23/07/2026
له بدخشان څخه تر کابله هیله؛ د مغزي ټیوټر (Pituitary Macroadenoma) پرمختللی عملیات په پوره بریا ترسره شو!
محمد زاهد د بدخشان ولایت اوسېدونکی چې له شدید سردرد او د سترګو د لید له کموالي څخه ځورېده، د امیر حاجي زاده روغتون د اعصابو څانګې ته مراجعه وکړه. د دقیقو طبي معایناتو او دقیق تشخیص وروسته معلومه شوه چې نوموړی د مغز په پیټوټري غدې کې ټیوټر (Pituitary Macroadenoma) لري.
د روغتون د تجربه کارو ډاکټرانو له خوا ناروغ ته د پوزې له لارې (پرمختللي اندوسکوپیک میتود) د عملیات پلان جوړ شو. خوشبختانه دا پېچلی او دقیق عملیات د داکتر حامد مشرقې (د غوږ، پوزې او ستوني - ENT متخصص) او داکتر رضاالله سحر (د اعصابو او ستون فقرات متخصص جراح) له لوري په پوره بریا ترسره شو
له عملیات وروسته د ناروغ شدید سردرد په بشپړ ډول ختم شو او د سترګو په لید کې یې د پام وړ او بېساری ښه والی راغی
📍 پته:
امیر حاجيزاده روغتون، د میوند روغتون ته مخامخ، سینما پامیر، کابل
📆 د نوبت اخیستلو او نورو مالوماتو لپاره، اړیکه ونیسئ:
📞 د اړيکې او واټساپ شمیره: ۰۷۰۱۱۷۰۷۰۹ (۹۳+)