دوکتور فرهاد لعل زاده وردک متخصص جراحی اعصاب و ستون فقرات

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • دوکتور فرهاد لعل زاده وردک متخصص جراحی اعصاب و ستون فقرات

دوکتور فرهاد لعل زاده وردک متخصص جراحی اعصاب و ستون فقرات Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from دوکتور فرهاد لعل زاده وردک متخصص جراحی اعصاب و ستون فقرات, Medical and health, Kabul.

SPECIALIST IN NEUROSURGERY AND SPINE SURGERY
MEMBER OF THE AFGHANISTAN NEUROSURGICAL SOCIETY

متخصص جراحی مغز، اعصاب و ستون فقرات
عضو انجمن جراحان اعصاب افغانستان

پایان سال‌ها درد؛ آغاز دوباره زندگی خانم ۴۲ ساله‌ای که سال‌ها با درد کمر دست‌وپنجه نرم می‌کرد، به‌دلیل شدت و تداوم درد، ...
03/09/2026

پایان سال‌ها درد؛ آغاز دوباره زندگی

خانم ۴۲ ساله‌ای که سال‌ها با درد کمر دست‌وپنجه نرم می‌کرد، به‌دلیل شدت و تداوم درد، حتی در راه رفتن نیز با محدودیت شدید مواجه شده بود.

با توجه به وضعیت مریض، ارزیابی‌های لازم و معاینات دقیق تکمیل گردیدو کاندید عمل جراحی شد.

الحمدلله، عمل جراحی با موفقیت انجام گردید و مریض بعد از یک روز بستر با پای خویش و در وضعیت عمومی رضایت‌بخش از شفاخانه مرخص گردید. 🙏

Procedure:
TP Fixation + Decompression

برای ما، بازگشت مریض به زندگی روزمره و برداشتن دوباره قدم‌هایش، زیباترین نتیجه یک تداوی موفق است. ❤️

22/08/2026
یک مرد ۴۰ ساله با شکایت از درد شدید کمر، همراه با کرختی و بی‌حسی هر دو پا به شفاخانه مراجعه نموده بود. پس از انجام معاین...
21/08/2026

یک مرد ۴۰ ساله با شکایت از درد شدید کمر، همراه با کرختی و بی‌حسی هر دو پا به شفاخانه مراجعه نموده بود. پس از انجام معاینات و ارزیابی های لازم، تحت عمل جراحی قرار گرفت.

خوشبختانه، عمل جراحی با موفقیت انجام شد و مریض پس یک روز بستری با وضعیت عمومی و رضایت کامل از شفاخانه مرخص گردید.

📢 Hands-On Workshop on Radiofrequency Ablation (RFA)The Department of Neurosurgery is pleased to announce a Hands-On Rad...
30/07/2026

📢 Hands-On Workshop on Radiofrequency Ablation (RFA)

The Department of Neurosurgery is pleased to announce a Hands-On Radiofrequency Ablation (RFA) Workshop for Neurosurgery Residents.

📍 Venue: Aliabad Hospital, Kabul University of Medical Sciences (K**S)
📅 Date: Saturday
🕙 Time: 10:00 AM
⚙️ Equipment: RF Generator

Workshop Highlights:
• Principles and techniques of Radiofrequency Ablation
• Hands-on training using the RF Generator

Clinical Indications:
• Chronic low back pain due to lumbar spinal stenosis and selected cases of lumbar disc disease.
• Radiofrequency Ablation for Trigeminal Neuralgia (Percutaneous RF Rhizotomy).

We look forward to an engaging and educational session.

21/07/2026

الحمدلله، پس از یک عملیات موفق تخلیه خونریزی مغزی، مریض صحت‌یاب شده و در وضعیت خوب صحی به خانه برگشت.


ډېر خوښ یم چې د افغانستان د عصبي جراحۍ په ډګر کې د Functional Neurosurgery او Neuromodulation سیمپوزیم کې د افغانستان د ...
11/07/2026

ډېر خوښ یم چې د افغانستان د عصبي جراحۍ په ډګر کې د Functional Neurosurgery او Neuromodulation سیمپوزیم کې د افغانستان د عصبي جراحۍ متخصصینو او د ترکیې هېواد د عصبي جراحۍ د تکړه پروفیسورانو په ګډه همکارۍ او علمي مشارکت سره ګډون وکړم.

دا سیمپوزیم د علمي تجربو د تبادلې، د عصبي جراحۍ د نوې پوهې د پراختیا او د دواړو هېوادونو د متخصصینو ترمنځ د علمي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم او تاریخي ګام و.

زمونږ ټیم په افتخار سره اعلان کوي چې د افغانستان د اعصابو جراحۍ د راتلونکې پرمختللې تداوۍ په موخه، د ترکیې هېواد د متخصص...
10/06/2026

زمونږ ټیم په افتخار سره اعلان کوي چې د افغانستان د اعصابو جراحۍ د راتلونکې پرمختللې تداوۍ په موخه، د ترکیې هېواد د متخصصینو سره په ګډه، دوه ورځنی علمي سمپوزیم د Functional Neurosurgery او Neuromodulation تر عنوان لاندې پلان شوی، چې لومړۍ ورځ یې علمي مقالو او د جراحۍ اعصابو د نویو او پرمختللو تجهیزاتو او وسایلو ته ځانګړې شوې ده.

دوهمه ورځ یې هغو ناروغانو ته ځانګړې شوې ده چې د حرکاتو اختلالات، پارکنسون، میرګي، د مخ د عصب درد، د غاړې او ملا دوامداره دردونه، او د لاسونو او بدن لړزېدنه ولري.

وخت: 18، 19 جون، پنجشنبه او جمعه

د نوم‌لېکنې لپاره له لاندې لینک څخه استفاده وکړئ.

Link For Registration !
Thanks
https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSeAugMhH0E6PCUpi1MHchmJQsvLhxMVab8MCzQYdgO3uGlZvg/viewform?usp=publish-editor

بسم الله الرحمن الرحیمالحمدلله، د علم، خدمت او پرمختګ په لاره کې یو بل مهم ګام!په ډېرې خوښۍ، او ویاړ سره اعلان کوو چې د ...
10/06/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله، د علم، خدمت او پرمختګ په لاره کې یو بل مهم ګام!

په ډېرې خوښۍ، او ویاړ سره اعلان کوو چې د افغانستان د عصبي جراحۍ او عصبي علومو په ډګر کې د یوه نوي علمي فصل د پرانیستې په موخه، د نیوروموډولېشن (Neuromodulation) او (Functional Neurosurgery) تر سرلیک لاندې یو ستر، دوه ورځنی او نړیوال علمي سیمپوزیم جوړېږي.

دا کنفرانس به د هغو علمي او تخصصي هڅو یوه روښانه بېلګه وي چې موخه یې زموږ په هېواد کې د عصبي ناروغیو د تشخیص او درملنې د معاصرو او پرمختللو لارو چارو پراختیا ده. په دې علمي محفل کې به د ترکیې هېواد دوه وتلي، مخکښ او نړیوال شهرت لرونکي پروفیسوران ګډون ولري، چې یو د عصبي جراحۍ او بل د عصبي ناروغیو له برخې څخه دی. دوی به د خپلې اوږدې تجربې، ژورو علمي څېړنو او نړیوالو لاسته راوړنو رڼا د افغانستان له ډاکټرانو او متخصصینو سره شریکه کړي.

نن سبا زرګونه ناروغان د پارکینسن ناروغۍ، مرګي (صرعې)، د حرکت اختلالاتو او نورو پېچلو عصبي ستونزو له امله له سختو جسمي او رواني ننګونو سره مخ دي. د نیوروموډولېشن او فعاله عصبي جراحۍ پرمختللې طریقې د دغو ناروغیو په درملنه کې د طب د نړۍ له سترو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي، چې کولی شي ناروغانو ته د عادي او باکیفیته ژوند نوې هیلې وبښي.

دا دوه ورځنی علمي کنفرانس به نه یوازې د پوهې او تجربو د تبادلې یو ارزښتناک فرصت وي، بلکې د افغانستان د عصبي علومو د راتلونکي لپاره به د همکارۍ، نوښت او پرمختګ یوه نوې دروازه هم پرانیزي. موږ باور لرو چې د نړیوالو متخصصینو حضور او د هغوی د تجربو شریکول به زموږ د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او د ناروغانو د غوره خدمت لپاره یو مهم بنسټ کېږدي.

موږ په درنښت د عصبي جراحۍ متخصصینو، نیورولوژیستانو، استادانو، ډاکټرانو، علمي څېړونکو او د روغتیايي علومو ټولو مینه‌والو ته بلنه ورکوو، څو په دې ستر علمي سفر کې زموږ ملګري شي، له نوېو علمي لاسته راوړنو څخه ګټه واخلي او د افغانستان د طبي علومو د پرمختګ په دې ویاړلي بهیر کې خپل ارزښتناک رول ادا کړي.

د کنفرانس لومړۍ ورځ به علمي ویناوی څېړنیزو مقالی ،تخصصي پریزنټېشنونو او د عصبي جراحۍ، مغز او ستون فقرات د پرمختللو وسایلو او ټکنالوژیو نندارتون (Exhibition) ته ځانګړې وي.
باغ بابر کابل افغانستان
د کنفرانس دوهمه ورځ به د پارکینسن، مرګي (صرعې) او نورو عصبي ناروغیو لرونکو ناروغانو د معاینې، ارزونې او تخصصي مشورو لپاره ځانګړې شوې وي، ترڅو ناروغان د نړیوالو متخصصینو له تجربو او لارښوونو څخه مستقیمه ګټه واخلي.
ادرس: الحیات شفاخانه چهاراهی ګل سرخ کابل افغانستان

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دوکتور فرهاد لعل زاده وردک متخصص جراحی اعصاب و ستون فقرات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share