AFG Medical Equipment Centere

AFG Medical Equipment Centere Medical services in Afghanistan.🇦🇫

 #الټراساونډ ماشینالټراساونډ تیوری لیکچر نمبر 1د الټراساونډ ماشین :په عموم کي د الټراساونډ ماشین له دری برخو څخه جوړ شوی...
08/04/2026

#الټراساونډ ماشین
الټراساونډ تیوری لیکچر نمبر 1
د الټراساونډ ماشین :
په عموم کي د الټراساونډ ماشین له دری برخو څخه جوړ شوی چه عبارت دی له
1⃣-
2⃣- Screen
3⃣- or Transducer
#تفصیل

1⃣ - :
نوموړی برخه د pulse او echo د تنظیم وظیفه په غاړه لری یعنی برقی انرژی جوړوی او هغه پروپ ته انتقالوی اود پروب څخه راغلی سیالي په تصویر بدلوی چه لاندی وظیفوی برخی هم پکی شتون لري
Control Pane
Parameters
Ultrasoundgraphy Zone

Parameters :
په دي کی لاندی برخي شاملی دی
Depth
Gain
TGC
Frequency
دا به وروسته درته په مکمل ډول تشریح شي ⬆

2⃣- Screen :
هغه برخه ده چه په دستګاه کي تحلیل شوی وړانګي ښکاره کوي اود تصویر په شکل ئی ښائی .
3⃣- or Transducer
پروب کي د Piezo Electric پنوم مواد شامل دی کله چه د Computer څخه برقی انرژی راشی نودغه مواد په حرکت راځی او نوموړی انرژی په صوتی انرژی بدلوی چه په نتیجه کی یوه لوړه فریکونسی لرونکی اواز تولیدیږی .

الټراساونډ تعریف :
هغه اوازونه دي چي دهغوی فریکونسی د 1Mhz څخه اوچته وي د الټراساونډ پنوم یادیږي

په دي ډول اوازونو کی هغه اوازونه چی فریکونسی يی 1-15mhz پوری وي د تشخص لپاره استعمالیږی اوچی فریکونسی ئي له 15Mhz څخه زیاته وي د تداوی په منظور استعمالیږی.
د الټراساونډ فزیک :
اهتزاز :
د یو جسم دتعادل په نقطه د جسم متکرر حرکاتو ته اهتزاز وايی
څپه یا موجه ( waves ) :
د اهتزاونو انتقال له یوی نقطی څخه بلی نقطی ته د څپی یا موجی پنوم یادیږی .
اواز یا ( Sound ) :
د اهتزاونو په نتیجه کی پیدا کیدونکی حالت د اوازونو پنوم یادیږی .
فریکونسی ( Frequency ) :
د اهتزازونو شمیر په واحد دوخت کي د فریکونسی پنوم یادیږی چه د اندازه کولو واحد ئی Hertz دي
هرتز ( Hertz ) :
په یوه ثانیه کی یو اهتزاز ته هرتز وائی 1HZ=1
Cycle /Sec MHZ =1000000
د اواز ډولونه :
1⃣ - اوریدونکی اوازونه ( Audible Sound ):
هغه اوازونه دی چی فریکونسی ئی 20-20000Hz ترمنځ وي
2⃣- ټیټ نه اوریدونکی اوازونه ( Infra Sound ) :
هغه اوازونه دی چی فریکونسی ئی 20Hz څخه ښکته وي چي انسانان دنومړی اوازونو داوریدو عاجز دي

3⃣- لوړ نه اوریدونکی اوازونه ( Supra Sound ) :
هغه اوازونه دی چی فریکونسی ئی د 20000Hz څخه اوچته وی چی ددي اوازونو له اوریدو څخه هم انسانان عاجز دي .
4⃣- الټراساونډ :
یادونه مخکی ذکر شوی .
هر څومره چی موجه اوږدیږی په هماغه اندازه ئی فریکونسی کمیږی او ژورو انساجو ته ننوزی او څومره چی ئی موجه لنډیږی په هماغه اندازه ئی فریکونسی زیاتیږی او ژورو انساجو ته نشی ننوتلی اود سطحی برخي تصویر اخلي .

په مختلفو محیطونو کي د اواز سرعت په یو سکنډ کي :
Fluid =1540m/sec
Air =500m/sec
Solid=3000m/sec

Pulse :
هغه ساونډ دی چی د پروب څخه وځی اوپه جسم لکیږی .
Echo :
کله چی ساونډ په جسم ولګیږی او واپس پروب ته راوګرځی په په جسم ولګیږی .
Echogenicity :
د ساونډ د راګرځیدو اندازی ته وایی . چی په لاندي اندازو سره بیرته راګرځی
echoic ( تور )
echoic (خړ یا خیره )
echoic ( مساوی )
echoic ( سپین )

په الټراساونډ کي مونږ تور ته An Echoic ، خړ ته Hypo Echoic ، مساوی ته Iso Echoic او سپین ته Hyper Echoic وایو دا په الټراساونډ کی زیات ااستعمالیږی چی باید نوټ او زده يی کړئ .
دا و د الټراساونډ پيژندنه او اود الټراساونډ فزیک له دی وروسته زمونږ درسونه ډیر اسانه دي چی عملی او تیوری به وی.
پوسټ ملګرو سره شیر کوی چی هغوی هم تري ګټه واخلی مننه .
راتلونکی درس د پروب ډولونه

08/04/2026
Best QualityMedline: printer.Add Kabul, Afghanistan. Note: New
11/02/2026

Best Quality
Medline: printer.
Add Kabul, Afghanistan.
Note: New

05/02/2026

Suction Machine

20/01/2026

Amazing room for X-Ray and CT scan machine, With standard quality.

18/01/2026

New stock:
Ultrasound machines.
Fuji CR: Opg support.
X-Ray Lead sheet.

Fuji Cr MachineGood condition.XL-2XL-1Friendly price
14/01/2026

Fuji Cr Machine
Good condition.
XL-2
XL-1
Friendly price

08/01/2026

CT scan and X-Ray contrasts: new stack arrived.

Heart lung Machine Best Quality Add:Kabul, Afghanistan
07/01/2026

Heart lung Machine
Best Quality
Add:Kabul, Afghanistan

06/01/2026

Address

Kabul

Telephone

+93787175897

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AFG Medical Equipment Centere posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to AFG Medical Equipment Centere:

Share