19/10/2019
له خوارکه وروسته د ژر پرېوتلو تاوانونه:
د ډوډۍ خوړلو وروسته د انسان بدن سستیږي، او لامل یي په بدن کې د وینې د جریان سستي ده.
له خوراک وروسته چې کله یو څوک پریوزي، نو د معدې خواړه یي حلق ته راشي، چې په پایله کې د معدې هغه ځاي چې خوراک پکې ولاړ وي د سوځیدلو لامل کيږي.
که یو څوک د غرمې د خوراک وروسته سمدستې خوب کوي نو په بدن کې یي د منټابولزم ماده سستیږي، او د وخت په تیریدو د چاغوالي په ناروغۍ اخته کيږي.
ډاکتران په دې نظر دي چي د شپي د خوراک او خوب تر منځ باید دوه ساعته وقفه وي تر څو خواړه په سمه توګه هضم شي.
خواړه د انسان په بدن کې په ناسته او ولاړه هضم کیږي، نو که یو څوک د خوراک وروسته سمدلاسه پریوزي نو د هضمي سیستم يي خرابیږي او په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي چې ښه مثال یي په معده کې د ګازو جمع کیدل او د خیټي پړسوب ده.
که چيري مو له خوراکه وروسته پریوتلو ته زړه وي نو شل دقیقې انتظار وکړي او یا هم څو قدمونه ووهي تر څو مو خواړه هضم شي.
افغانستان - Afghanistan