Dr Aziz Ur Rehman Ajmeer

Dr Aziz Ur Rehman Ajmeer Pediatrician and Neonatologist

Do Short Videos Really “Rewire” the Brain?You may have seen posts claiming that watching short videos rewires the brain ...
07/02/2026

Do Short Videos Really “Rewire” the Brain?

You may have seen posts claiming that watching short videos rewires the brain and reduces decision-making ability—especially in children.
Here’s what science actually says, without fear-mongering.

The Truth in Simple Words

The brain does NOT get permanently damaged by short videos.
But frequent exposure to fast-paced, highly stimulating short videos can affect how attention, self-control, and decision-making develop—especially in young children.

What Happens in the Brain?
•Children’s brains are highly plastic (they adapt to experiences).
•Short videos deliver:
•Rapid scene changes
•Constant novelty
•Quick dopamine rewards

Over time, this can make the brain:
•Prefer instant stimulation
•Struggle with patience, focus, and self-control
•Find slower tasks (reading, problem-solving) less engaging

This is sometimes loosely described as “rewiring,” but it simply means learning patterns, not damage.

Why Young Children Are More Affected

In infants and toddlers:
•Brain areas for attention and decision-making are still developing
•Learning depends heavily on real human interaction

Excessive screen exposure can lead to:
•Shorter attention span
•Delayed language development
•Increased impulsivity

What the Claim Gets Wrong

“Rewires the brain” → Over-dramatic wording
“Reduces decision-making permanently” → Not proven
One-size-fits-all message → Ignores age, duration, and content quality

The effects are dose-dependent, age-dependent, and often reversible.

What Experts Recommend (Balanced Approach)
•Under 18–24 months: Avoid screens (except video calls)
•2–5 years: ≤1 hour/day, preferably with parents
•Older children: Clear limits, screen-free sleep routines

Most important for brain development:
Sleep
Physical play
Boredom (yes, boredom!)
Face-to-face interaction

ایا لنډ ویډیوګانې رښتیا هم د دماغو جوړښت بدلوي”؟

تاسو ښايي داسې پوسټونه لیدلي وي چې وایي لنډې ویډیوګانې د انسان دماغ بدلوي او د پرېکړې کولو وړتیا کموي—په ځانګړي ډول په ماشومانو کې.
راځئ وګورو چې ساینس په حقیقت کې څه وایي، پرته له دې چې وېره خپره کړو.

ساده حقیقت
•لنډې ویډیوګانې دماغو ته دایمي زیان نه رسوي.
•خو که ډېر او په پرله‌پسې ډول، چټکې او ډېرې هڅوونکې لنډې ویډیوګانې وکتل شي، نو دا کولی شي د پاملرنې، ځان کنټرول، او پرېکړې کولو د ودې پر بهیر اغېز وکړي—په ځانګړي ډول په وړو ماشومانو کې.

په دماغ کې څه پېښېږي؟
•د ماشومانو دماغ لوړه انعطاف‌پذیري (plasticity) لري، یعنې له تجربو سره بدلېږي.
•لنډې ویډیوګانې دا ځانګړتیاوې لري:
•د صحنې ډېر چټک بدلونونه
•پرلپسې نوښتونه
•ژر ژر د خوښۍ (dopamine لوړېدلو له امله) احساس

•د وخت په تېرېدو سره، دا حالت کولی شي:
•دماغ د سمدستی تحريک يا هڅونې سره روږدي کړي.
•د صبر، تمرکز، او پر ځان کنټرول ستونزې پیدا کړي
•ورو فعالیتونه (لکه لوستل او ستونزه حل کول) ستړي کوونکي يا له جذابيت خالي ښکاري.

دا حالت ځینې وختونه د “دماغ بیا جوړېدل” بلل کېږي، خو په حقیقت کې دا یوازې د زده‌کړې بڼې بدلېدل دي، نه زیان.

•ولې واړه ماشومان ډېر اغېزمن کېږي؟

په شیدو خوړونکو او نويو کوچنیانو کې:
•د پاملرنې يا توجه او پرېکړې کولو دماغي برخې لا هم د ودې په حال کې وي
•زده‌کړه تر ډېره په مخامخ انساني يا ټولنيزو اړیکو پورې تړلې وي.

د سکرین ډېر استعمال کولی شي دا ستونزې رامنځته کړي:
•د پاملرنې لنډه موده يا د پام زر بدلېدل.
•د ژبې زده کولو د ودې ځنډ.
•زیات impulsivity (بې‌صبره او ناڅاپي چلند)

•دا ادعا ولې غلطه ده؟

• “د دماغو جوړښت بدلوي” → ډېر مبالغه شوی تعبیر.
• “پرېکړه کول د تل لپاره کموي” → ثابت شوی نه دی.
•د ټولو لپاره یو شان پیغام → عمر، وخت، او د موادو کیفیت پکې له پامه غورځول شوی دی.

•د وډيوګانو اغېزې د محتوا يا موادو په اندازې،د ماشوم په عمر، او شرایطو پورې تړلې دي او ډېری وخت بېرته سمېدونکي وي.

•د کارپوهانو سپارښتنې (متعادل چلند)
•تر ۱۸–۲۴ میاشتو: سکرین مه کاروئ (یوازې ویډیو زنګونه)
• ۲–۵ کاله: تر ۱ ساعت پورې په ورځ کې (غوره ده له مور او پلار سره یوځای)
•لوی ماشومان: روښانه حدود ټاکل مثلا د خوب مخکې د سکرین بندول.

د دماغ د سالمې ودې لپاره تر ټولو مهم:
•ښه خوب
•فزیکي لوبې
•ستړیا ګالل
•مخامخ ټولنيزې اړيکې ساتل

Trials / References (Evidence-Based)
1. Lillard AS, Peterson J.
The immediate impact of different types of television on young children’s executive function.
Pediatrics, 2011.
2. Christakis DA et al.
Early television exposure and subsequent attentional problems in children.
Pediatrics, 2004.
3. Madigan S et al.
Association between screen time and children’s developmental screening outcomes.
JAMA Pediatrics, 2019.
4. Nikkelen SWC et al.
Media use and executive functioning in children and adolescents.
Developmental Psychology, 2014.
5. American Academy of Pediatrics (AAP).
Media and Young Minds.
Pediatrics, 2016 (updated guidance).
6. Center on the Developing Child – Harvard University
Brain Architecture & Experience-Dependent Development.






28/01/2026





‫د ماشومانو سیلیک ناروغي (Celiac Disease)‫سیلیک ناروغي هغه حالت دی چې د ماشوم بدن د ګلوټن له خوړو سره حساسیت ښيي.‫ګلوټن ...
14/01/2026

‫د ماشومانو سیلیک ناروغي (Celiac Disease)

‫سیلیک ناروغي هغه حالت دی چې د ماشوم بدن د ګلوټن له خوړو سره حساسیت ښيي.
‫ګلوټن په غنمو، وربشو او جَو کې وي.

‫کله چې ماشوم دا خواړه وخوري، د هغه د کولمو دننه برخه زیانمنېږي
‫او بدن سم خواړه نه شي جذبولی.

‫🔍 نښې نښانې کېدای شي دا وي:
‫▪️ پرله‌پسې اسهال
‫▪️ د نس درد او پړسوب
‫▪️ کمزوري او ژر ستړیا
‫▪️ وزن نه زیاتېدل یا وده نه کول
‫▪️ د وینې کمی
‫▪️ ځینې ماشومان هېڅ ښکاره نښې نه لري

‫🧪 تشخیص:
‫سیلیک ناروغي د وینې ټېسټ او ځینې وخت د کولمو معاینې له لارې تشخیص کېږي.
‫👉 د ډاکټر له مشورې پرته ګلوټن مه بندوئ

‫🥗 درملنه:
‫یوازینۍ درملنه بې له ګلوټنه خواړه دي.
‫د ګلوټن په بندولو سره ماشوم ښه کېږي او وده یې عادي کېږي.

‫👨‍👩‍👧 د والدینو لپاره مشوره:
‫✔️ د خوړو لیبلونه په دقت ولولئ
‫✔️ د ډاکټر او غذایي متخصص مشوره تعقیب کړئ
‫✔️ ماشوم ته ذهني او عاطفي ملاتړ ورکړئ

‫ℹ️ یادونه:
‫سیلیک ناروغي ساري نه ده
‫او د مناسب خوراک سره ماشوم عادي ژوند کولی شي 🌱

‫👉 که دا نښې موجودې وي، له ډاکټر سره مشوره وکړئ
‫👉 ژر تشخیص = سالم ماشوم

‫د پوهاوي لپاره شریک کړئ

13/01/2026
14/01/2025

25/11/2024

20/11/2024

20/10/2024


05/10/2024

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Aziz Ur Rehman Ajmeer posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share