14/01/2026
چهارشنبه ١٤٠٤/١٠/٢٤
د جلال اباد ښار اړوند اولې ناحیې مربوط قصبې سیمه کې د درملو د تولید یوه غیر معیاري فابریکه وتړل شوه.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین الله شریف چې د څارنې او پلټنې امر ډاکټر صبغت الله صافی او د یاد امریت کارپوه ډاکټر عرفان الله شګیوال یې ملتیا کوله، د جلال اباد ښار اولې ناحیې قصبې سیمه کې د درملو هغه غیر معیاري فابریکه وتړله چې بې اسنادو درمل یې په یو غیر معیاري ځای کې جوړول او د درملو د کیفیت لابراتوار تایید یې هم نه درلود.
نور په ریيوټ کې...