوری انسانیت کا مشترکہ درد ہے۔ ہم اس افسوسناک سانحے کی شدید مذمت کرتے ہیں اور اس غم میں برابر کے شریک ہیں۔

Dr.Waheedullah Nabizada
داکتر وحیدالله نبی زاده

Familial adenomatous polyposis
29/11/2024

Familial adenomatous polyposis

11/09/2024

Address

1
Jalalabad

Telephone

+93781818612

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Waheedullah Nabizada posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Dr Waheedullah Nabizada:

Share