19/03/2026
د اختر د مبارکۍ پیغام
ګرانو هېوادوالو او د مختار عنایت تجارتي ګروپ درنو همکارانو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
د لوی خدای له درباره هیله کوم چې دا اختر ستاسو د خوښیو، سوکالۍ او د زړونو د نږدېوالي وسیله وګرځي. ستاسو طاعتونه او عبادتونه دې قبول وي.
په درنښت،
حاجي شمشاد خان
د مختار عنایت تجارتي ګروپ مرستیال