06/10/2026
! 🌹
نن ورځ د ستوماتولوژي روغتون په انګړ کې د معلم ورځې په مناسبت یوه درنه او له درناوي ډکه غونډه ترسره شوه.
په دې مناسبت د روغتون مشرتابه، استادانو، ډاکټرانو او کارکوونکو د ښوونکو او استادانو د ارزښت او مقام په اړه خپلې خبرې شریکې کړې او د هغوی د علمي، مسلکي او روزنیزو خدمتونو درناوی او قدرداني یې وکړه.
استاد هغه رڼا ده چې د علم او پوهې په وسیله د ټولنې راتلونکی روښانه کوي. زموږ استادان نه یوازې علم را زده کوي، بلکې د مسلکي اخلاقو، انساني ارزښتونو او خدمت روحیه هم په راتلونکو نسلونو کې پیاوړې کوي.
د ستوماتولوژي روغتون مشرتابه د هېواد ټولو درنو استادانو او ښوونکو ته د معلم ورځې د رارسېدو په مناسبت مبارکي وایي او د دوی د ارزښتناکو خدمتونو قدرداني کوي