Dr Abdul Majeed Sargand

Call Directions

Dr Abdul Majeed Sargand Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Abdul Majeed Sargand, Medical and health, Karte sakhi, Kabul.

14/09/2026

السلام علیکم!

ایا تاسې پوهېږئ چې دماغ د الله تعالی د قربت او خوښۍ له امله، کله چې انسان په عاجزۍ او اخلاص سره لمونځ ادا کوي او د الله تعالی په نورو عبادتونو او ذکرونو کې بوخت وي، ځینې ځانګړي هورمونونه تولیدوي چې انسان ته اجازه نه ورکوي حتی د ډېر غم او سختو ستونزو په وخت کې هم زړه مات او ناهیلی شي.

په دغو هورمونونو کې اندورفین، ډوپامین، سیروټونین او اکسیټوسین د پام وړ دي، او دا د انسان پر مزاج او احساساتو داسې مثبت اغېز لري چې له مصنوعي اراموونکو درملو سره یې د اغېز پرتله کول عامه خبره ده.

نو نوې ورځ د الله تعالی په شکر او د نوي سهار له نعمتونو سره پیل کړئ.

ډاکټر څرګند

د Right Coronary Artery (RCA) هفته!په دې هفته کې مو د زړه د رګونو د نورو عملېاتونو  ترڅنګ، د Acute Myocardial Infarction...
03/09/2026

د Right Coronary Artery (RCA) هفته!

په دې هفته کې مو د زړه د رګونو د نورو عملېاتونو ترڅنګ، د Acute Myocardial Infarction (Acute MI) په څو جدي او بیړنیو مواردو کې هم بریالۍ درملنه ترسره کړه.

🔴 ۴ تنه ناروغان د Inferior Wall MI سره مراجعه کړې وه، چې د هغوی د زړه RCA رګ په بشپړ ډول بند (100% Occluded) و.پلاندي تصاوېرو کي يی تاسي لېدلای شي.

🚑 د وخت پر ځای تشخیص او بیړنۍ Coronary Angiography او PCI/Stenting ترسره کولو سره، د بند شوي RCA رګونه بېرته پرانیستل شول او د زړه د عضلې د ژغورلو لپاره لازم اقدام ترسره شو.

⭐ په یوه بل ناروغ کې د RCA Chronic Total Occlusion (CTO) موجوده وه؛ دا یو له تخنیکي پلوه ستونزمن Coronary intervention څخه دی، چې د نړیوالو معیاري اصولو او پرمختللو CTO-PCI تخنیکونو په کارولو سره په بریالیتوب سره ترسره شو.

💙د زړه حمله کې هره دقیقه ارزښت لري.
د زړه د رګونو بندښت باید ژر تشخیص او د امکان په صورت کې په مناسب وخت کې Revascularization شي.

ډاکټر څرګند د زړه د ناروغېو متخصص

28/08/2026

څنګه بايد خپل زړه جوړ او سالم وساتو؟ دا طبي سپارښتني د ټولو خلګو دپاره دي.

اول: د ژوند د طرز اصلاحات:

* تغذیه او خواړه: سالم ژوندانه طرز د قلبي او رګونو د ناروغیو (CVD) د مخنیوي تر ټولو مهمه لاره ده.
* فزیکي فعالیت او ورزش.
* د سګرټ څکولو پرېښودل.
* رواني او ټولنیز ملاتړ.
* نور اقدامات چې د خطر فکتورونه کنټرولوي، لکه د بدن د وزن کمول/چاغښت کنټرول، د وینې فشار کنټرول، د وینې د شکر کنټرول او په مناسبو ناروغانو کې د وینې د غوړو کنټرول.

نور وروسته!

ډاکټر څرګند

How to advice apparently healthy individuals to avoid CVD?سالمو/روغو کسانو ته څنګه مشوره ورکړو، څو د زړه او رګونو په نار...
26/08/2026

How to advice apparently healthy individuals to avoid CVD?

سالمو/روغو کسانو ته څنګه مشوره ورکړو، څو د زړه او رګونو په ناروغیو (CVD) اخته نسي؟

1. د بدلېدونکو خطري فکتورونو کنټرول:
د وینې فشار تر 130/80 mmHg کم وساتئ، د وینې شکر کنټرول کړئ، سګرټ مه څکوئ او د وینې د غوړو/کولیسټرول (Dyslipidemia) درملنه او کنټرول وکړئ.
2. منظم فزیکي فعالیت:
د هفتې په ډېرو ورځو کې منظم او نسبتاً چټک فزیکي فعالیت/ورزش وکړئ.
3. صحي او متوازن خواړه:
داسې خواړه انتخاب کړئ چې په سبزیجاتو، مېوو، مغز لرونکو توکو، بشپړو غلو، ماهيانو او د چرګانو په غوښه غني وي.
د پروسس شوې غوښې او سرې غوښې، زیاتو غوړو، مالګې او بورې مصرف کم کړئ او له Trans fats څخه ډډه وکړئ.
4. رواني او ټولنیز فشارونه کمول:
هغه ټولنیز او رواني عوامل چې د زړه او رګونو د ناروغیو خطر زیاتوي، لکه اوږدمهاله ذهني فشار، اضطراب او نامناسب ټولنیز شرایط، باید تر ممکنه حده کم شي.
5. مناسب وزن او د خیټې اندازه ساتل:
د بدن د کتلي شاخص (BMI) شاوخوا 20–25 kg/m² وساتئ.
د ملا/خیټې محیط د نارینه‌وو لپاره شاوخوا 94 cm او د ښځو لپاره له 80 cm څخه کم ساتل غوره دي.
6. د زړه او رګونو د ناروغۍ خطر ارزول:
که اړتیا وي، د ۱۰ کلن ASCVD خطر او د ژوند تر پایه د خطر کچه محاسبه کړئ، او که د درملو اړتیا موجوده وي، مناسبه درملنه لکه Statins پیل کړئ.

خلاصه:
د زړه او رګونو د ناروغیو د مخنیوي بنسټونه عبارت دي له: د فشار، شکر او کولیسټرول کنټرول، سګرټ نه څکول، منظم ورزش، سالمه غذا، مناسب وزن او د ASCVD خطر منظم ارزول.

رېفرنس:ESC 2026 Guideline(Anti-platelets for CVD prevention)

ډاکټر څرګند د زړه د ناروغېو متخصص، کندهار افغانستان@top fans

25/08/2026

نوې ورځ، نوی فکر، نوی ژوند!

په خوب کې د انسان روح قبضېدل او بیا د ویښېدو پر مهال تر یوې ټاکلې مودې پورې بېرته راګرځول کېږي.

دا دومره پېچلی او نازک نظام دی چې موږ انسانان یې په بشپړه توګه درک کولی نه شو. زموږ فکر ډېر محدود دی، حال دا چې زموږ په بدن کې، زموږ له پوهې او خبرتیا پرته، بې‌شمېره ماشینونه او فابریکې ۲۴ ساعته، د ټول عمر لپاره، په کار بوختې دي.

موږ خو باید د الله تعالی د شکر له امله له سجدو څخه خپل سرونه پورته نه کړو. 🤲

تاسو پوهېږئ چې که د انسان سږي پراخ او پر ځمکه هوار کړل شي، نو د هغوی مساحت تقریباً د یوه ټینس کورټ په اندازه کېږي. سبحان الله! ❤️

راځئ چې د الله تعالی په حضور کې د هغه د بې‌شمېره نعمتونو شکر ادا کړو.

یوه ښکلې او له خوښیو ډکه ورځ ستاسو په انتظار ده. 🌹

#زړه #روغتیا #پاملرنه

21/08/2026

🩺 د شکرې ناروغانو لپاره د قدم وهلو لارښوونې

۱. د خوړو وروسته لنډه قدم وهل
د خوړو وروسته ۱۰ تر ۱۵ دقیقو پورې قدم وهل د وینې د شکرې د لوړېدو په کمولو کې مرسته کوي.

۲. ارامه خو منظمه چټکتیا وساتئ
په داسې سرعت قدم ووهئ چې خبرې کول درته اسانه وي؛ په دې ډول بدن انسولین ښه استعمالوي.

۳. د ناستې وخت کم کړئ
هر ساعت کې ۲ تر ۳ دقیقې قدم وهل د ورځې په اوږدو کې د وینې د شکرې په کنټرول کې مرسته کوي.

۴. خوندي لاره او مناسب بوټان وکاروئ
هواره او خوندي ځمکه، آرام او مناسب بوټان، او د پښو منظم معاینه ډېر مهم دي.

۵. د درنو خوړو وروسته قدم ووهئ
د وريجو، ډوډۍ یا غوړو/سره شوو خوړو وروسته لنډه قدم وهل د وینې د شکرې په کمولو کې مرسته کوي.

۶. د موسم خیال وساتئ
په ګرمه هوا کې سهار یا ماښام قدم ووهئ؛ په سړه هوا کې که اړتیا وي، په کور دننه څو دقیقې حرکت وکړئ.

۷. د عضلاتو د پیاوړتیا تمرینونه هم شامل کړئ
په اونۍ کې ۲ تر ۳ ورځې د پښو او ورنونو ساده د ځواک تمرینونه وکړئ؛ دا د انسولین د اغېزمنتیا په ښه کېدو کې مرسته کوي.

۸. خپل د وینې شکر ته پام وکړئ
خپل د وینې شکر د اړتیا له مخې وڅارئ، په ځانګړي ډول که د شکرې د درملو یا انسولین استعمال کوئ، څو د شکرې د ډېر ټیټېدو (Hypoglycemia) مخه ونیول شي.

۹. قدم وهل په کورنۍ عادت بدل کړئ
د ماښام له ډوډۍ وروسته د کورنۍ له غړو سره یوځای قدم وهل د ټولو لپاره ښه او ګټور عادت دی.

ډاکټر څرګند

17/08/2026

الله ج دي موږ ته د خدمت توفېق راکړي.

11/08/2026

که د زړه د حملې له وجهي د زړه بند رګ خلاس نسي نو سه پېښېږی؟

10/08/2026

When NOT to give Nitrate for Chest Pain?
1. HOCM
2. RVMI
3. Severe Aortic Stenosis
4. Coronary Artery Ectasia
5. Myocardial Bridge
6. Concomitant Phosphodiesterase-5 inhibitor Use.
Rule of Thumb: Avoid nitrates in conditions with obstructive physiology or preload dependence.

Dr: Sargand

02/08/2026

کله باید Lipoprotein(a) [Lp(a)] اندازه کړو؟

د کارډیولوژۍ د لارښودونو له مخې:

🔹 ۱. د هر بالغ کس په ژوند کې لږ تر لږه یو ځل د Lp(a) اندازه بايد وګوري، دا د لومړي ځل د لیپید پروفایل (Cholesterol test) سره یو ځای یا وروسته هم ترسره کېدای شي.

🔹 ۲. د Lp(a) سکرین کول په لاندې کسانو کې ډېر مهم دي:

* ځوان ناروغان چې فامیلي هایپرکولیسټرولیمیا (FH) لري.
* هغه کسان چې په کم عمر کې اتروسکلروټیک قلبي ـ عروقي ناروغۍ (ASCVD) لري او بل واضح خطري فکتور ونلري.
* هغه کسان چې د کورنۍ سابقه کې وختي ASCVD یا لوړ Lp(a) موجود وي.
* هغه کسان چې د زړه د ناروغۍ خطر یې متوسط وي یا د درملنې د پرېکړې په سرحد کې وي، څو د خطر طبقه بندي ښه شي.

🔹 ۳. د مینوپاز (Menopause) وروسته د Lp(a) کچه لوړېدای شي؛ که د مینوپاز نه مخکې کچه د سرحدي حد سره نږدې وي، بیا اندازه کول مناسب دي.

🔹 ۴. تر اوسه دا په بشپړه توګه ثابته نه ده چې د Lp(a) کمول به د:

* د زړه د رګونو ناروغي کمه کړي کېا؟
* د زړه د والو د تنګښت stenosis پرمختګ به ورو کړي کېا؟

همدارنګه هغه اندازه چې د کلینیکي ګټې لپاره باید Lp(a) څومره راکم شي، لا معلومه نه ده.

🔹 ۵. تر هغه چې د Lp(a) لپاره ځانګړي کمونکي درمل موجود نه وي، که Lp(a) لوړ وي نو:

* د نورو خطرې فکتورونو ژر کنټرول مهم دی.
* د LDL-C لا ډېر کمول مناسب دي.
* پرېکړه باید د ناروغ د ټول قلبي خطر او Lp(a) کچې پر اساس وشي.

لنډه نتیجه:
Lp(a) یو ځل د هر بالغ کس لپاره اندازه کول مناسب دي، په ځانګړي ډول د وختي قلبي ناروغۍ، کورنۍ سابقې، FH، یا د خطر د نامعلوم حالت په ناروغانو کې.

ډاکټر څرګند د زړه د ناروغېو متخصص

Address

Karte Sakhi
Kabul

Telephone

+93785133060

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Abdul Majeed Sargand posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share