د عامې روغتیا وزارت -وزارت صحت عامه - Ministry Of Public Health

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • د عامې روغتیا وزارت -وزارت صحت عامه - Ministry Of Public Health

د عامې روغتیا وزارت -وزارت صحت عامه - Ministry Of Public Health موږ په ټول هېواد کې، معیاري روغتیایي خدمتونو ته ژمن یو

مولوي نورجلال جلالي د عامې روغتیا وزیر

د افغانستان ‌ا.ا د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي، د لوی اختر په ور...
28/05/2026

د افغانستان ‌ا.ا د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي، د لوی اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي دوکتور سیدرسول منګل، په ملتیا په کابل کې د علي جناح او استقلال روغتونونو له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه ترسره کړه.

د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، له روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ، په یادو روغتونونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او له هغوی سره یې مالي مرسته هم وکړه.

ښاغلي مرستیال د یادو روغتونونو عاجل خدمتونه، د ناروغانو د پاملرنې بهیر، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت، د روغتیايي کارکوونکو حضور او بېلابېلې څانګې له نږدې ولیدلې چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه یې اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي دوکتور سیدرسول منګل، د اختر په شپو او ورځو کې د دوامدارو او منظمو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول مهم وبلل او د روغتونونو له مسئولینو یې وغوښتل چې ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو، اغېزمنې رسېدنې او کاري نظم د ساتنې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د یادو روغتونونو مسئولینو هم د عامې روغتیا وزارت د پلاوي هرکلی وکړ او د روانو خدمتونو، د ناروغانو شمېر، د عاجلو څانګو فعالیتونو او شته ستونزو په اړه یې معلومات وړاندې کړل هغوی ډاډ څرګند کړ چې د اختر په شپو او ورځو کې به روغتیايي خدمتونه په منظم ډول دوام ولري.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د اختر په شپو او ورځو کې په مرکز او ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو د فعال ساتلو هدایت کړی، ترڅو هېوادوالو ته پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې او روغتیايي ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وشي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

محترم داکتر محمد حسن غیاثی، معین پالیسی و انکشاف صحت وزارت صحت عامه ا.ا. افغانستان، در روزهای عید سعید قربان همراه با داکتر سیدرسول منگل، رئیس عمومی پالیسی و پلان وزارت صحت عامه، از بخش‌های مختلف شفاخانه‌های علی جناح و استقلال در کابل دیدار نمودند.

محترم معین پالیسی و انکشاف صحت، ضمن دیدار با کارکنان صحی، از بیماران بستر در شفاخانه‌های یادشده نیز عیادت کرده و با آنان کمک مالی نمود.

محترم معین پالیسی و انکشاف صحت، خدمات عاجل، روند مراقبت از بیماران، موجودیت ادویه و تجهیزات طبی، حضور کارکنان صحی و بخش‌های مختلف این شفاخانه‌ها را از نزدیک بررسی کرده و به‌منظور بهبود کیفیت خدمات صحی، هدایات لازم را ارائه نمود.

همچنان، محترم داکتر سیدرسول منگل، رئیس عمومی پالیسی و پلان وزارت صحت عامه، ارائه خدمات صحی دوامدار و منظم را در روزها و شب‌های عید مهم دانسته و از مسوولان شفاخانه‌ها خواست تا در راستای ارائه خدمات بهتر، رسیده‌گی مؤثر به بیماران و حفظ نظم کاری، تلاش‌های بیشتری انجام دهند.

از سوی‌هم، مسوولان این شفاخانه‌ها نیز از هیأت وزارت صحت عامه استقبال نموده و معلومات لازم را در مورد خدمات جاری، تعداد بیماران، فعالیت بخش‌های عاجل و مشکلات موجود ارائه کردند. آنان اطمینان دادند که خدمات صحی در روزها و شب‌های عید به‌گونه منظم ادامه خواهد داشت.

قابل یادآوری است که رهبری وزارت صحت عامه هدایت داده است تا مراکز صحی در مرکز و ولایات کشور در روزها و شب‌های عید فعال نگه داشته شوند، تا خدمات صحی به‌موقع به شهروندان ارائه شده و به مشکلات صحی آنان به‌گونه مؤثر رسیده‌گی صورت گیرد.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

During the days of Eid al-Adha, Dr. Mohammad Hassan Ghiasy, Deputy Minister for Policy and Health Promotion of Afghanistan’s Ministry of Public Health, accompanied by Dr. Sayed Rasool Mangal, Director General of Policy and Planning, visited various departments of Ali Jinnah and Isteqlal Hospitals in Kabul.

In addition to meeting with healthcare workers, the Deputy Minister visited hospitalized patients, inquired about their condition, and provided them with financial assistance.

During the visit, the Deputy Minister closely assessed emergency services, the patient care process, the availability of medicines and medical equipment, the presence of healthcare staff, and different hospital departments. He also issued necessary recommendations aimed at improving the quality of healthcare services.

Meanwhile, Dr. Sayed Rasool Mangal, Director General of Policy and Planning, emphasized the importance of ensuring continuous and well-organized healthcare services during the Eid holidays. He called on hospital officials to make greater efforts to provide better services to patients, ensure effective service delivery, and maintain workplace discipline.

Hospital officials welcomed the Ministry of Public Health delegation and briefed them on ongoing services, the number of patients, the activities of emergency departments, and existing challenges. They assured the delegation that healthcare services would continue in an organized manner throughout the Eid holidays.

It is worth mentioning that the leadership of the Ministry of Public Health has instructed health centers in both Kabul and the provinces to remain fully operational during the Eid holidays to ensure timely healthcare services and prompt response to public health needs.

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د یو...
27/05/2026

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رییسانو په ملتیا په کابل کې د سرطاني ناروغیو، عاجل ابن سینا او ماشومانو درملنې تخصصي او ثالثي روغتونونو څخه لیدنه ترسره کړه.

د مالي او اداري چارو مرستیال، له روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ په یادو روغتونونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او له هغوی سره یې مالي مرسته هم وکړه.

ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې، د روغتیايي کارکوونکو هڅې یې وستایلې او هغوی ته یې سپارښتنې وکړې، چې د اختر په شپو ورځو کې ناروغانو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړي هدایت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي مرکزونو فعال ساتلو هدایت شوی؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او له روغتیايي خدماتو برخمن وي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

محترم قاری عبدالولی صدیقی معين مالی و اداری وزارت صحت عامه ا.ا. افغانستان، در نخستین روز عید قربان همراه با شماری از رئیسان مرکزی از شفاخانه‌های تخصصی و ثالثی تداوی سرطان، عاجل ابن‌سینا و تداوی اطفال در کابل دیدار کرد.

محترم معین مالی و اداری، ضمن دیدار با کارکنان صحی، از بیماران بستر در شفاخانه‌های یادشده نیز عیادت نموده و کمک مالی به آنان اهدا کرد.

محترم معین مالی و اداری، بخش‌های مختلف این شفاخانه‌ها را از نزدیک بررسی کرده، تلاش‌های کارکنان صحی را ستود و به آنان توصیه نمود تا در روزها و شب‌های عید، خدمات صحی بهتری به بیماران ارائه کنند.

قابل یادآوری است که به هدایت ویژه رهبری وزارت صحت عامه، به‌منظور جلوگیری از بروز مشکلات صحی برای شهروندان در روزهای عید، هدایت داده شده است تا تمام مراکز صحی در مرکز و ولایات کشور فعال نگه‌داشته شوند.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

Qari Abdul Wali Siddiqi, Deputy Minister for Finance and Administration Affairs of the Ministry of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, paid an Eid visit to the Specialized and Tertiary Cancer Treatment Hospital, Ibn-e-Sina Emergency Hospital, and Children’s Treatment Hospital in Kabul on the first day of Eid al-Adha, accompanied by a number of central directors.

During the visit, the Deputy Minister held meetings with healthcare personnel and visited hospitalized patients in the hospitals, where he distributed financial assistance to a number of patients.

The Deputy Minister also inspected various departments of the hospitals, commended the dedication and tireless efforts of healthcare workers, and emphasized the importance of ensuring uninterrupted and quality healthcare services for patients throughout the Eid holidays.

It is noteworthy that, under the special guidance of the leadership of the Ministry of Public Health, all healthcare facilities across Kabul and the provinces have been instructed to remain fully operational during Eid in order to prevent potential public health challenges and ensure the continued delivery of essential medical services to citizens.

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوی اختر په لوم...
27/05/2026

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوی اختر په لومړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رییسانو په ملتیا په کابل کې د صدري ابن سینا او شیخ زاید روغتونو څخه لیدنه ترسره کړه.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، له روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ په یادو روغتونونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او له هغوی سره يې مالي مرسته هم وکړه.

ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې، د روغتیايي کارکوونکو هڅې یې وستایلې او هغوی ته یې سپارښتنې وکړې، چې د اختر په شپو ورځو کې ناروغانو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړي هدایت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي مرکزونو فعال ساتلو هدایت شوی؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او له روغتیايي خدماتو برخمن وي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

محترم مولوی عبدالولی حقانی معین عرضه خدمات صحی صحت عامه ا.ا. افغانستان، در نخستین روز عید سعید قربان همراه با شماری از رئیسان مرکزی از خدمات صحی شفاخانه های صدری ابن سینا و شیخ زاید در کابل دیدار نمود.

محترم معین عرضه خدمات صحی در این دیدار از بیماران بستری عیادت نموده و کمک مالی نیز به آنان اهدا کرد.

در جریان این دیدار، محترم معین عرضه خدمات بخش‌های مختلف این شفاخانه را از نزدیک بررسی نموده، به کارکنان صحی هدایت داد تا در روزهای عید خدمات صحی بهتر و مؤثرتری را برای مردم ارائه کنند و از تلاش‌های آنان ستايش کرد

قابل یادآوری است که به هدایت ویژه رهبری وزارت صحت عامه، به‌منظور جلوگیری از بروز مشکلات صحی برای شهروندان در روزهای عید، هدایت داده شده است تا تمام مراکز صحی در مرکز و ولایات کشور فعال نگه‌داشته شوند.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

Mawlawi Abdul Wali Haqqani, Deputy Minister for Health Services of the Ministry of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, paid an official visit to Ibn-e-Sina Sadri Hospital and Sheikh Zayed Hospital in Kabul on the first day of Eid-al-Adha, accompanied by a delegation of central directors.

During the visit, the Deputy Minister visited patients receiving treatment, reviewed their health conditions, and handed over financial assistance to a number of patients.

The Deputy Minister also conducted an on-site assessment of various hospital departments and issued necessary instructions to healthcare personnel to ensure the delivery of quality and efficient healthcare services to the public during the Eid holidays. He further praised the commitment and tireless efforts of medical staff in maintaining health services during the holidays.

Special directives have been issued by the ministry’s leadership to keep all healthcare facilities across the country fully operational during Eid in a bid to prevent possible public health problems and ensure uninterrupted medical services for citizens.

اختر له روغتیایي کارکوونکو سره!د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نېکمرغه لوی اخت...
27/05/2026

اختر له روغتیایي کارکوونکو سره!

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نېکمرغه لوی اختر په لمړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رئیسانو په ملتیا په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون له روغتیايي خدماتو څخه لیدنه ترسره او هم یې د یاد روغتون له روغتیایي کارکوونکو سره له نږدې ولیدل، ښاغلي وزیر په دې لیدنه کې د بستر ناروغانو څخه له نږدې عیادت تر سره او له ناروغانو سره مالي مرسته تر سره کړه.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون بېلابېلې برخې له نږدې ولیدې،روغتیایي کارکوونکو ته یې د ولس لپاره د اختر په ورځو کې د غوره روغتیایي خدماتو سپارښتنې وکړې او د دوۍ له هڅو یې په مادي او معنوي لحاظ قدردانی وکړه، د یادونې وړ ده د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په ځانګړي هدایت د هیواد په ټولو ولایتونو او مرکز کې د اختر پر مهال د روغتیایي مراکزو فعال ساتلو هدایت شوی تر څو د اختر په ورځو کې هیوادوال د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

عید با کارکنان صحی!

محترم مولوی نور جلال جلالی، وزیر صحت عامه ا.ا. افغانستان، در نخستین روز عید سعید قربان همراه با شماری از رئیسان مرکزی از خدمات صحی شفاخانه تخصصی و ثالثی وزیر محمد اکبر خان در کابل دیدار نموده و از نزدیک با کارکنان صحی این شفاخانه ملاقات کرد.
محترم وزیر صحت عامه در این دیدار از بیماران بستری عیادت نموده و کمک مالی نیز به آنان اهدا کرد.

در جریان این دیدار، محترم وزیر صحت عامه بخش‌های مختلف این شفاخانه را از نزدیک بررسی نموده، به کارکنان صحی هدایت داد تا در روزهای عید خدمات صحی بهتر و مؤثرتری را برای مردم ارائه کنند و از تلاش‌های آنان از لحاظ مادی و معنوی قدردانی به عمل آورد.

قابل یادآوری است که به هدایت ویژه رهبری وزارت صحت عامه، به‌منظور جلوگیری از بروز مشکلات صحی برای شهروندان در روزهای عید، هدایت داده شده است تا تمام مراکز صحی در مرکز و ولایات کشور فعال نگه‌داشته شوند.

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

On the occasion of Eid with Healthcare Workers!

On the first day of Eid al-Adha, Mawlawi Noor Jalal Jalali, Minister of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a number of central directors, visited the specialized and tertiary Wazir Mohammad Akbar Khan Hospital in Kabul and met closely with the hospital’s healthcare staff.

During the visit, the Minister of Public Health also visited hospitalized patients, extended Eid greetings to them, and provided financial assistance.

The minister inspected various departments of the hospital and instructed healthcare workers to continue delivering better and more effective healthcare services to the public during the Eid holidays. He also expressed his appreciation for their efforts, both materially and morally.

It is worth mentioning that, under the special directive of the leadership of the Ministry of Public Health, all health centers in Kabul and the provinces have been instructed to remain operational during the Eid holidays in order to prevent any health-related problems for citizens.

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړ...
25/05/2026

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د کابل ولایت د یو شمېر روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو لپاره د BLS- Basic life support (د ژوند لومړنۍ مرستندویه کړونو) په اړه یو ورځنی ښوونیز ټریننګ ترسره شو

دغه ښوونیز پروګرام د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست په تالار کې ترسره شو، چې اساسي موخه یې ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د روغتیايي کارکوونکو د عملي مهارتونو پیاوړتیا او د کاري ظرفیت لوړول وو.

په دې روزنیز ټریننګ کې د استقلال، الشفاء، شیخ زاید، د خیرخانې ۱۰۲ بستریز، ستوماتولوژي، انتاني، اتاترک، افغان اندونیزیا، اندراګاندي، کابل امبولانس، احمدشاه بابا، رابعه بلخي، مرکزي پولي‌کلینیک او د ابن‌سینا عاجل روغتونونو څخه ۴۳ ډاکټرانو او نرسانو ګډون کړی و، چې د لومړنیو مرستو او د زړه ـ ریوي (BLS) په برخه کې یې اړینې زده کړې ترلاسه کړې.
................................

یک برنامه آموزشی یک‌روزه در مورد BLS (Basic Life Support – کمک‌های اولیه حیاتی) از سوی ریاست ارتقاء ظرفیت ریاست عمومی امور کارکنان وزارت صحت عامه افغانستان، به‌منظور ارتقاء ظرفیت مسلکی کارکنان صحی، برای داکتران و نرسان شماری از شفاخانه‌های ولایت کابل برگزار شد.

این برنامه آموزشی در تالار ریاست ارتقاء ظرفیت وزارت صحت عامه برگزار شد که هدف اساسی آن، تقویت مهارت‌های عملی و ارتقاء ظرفیت کاری کارکنان صحی به‌منظور ارائه خدمات بهتر صحی به بیماران بود.

در این برنامه آموزشی، ۴۳ تن از داکتران و نرسان شفاخانه‌های استقلال، الشفاء، شیخ زاید، ۱۰۲ بستر خیرخانه، ستوماتولوژی، انتانی، اتاترک، افغان ـ اندونیزیا، اندرا گاندی، کابل امبولانس، احمدشاه بابا، رابعه بلخی، پولی‌کلینیک مرکزی و ابن‌سینا عاجل اشتراک داشتند و آموزش‌های لازم را در بخش کمک‌های اولیه و احیای قلبی ـ ریوی (BLS) فرا گرفتند.
................................

A one-day training program on BLS (Basic Life Support) was conducted by the Capacity Building Directorate of the General Directorate of Human Resources Affairs of the Ministry of Public Health, with the aim of enhancing the professional capacity of healthcare workers. The program was organized for doctors and nurses from a number of hospitals in Kabul province.

The training was held at the conference hall of the Capacity Building Directorate of the Ministry of Public Health. Its main objective was to strengthen practical skills and improve the working capacity of healthcare personnel in order to provide better healthcare services to patients.

A total of 43 doctors and nurses from Istiqlal, Al-Shifa, Sheikh Zayed, 102-Bed Khairkhana, Stomatology, Infectious Diseases, Ataturk, Afghan-Indonesia, Indira Gandhi, Kabul Ambulance, Ahmad Shah Baba, Rabia Balkhi, Central Polyclinic, and Ibn-e-Sina Emergency hospitals participated in the program and received training in first aid and cardiopulmonary resuscitation (BLS).

25/05/2026

هېوادوالو ته د عامې روغتيا وزارت د چاپيريال روغتيا رياست د وړانګو خونديتوب امر، محمد وصيل ناصري پيغام!

25/05/2026

د عامې روغتيا وزارت د چاپيريال روغتيا رياست د وړانګو خونديتوب امر، محمد وصيل ناصري د ياد امريت د فعاليتونو په اړه معلومات ورکوي!

25/05/2026

د عامې روغتيا وزارت د چاپيريال روغتيا رياست د وړانګو خونديتوب امر، محمد وصيل ناصري د ياد امريت د فعاليتونو او خدمتونو په اړه معلومات ورکوي!

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونو...
25/05/2026

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو (CCHF) ناروغۍ په اړه دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره شو

دغه پروګرام د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د کانګو ناروغۍ د تشخیص، مخنیوي او مدیریت برخه کې د هغوی د پوهاوي زیاتولو په موخه جوړ شوی و، څو ناروغانو ته اغېزمن او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د ياد پروګرام ګډونوالو د دوامداره روغتیايي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او دغه ډول پروګرامونه یې د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي او د ساري ناروغیو پر وړاندې د لا ښه چمتووالي برخه کې ګټور وبلل.
..............................

یک برنامه آموزشی دو روزه بیماری کانگو (CCHF) برای پرسونل مسلکی شفاخانه‌های ولایتی ۳۴ ولایت کشور از سوی ریاست ارتقاء ظرفیت ریاست عمومی امور کارکنان وزارت صحت‌عامه برگزار شد.

این برنامه با هدف ارتقاء ظرفیت کارمندان صحی و افزایش آگاهی آنان در زمینه تشخیص، وقایه و مدیریت بیماری CCHF تدویر گردید تا خدمات صحی مؤثرتر به بیماران ارائه شود.

اشتراک‌ کننده‌گان این برنامه بر اهمیت آموزش‌های دوامدار صحی تأکید نموده و چنین برنامه‌ها را در بهبود کیفیت خدمات صحی و آمادگی بهتر در برابر بیماری‌های ساری مؤثر دانستند.
..............................

A two-day training program on Crimean-Congo Hemorrhagic Fever was organized by the Capacity Building Directorate of the General Directorate of Human Resources of the Ministry of Public Health for professional staff from provincial hospitals across all 34 provinces of the country.

The program was conducted with the aim of enhancing the capacity of healthcare workers and increasing their awareness regarding the diagnosis, prevention, and management of CCHF, in order to provide more effective healthcare services to patients.

Participants emphasized the importance of continuous health training and considered such programs effective in improving the quality of healthcare services and strengthening preparedness against infectious diseases.

تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړد یاد کمپاین پر مهال...
25/05/2026

تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ

د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت کړي. کانګو یوه خطرناکه او وژونکې ویروسي ناروغي ده، چې له حیوان څخه انسان ته او همدارنګه، له انسان څخه انسان ته انتقالېږي.

د تخار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین له مالدارانو، قصابانو او هغو روغتیايي کارکوونکو څخه چې د دې ناروغۍ په لومړۍ کرښه کې قرار لري، غواړي چې د روغتیايي سپارښتنو په مراعتولو سره خپل ځان او ټولنه د دې ناروغۍ له خطرونو څخه خوندي وساتي.
...............................

ریاست صحت‌عامه تخار به مناسبت فرا رسیدن عید سعید اضحی کمپاین مبارزه با بیماری کانگو را در سطح این ولایت راه اندازی کرد.

مسوولان این ریاست، از مالداران و قصابان می خواهند تا بیماری کانگو را جدی گرفته و به خاطر مصوونیت خود و جامعه حفظه الصحه محیطی و رهنمود های صحی را جداً رعایت نمایند.

بیماری کانگو یک بیماری کشنده میکروبی است که از حیوان به انسان و از انسان به انسان سرایت می‌کند.

مسوولان ریاست صحت‌عامه ولایت تخاراز مالداران، قصابان و کارمندان صحی که در خط نخست این بیماری قرار دارند می خواهند تا با رعایت رهنمود های صحی خود وجامعه را از خطرات این بیماری مصوون نگهدار اند .
...............................

The Takhar Public Health Directorate has launched a Congo disease prevention campaign across the province ahead of Eid-Ul-Adha.

Officials of the directorate are urging livestock owners and butchers to take Congo disease seriously and strictly observe health guidelines and hygiene measures to help protect themselves and the wider community.

Congo disease is a potentially deadly infectious disease that can spread from animals to humans and between people. Health officials in Takhar are urging livestock owners, butchers, and frontline health workers to follow health guidelines to help protect themselves and the community.

Address

Street# 10 , Wazir Akbar Khan Road
Kabul
1003

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د عامې روغتیا وزارت -وزارت صحت عامه - Ministry Of Public Health posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to د عامې روغتیا وزارت -وزارت صحت عامه - Ministry Of Public Health:

Share