09/06/2026
ما ته خو د دې سپينې چپنې آغوستل ډير ګران تماميږي، خصوصا کله چې دې الهي صنعت حساسيت او اعجاز دې انساني کالبوت په داخلي فزيولوژيک سيستم کې وينم او عملا دې نظام اعجاز، حساسيت او تسليمي کچه راته څر ګنديږي، بلې خوا ته دې ځان ظرفيت، توان، حواس، علم او مداخله په دې معجز سيستم کې سره پرتله کوم، کله کله ځان ته په دې معجز او مغلق سيستم کې دې مداخلې اجازه نه شم ورکولئ، آن تر دې چې په لس کاله طبي پرکتس کې یې سر او ږیره را سپين او بوډا يې رانه جوړ کړ. بس له حقيقي طبيب نه دې ريښتينې، مؤثره او بې ضرره طبابت توفيق غواړم که نه نو په دې ظرفيت او توان زه ډير عاجز او هره ثانيه او هر نفس الله تعالی ته احتیاج يم، او بې له ريښتينې او حقيقي رابطې، تسليمي او توکل په رب العالمين يو قدم اخيستل هم په دې مسلک کې راته شونئ نه ښکاري.